د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د صنایعو او کانونو د اتاق له نوي رئیس سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، ښاغلي محمد یونس مهمند او د یاد اتاق یو شمېر مشرتابه غړو له ښاغلي احمد نبي زاده، د صنایعو او کانونو د اتاق عمومي رئیس، سره وکتل او د متقابلو همکاریو په اړه یې بحث او نظرونه تبادله کړل.
 
ښاغلي مهمند، ښاغلي احمد نبي زاده ته د صنایعو او کانونو د اتاق د نوي رئیس په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه او د دواړو اتاقونو تر منځ ګډ اتحاد او همکاري یې د صنعت ودې، د سوداګرۍ پراختیا، د صادراتو زیاتوالي او د کار زمینو برابرولو لپاره مهمه وبلله.
ښاغلي نبي زاده، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي ته د صنایعو او کانونو په اتاق کې د ښه راغلاست وینا وکړه او له یاد اتاق سره یې د هېواد د خصوصي سکتور د ودې په برخه کې د دوامدارې همکارۍ ډاډ ورکړ.
 
 
 
 
 
 
چهارشنبه، د زمري ۱۵مه، ۱۴۰۴