د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس د هېواد د ساختماني شرکتونو د اتحادیې له رئیس او مشرتابه غړو سره لیدنه وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي سید کریم هاشمي، د ساختماني شرکتونو د اتحادیې له رئیس ښاغلي حمیدالله حبیبي او د دې اتحادیې له یو شمېر غړو سره، د اتاق د مشرتابه پلاوي په مرکزي دفتر کې وکتل.
 
ښاغلي حبیبي او د ساختماني اتحادیې مسئولینو، ښاغلي هاشمي ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د نوي رئیس په توګه د ټاکل کېدو مبارکي وویله او د یاد سکتور د فعالیتونو او اوسنیو ستونزو په اړه یې معلومات وړاندې کړل. هغوی ډاډ ورکړ چې یادې اتحادیې به له عمومي رئیس سره هر اړخیز ملاتړ او همکاري کوي.
ښاغلي هاشمي، د ساختماني شرکتونو د اتحادیې رئیس او مشرتابه غړو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د ساختماني شرکتونو ستونزې واورېدې او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له لوري یې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.
 
 
 
 
 
چهارشنبه، د زمري ۱۵مه، کال ۱۴۰۴