ښاغلی سید کریم هاشمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، د اندونیزیا د سفارت له شارژدافیر ښاغلي نندا اِوالِست سره په مرکزي دفتر کې وکتل.
ښاغلي الست، د عمومي رئیس په توګه د ښاغلي هاشمي د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د پراختیا پر اړتیا یې ټینګار وکړ. هغه د هغه نندارتون یادونه هم وکړه چې ټاکل شوې ده ډېر ژر په اندونیزیا کې ترسره شي او د اتاق عمومي رئیس ته یې بلنه ورکړه چې په دغه نندارتون کې ګډون وکړي.
ښاغلي هاشمي، د اندونیزیا شارژدافیر ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د ښاغلي الست د وړاندیزونو هرکلی وکړ چې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو په پراختیا کې مرسته کوي، او له اندونیزیا خصوصي سکتور څخه یې وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
دوشنبه، د زمري ۲۰مه، ۱۴۰۴