ښاغلي آرین زلګی عظیمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پانګونې مرستیال، د اروپايي اتحادیې له سفیرې مېرمن وی رونیکا او د هغې له اقتصادي همکار ښاغلي ریني هنسن سره ولیدل.
 
مېرمن وی رونیکا د اتاق او اروپايي اتحادیې د ګډې همکارۍ څخه چې د صادراتي توکو د ستندرد کولو په موخه د WFP په همکارۍ او د اروپايي اتحادیې په ملاتړ په کابل کې ترسره شوې وه، مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د افغانستان خصوصي سکتور په اروپايي هېوادونو کې د سوداګرۍ او بانکدارۍ په برخو کې د هیڅ ډول بندیز سره نه دی مخ.
ښاغلي عظیمي د هېواد د کاروبار وضعیت او د خصوصي سکتور د ودې لپاره د اتاق جامع پلان په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې د افغانستان سوداګري د تېر کال په پرتله په وروستیو شپږو میاشتو کې ۳۰ سلنه ډېره شوې ده.
نوموړي د هېواد د تولیدي فابریکو لپاره د نړیوالو سرتفیکټونو د ترلاسه کولو په موخه د اروپايي اتحادیې همکاري وغوښته.
ښاغلي عظیمي، د افغانستان د پانګونې فرصتونو د تشریح ترڅنګ، له اروپايي اتاقونو سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د اړیکو د لا پیاوړتیا، او همدارنګه له اروپايي سوداګرو سره د B2B غونډو په ترسره کولو ټینګار وکړ.
 
 
پنجشنبه، د تلې ۳ مه، ۱۴۰۴
 
 

ښاغلی آرین زلگی عظیمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پانګونې مرستیال، له ښاغلي احمدشاه حکیمي د کابل اتاق لومړي مرستیال او د یاد اتاق له یو شمېر د رهبري غړو سره د اتاق په مرکزي دفتر کې لیدنه وکړه او د پانګونو او خصوصي سکتور ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په اړه بحث او نظرونه تبادله شول.
 
ښاغلي عظیمي د مرکز اتاق او ولایتي اتاقونو ترمنځ د لا ډېرو همغږیو او پیاوړتیا ټینګار وکړ او د لویو سهامي شرکتونو او د هېواد د بنسټیزو پروژو په رامنځته کولو کې یې د هغوی ملاتړ مهم وباله.
نوموړي د کابل د اتاق له رهبري وغوښتل، چې خپلې طرحې د سوداګرۍ د ودې او په هېواد کې د پانګونې د جلبولو په موخه ورسره شریکې کړي.
 
 
چهارشنبه، د تلې ۲مه، ۱۴۰۴
 
 

ښاغلي حاجي سید کریم هاشمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ، د ترکمنستان هېواد د رسمي بلنې په اساس د هغه هېواد د پانګونې په فورم کې د ګډون لپاره، د خپل رسمي سفر پر مهال د ښاغلي نوکر ګلي اتاقلي یف، د ترکمنستان د صدراعظم د سوداګرۍ او صنعت مرستیال، سره په عشق‌آباد ښار کې لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې دواړو خواوو د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا، د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د ګډو پانګونو د فرصتونو د رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې.
همدارنګه د پورته موضوعاتو تر څنګ، د ترکمنستان د صدراعظم مرستیال د سوداګرۍ او صنعت په چارو کې ژمنه وکړه چې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور د اړیکو د پیاوړتیا، د سوداګرۍ د تبادلو د پراخوالي او د ګډو پانګونو د زیاتوالي لپاره به د ترکمنستان د تاجرانـو له یوې ډلې سره کابل یا مزارشریف ښار ته سفر وکړي.
 
 
چهارشنبه، د ۱۴۰۴ کال د وږي ۲۶مه
 
 

ښاغلی آرین زلگی عظیمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پانګونې مرستیال،د اتاق د مدیره پلاوي غړی ښاغلي حاجی حبیب الله په حضور کې
له ښاغلي یولبرس عطایي، د جوزجان د اتاق له رئیس سره د اتاق په مرکزي دفتر کې لیدنه وکړه.
ښاغلي عطایي د جوزجان ولایت د خصوصي سکتور د فعالیتونو، لاسته راوړنو او اساسي ستونزو په اړه معلومات وړاندې کړل او د اتاق له نوي مشرتابه څخه د خپل ملاتړ ترڅنګ، د ښاغلي عظیمي د همکارۍ غوښتنه وکړه ترڅو د یاد ولایت د سوداګرو ستونزې حل شي.
ښاغلي عظیمي د هېواد په اقتصادي وده کې د سوداګرو رول مهم وباله او د ټول هېواد د سوداګرو پر اتفاق او یووالي یې ټینګار وکړ.
نوموړي د هېواد د ټولو ولایتونو د خصوصي سکتور د ستونزو په حل کې د خپلې هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
 
 
 
چهارشنبه، د تلې ۲مه، ۱۴۰۴
 
 

د مولانا جلال الدین بلخي هوايي ډګر څلورلارې چې د ښاغلي عبدالصبور مایل احمدي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي غړی او د بشیر نوید پټرولیم شرکت د رئیس له‌خوا رغول شوې وه، د بلخ ولایت د محلي حکومت د لوړپوړو چارواکو او د دې ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د رهبري پلاوي، ښاغلي خیرالدین مایل احمدي د اتاق د پخواني تجارتي مرستیال او د بشیر نوید ګروپ رئیس، ښاغلي محمد یونس آرمان د اتاق د مشرتابه پلاوي غړي او د بلخ ولایت د خصوصي سکتور د ګڼ شمېر استازو په شتون کې پرانستل شوه.
 
 
سه شنبه، د وږي ۲۵مه، ۱۴۰۴
 
 
 

ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، د ترکمنستان د بلنې پر بنسټ د رسمي سفر په ترڅ کې، د ښاغلي فیض احمد خوافي د اتاق ولایتي مرستیال، ښاغلي یونس قاضي زاده د مشرتابه پلاوي غړي او د یو شمېر نوموتو سوداګرو او پانګوالو په ملتیا، د ترکمنستان د پانګونې په فورم (TIF 2025) کې چې د دغه هېواد په ترکمن باشي ښار کې جوړ شوی و، ګډون او وینا وکړه.
 
ښاغلي هاشمي، افغانستان د طبیعي زیرمو ډک هېواد، د ستراتیژیک ترانزیټي موقعیت لرونکی او د بهرنیو پانګونو د جلب لپاره د چمتو کاري ځواک لرونکی هېواد وباله او زیاته یې کړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق چمتو دی څو د ترکمنستان او د سیمې د نورو هېوادونو له پانګوالو سره د ګډو همکاریو زمینه برابره کړي.
په دې فورم کې د آسیایي، اروپایي او امریکایي هېوادونو استازي، د نړیوالو مؤسسو او سازمانونو استازي او د ترکمنستان حکومتي چارواکي هم حاضر وو.
د یادونې وړ ده چې دا فورم د سیمې هېوادونو لپاره یوه مهمه موقع ګڼل کېږي، څو د اقتصادي ظرفیتونو او لومړیتوبونو په پېژندلو سره د ګډو همکاریو، پانګونې او دوامدار اقتصادي ودې زمینه برابره کړي.
همدارنګه، د دې فورم په څنډه کې، ښاغلي سید کریم هاشمي د اتاق عمومي رئیس، جلا لیدنې هم لرلې چې د ترکمنستان د نفتو له مرستیال وزیر، د آذربایجان د مالیې له معین او د ایران د اقتصاد له مرستیال وزیر سره ترسره شوې، چې په ترڅ کې یې د دغو هېوادونو د خصوصي سکتورونو ترمنځ د سوداګرۍ او ګډو پانګونو د پراختیا په اړه خبرې او نظرونه تبادله شول.
 
 
شنبه، د وږي ۲۹مه، ۱۴۰۴
 

مقالات دیگر...