د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د رهبري پلاوي غړي، ښاغلي: آرين زلګی عظیمي د پانګونې مرستيال، عنايت الله صدیقزي د خدماتو مرستيال، ميرا جان سليمان خيل د پالیسي او د حکومت سره د اړیکو مرستيال، او ذبیح الله عمرخيل دارالانشای رئیس، د يو شمېر لوړ پوړو حکومتي چارواکو او د هېواد د نامتو سوداګرو په شتون کې، د صنايعو او کانونو د اتاق د نوې مشرتابه د معرفۍ په مراسمو کې چې په کابل ګرند هوټل کې ترسره شول، ګډون وکړ.
ښاغلي محمد ولي امیني، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل رئيس، د اتاق په استازيتوب د افغانستان د کانونو د اهميت او په ملي اقتصاد کې د کانونو د مثبتو اغېزو په اړه وينا وکړه او زياته يې کړه: افغانستان د لويو کانونو او بډایو طبيعي زېرمو په لرلو سره د سيمې په کچه مخکښ هېواد ګڼل کېږي، چې د حکومت له لوري د معیاري استخراج ملاتړ کولای شي د هېواد د اقتصادي ودې او د هېوادوالو لپاره د کارموندنې په برخه کې مهم رول ولوبوي. نوموړي صنعت او سوداګري د يو بل ممد وبلل او د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د صنايعو او کانونو اتاق ترمنځ همکاري یې د سوداګرۍ د پراختيا او د پانګونې د جلبولو لپاره مهمه وبلله.