د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق، د هېواد د سوداګرۍ د پراختیا، د کورنیو محصولاتو د معرفي کولو، د صادراتو د زیاتوالي او د پانګهوالو د هڅونې په موخه، د افغانستان ملي او نړېوال نندارتون مرکز سره د امام ابوحنیفه (رح) د څلورم ملي او نړېوال نندارتون د ترسره کولو تړون لاسلیک کړ.
په دې نندارتون کې به د تولیدي، سوداګریزو او خدماتي سکتورونو استازي — لکه کرنه، صنعت، غالۍ، کانونه، روغتیا، بانکداري، لاسي صنایع، ماشینآلات، ترانسپورت، لوژستیک، ساختماني، مخابرات، تحصیلات او نور کورني او بهرني سکتورونه — خپل محصولات د اوو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې کړي.
یاد تړون د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل رئیس ښاغلي محمد ولي امیني او د افغانستان ملي او نړېوال نندارتون د مرکز د رئیس ښاغلي مولا له خوا، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني اتاق د خدماتي چارو مرستیال ښاغلي الحاج عنایتالله صدیق زي په حضور کې، د اتاق د کنفرانسونو په تالار کې لاسلیک شو.