د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د اجرائیه کمیټې فوق العاده ناسته ترسره شوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د اجرائیه کمیټې فوق العاده ناسته، د اتاق د عمومي رئیس ښاغلي الحاج سیدکریم هاشمي په مشرۍ، او د پانګونې مرستیال، د پالیسي او د دولت سره د اړیکو مرستیال، د ولایاتو چارو مرستیال او مالي رئیس، په ګډون د اتاق په مرکزي دفتر کې ترسره شوه.
 
دغه ناسته چې د نن ورځې ماسپښین کې ترسره شوه، د هېواد د خصوصي سکتور اړوند بېلابېلو موضوعاتو په هکله هر اړخیز بحث وشو، او په پای کې د یادو موضوعاتو د رفع کولو په موخه لازم اقدامات وشول.
 
 
چهارشنبه، د تلې ۹مه، ۱۴۰۴