ښاغلی آرین زلگی عظیمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پانګونې مرستیال، «د افغانستان د سوداګرۍ د پرمختګ او د اړیکو د رامنځته کولو په نړیواله غونډه کې چې په ترکیه، استانبول ښار کې جوړه شوې وه، آنلاین ګډون وکړ.
ښاغلي عظیمي د خصوصي سکتور د ستونزو او لاسته راوړنو په اړه د څو کلونو په اوږدو کې خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د افغانستان سوداګري د څو هېوادونو سره د پخوا په پرتله ښه شوې او د منځنۍ آسیا له هېوادونو څخه د اروپايي هېوادونو پر لور د افغان سوداګریزو توکو لپاره نوې لارې پرانیستل شوې دي.
نوموړي همدارنګه یادونه وکړه چې د افغانستان اوسنی حکومت د پانګهوالو لپاره سوداګریزو اسانتیاوو ته پام کړی دی.
ښاغلي عظیمي د افغان سوداګرو او د بېلابېلو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د ګډو پانګونو په ځانګړې توګه د انرژۍ د تولید او نورو اقتصادي سکتورونو په برخه کې خبرې وکړې او د افغانستان سوداګري یې له نورو هېوادونو سره په پراختیا کې وبلله. نوموړي د هېواد پر کچه د امنیت ټینګښت او په ادارو کې د فساد له منځه وړل یې د ګډو پانګونو لپاره ښه موقع وګڼله.