د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي ګډون د قزاق-افغان سوداګریزې غونډه کې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوی، ښاغلي محمد یونس مهمند د اتاق لومړی مرستیال، ښاغلي خیرالدین مایل احمدي د اتاق سوداګریز مرستیال، ښاغلي خانجان الکوزی د مشرتابه پلاوي غړی او د افغان-پاک ګډ اتاق رئیس، ښاغلي ضیاءالدین اچکزی، سلطان محمد صافي، محمد گردیزی او محمد داوود یوسفزی د مشرتابه پلاوي غړو، د قزاق-افغان سوداګریزې مجمعې کې چې د سوداګریزو نظریاتو د تبادلې او پانګونې د جلب لپاره په کابل ښار کې جوړه شوې وه، ګډون وکړ.
 
په دغه ناسته کې ښاغلي نورالدین عزیزی د صنعت او تجارت وزارت سرپرست، ژومان گارین سریک ماکاشویچ د قزاقستان صدراعظم مرستیال، میرمن روزا اوتنبایوا په افغانستان کې د یوناما مشرې، ښاغلی احمدشاه حکیمي د کابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، ښاغلی میر زمان پوپل د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال سرپرست، ښاغلی محمد انور عارفي د پالیسۍ او تخنیکي مرستیال، ښاغلی احمدالله زاهد د صنعت او تجارت وزارت معین، د دواړو هیوادونو د خصوصي سکتور استازو او ګڼ شمېر رسنیز استازو ګډون درلود.
ښاغلي زاهد د ناستې ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه، د حکومت پالیسي یې اقتصاد محوره وبلله او د ګاونډیو او سیمې له ټولو هیوادونو سره یې د ښې سوداګرۍ غوښتنه وکړه. هغه د دې ډول ناستو ارزښت په پانګونې جلب او د خصوصي سکتور ترمنځ د نظریاتو تبادله کې ارزښتناک وباله.
ښاغلي عزیزی د قزاقستان له حکومت څخه د دریو کلونو د مرستو مننه وکړه او ویې ویل چې له نوي حکومت سره، د قزاقستان سره سوداګریزې اړیکې پراخې شوې دي. هغه د دواړو هیوادونو ترمنځ د ۳۲ سلنې د سوداګرۍ زیاتوالي یادونه وکړه او د وزارت د هڅو ډاډ یې ورکړ.
ښاغلي عزیزی، د قزاقستان سوداګریز کور جوړېدل مهم وګڼل او له قزاق لوري یې وغوښتل چې د کم‌کیفیته توکو د مخنیوي لپاره له افغان حکومت سره ګډ کار وکړي.
ښاغلي ماکاشویچ افغانستان او قزاقستان اقتصادي دوستان وبلل او د منځنۍ آسیا او سویلي آسیا ترمنځ د ترانزیت تړاو یې یاد کړ. هغه د مزار شریف – تورغندي او سپین بولدک د اورګاډي پټلۍ په جوړولو کې د تخنیکي مرستو ژمنه وکړه.
میرمن روزا اوتنبایوا د دې ناستې هرکلی وکړ او ویې ویل چې د ترانزیت له لارې له قزاقستان سره د نورو آسیایي هیوادونو نښلول ارزښت لري. هغې له قزاق خصوصي سکتور وغوښتل چې افغانستان ته سفر وکړي او په بیلابیلو برخو کې پانګونه وکړي.
ښاغلي مهمند، د ټول هېواد امنیت او د کوکنارو کښت بندول د حکومت لویې لاسته راوړنې وبللې. هغه دا د سوداګرۍ د پراختیا او پانګونې لپاره فرصت وباله. نوموړي د افغانستان د سیمه ییزې سوداګرۍ ارقام شریک کړل او د سوداګرۍ د بیلانس متوازن کولو باندې یې ټینګار وکړ.
نوموړي، د افغان سوداګرو لپاره د ویزو په بهیر کې اسانتیاوې د جنوبي او مرکزي آسیا ترمنځ د ترانزیت او سوداګرۍ پراخېدو لپاره مهم وبللې او له ټولو هیوادونو سره یې د ملي ګټو پر بنسټ د ښو سوداګریزو اړیکو غوښتنه وکړه. هغه ل د صنعت او سوداګرۍ وزیر او د قزاق صدراعظم مرستیال څخه غوښتنه وکړه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي.
ښاغلي مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د قزاقستان د سوداګرۍ او صنایع اتاق ترمنځ د همکارۍ د تفاهمنامې پر لاسلیک ټینګار وکړ او دا یې د پانګوالو فرصتونو د پیژندلو او د خصوصي سکتور د ستونزو د حل لپاره ارزښتناک وباله. نوموړي د افغانستان د خصوصي سکتور ملاتړ د حکومت د ټولو هغو فرامینو او لارښوونو څخه اعلان کړ، چې د خصوصي سکتور د ثبات او پیاوړتیا لپاره صادرېږي.
 
 
 
 
 
 
 
سې شنبه، د غویی ۲مه، ۱۴۰۴