د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هېواد د سوداګرۍ پراختیا او پانګونې د جلب په موخه یوه مهمه غونډه ترسره کړه. دغه غونډه چې د اتاق په مرکزي دفتر کې جوړه شوې وه، پکې ښاغلي محمد یونس مهمند د اتاق لومړی مرستیال، ښاغلی خیرالدین مایل احمدي د اتاق سوداګریز مرستیال، ښاغلی خانجان الکوزی د مشرتابه پلاوي غړی او د افغان-پاک ګډ اتاق رئیس، ښاغلي سلطان محمد صافي، ضیاءالدین اچکزی، د اتاق د مشرتابه پلاوي غړي، ښاغلی میرزمان پوپل د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال، او حضرت علي هده وال د ننګرهار د اتاق لومړی مرستیال، او همداراز د چین د سفارت مرستیال ښاغلی بو، د شینجیانګ د تولید او ساختماني ادارې استازي، او د دواړو هېوادونو سوداګر او پانګوال حاضر وو.
ښاغلي مهمند د چین د سفارت مرستیال او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د چین له دولت او سفارت څخه د افغان سوداګرو او ولس سره د دوامدارو مرستو او د ویزې اسانتیاو له امله مننه وکړه. نوموړي د اتاق د ۹۳ کلونو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او له چین سره یې د درنو دوستانه او سوداګریزو اړیکو یادونه وکړه، په ځانګړې ډول د تیرو درې کلونو په لړ کې.
ښاغلي مهمند له چین سره د سوداګرۍ د بیلانس، په ځانګړي ډول د افغان کرنیزو تولیداتو د صادراتو د زیاتوالي پر اهمیت ټینګار وکړ. هغه د ټول هېواد د امنیت، د کوکنارو د کښت بندیدو، او د فساد له منځه تګ د پانګونې لپاره مناسب فرصتونه وبلل او د چین پلاوی یې د کرنې میکانیزه کېدو، د معادنو استخراج، او د برېښنا تولید برخو کې پانګونې ته وهڅاوه.
ښاغلي بو د خپل پلاوي د سفر اساسي هدف له افغان خصوصي سکتور سره د نظریاتو تبادله وبلله، او د شینجیانګ ولایت د اقتصادي ودې او پانګونې فرصتونو په اړه یې ګډونوالو ته معلومات ورکړل. نوموړي د اتاق همکاري د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره مهمه وبلله. هغه یادونه وکړه چې د روان میلادي کال په جریان کې به د شینجیانګ تولیدات نندارتون جوړ شي، او د اتاق له مشرتابه یې غوښتنه وکړه چې په دغه نندارتون کې برخه واخلي.
ښاغلي الکوزي چین د سیمې له لویو اقتصادي هېوادونو وباله او له د هغه هېواد د سفارت یې وغوښتل چې د واخان دهلېز د جوړولو لپاره ځانګړې پاملرنه وکړي، تر څو دواړه هېوادونه وکولی شي خپل سوداګریز تبادلات په چټکۍ سره ترسره کړي.
ښاغلي اچکزي د افغانستان اوسنی وضعیت د پانګونې لپاره مناسب وبللو او د چین له سوداګریز پلاوي یې وغوښتل چې له افغان سوداګرو سره په ځانګړي ډول په هغو برخو کې چې د افغان بازارونو اړتیا ده، ګډې پانګونې ترسره کړي.
د غونډې په پای کې، د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مرستیال حضرت علي هده وال، د هلال ګروپ رئیس، او د شینجیانګ د تولید او ساختماني ادارې رئیس ښاغلي ژو ژینګ ترمنځ د کرنې په برخه کې د همکاریو تفاهمنامه د اتاق د مشرتابه پلاوي او د چین د سفارت د مرستیال په شتون کې لاسلیک شوه.