د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د دریم پړاو د مشرتابه پلاوي دوه دېرشمه مشورتي غونډه د ښاغلي سید کریم هاشمي، د اتاق د عمومي رئیس، په مشری، او د مشرتابه پلاوي د غړو ښاغلو: محمد یونس مهمند د اتاق لومړی مرستیال، خیرالدین مایل احمدي تجارتي چارو مرستیال، نصیر احمد عرب خدماتو مرستیال، خان محمد سرفراز باز د دارالانشا رئیس، شیرین آغا سخي د مالي چارو رئیس، انجنیر سید جاوید برهان د نړیوالو اړیکو رئیس، سلطان محمد صافي، خان جان الکوزی، ذکریا بریالي، ضیاءالدین اڅکزی، فواد دوست، او جان آقا صادقي، د مدیره پلاوي غړي، سربېره پر دې د عامل پلاوي سرپرست ښاغلی میر زمان پوپل، او د پالیسۍ او تخنیکي چارو مرستیال محمد انور عارفي، د اتاق د مشرتابه پلاوي په دفتر کې چې په شهرنو کابل کې موقعیت لري، ترسره شوه.
 
په پیل کې، د غونډې اجندا د محترم خان محمد سرفراز باز، د اتاق د دارالانشا رئیس له خوا وړاندې شوه.
وروسته د اتاق معاونینو او د مشرتابه نورو غړو د اتاق اړوند موضوعاتو، په ځانګړې توګه د تجارتي – اقتصادي پرمختګونو، ستونزو او راتلونکو پلانونو په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل. همداراز، ښاغلي میر زمان پوپل د مطرح شویو مواردو په اړه راپور وړاندې کړ.
په پای کې، ښاغلي سید کریم هاشمي د غړو نظریات او وړاندیزونه واورېدل او ژمنه یې وکړه چې ټولې یادې شوې ستونزې او وړاندیزونه به د حکومت له مشرتابه سره، په ځانګړي ډول د ریاست الوزراء له اقتصادي مرستیال او د صنعت او تجارت وزارت سره شریک کړي، ترڅو د اتاق ستونزو ته د حل لارې پیدا شي او چارې لا ښې شي.
 
 
 
 
 
 
پنجشنبه، د زمري ۹مه، ۱۴۰۴
 
 

ښاغلي سید کریم هاشمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومی رئیس، د اتاق د دارالانشأ رئیس محترم خان محمد سرفراز باز په شتون کې، د پانګونې مرستیال محترم عصمت‌الله وردک، د مدیره پلاوي غړو شاغلیو سلطان محمد صافي، جان آقا صادقي او ذکریا بریالی، د نظار هیأت منشي او د غزني اتاق رئیس عبدالمتین قلندري، د نیمروز اتاق رئیس عبیدالله نورزی او معاون یې حاجي غلام، د هلمند اتاق رئیس غلام یحیی پشتون، د خان استیل او ودان ستیل فابریکې رئیس خان محمد وردک، د رخت اتحادیې رئیس حاجي عبیدالله، او یو شمېر نورو پانګه‌والو او تجارانو سره، د اتاق د مدیره پلاوي په مرکزي دفتر (شهر نو، کابل) کې لیدنه وکړه.
 
په دې ناسته کې محترم عصمت‌الله وردک، د مدیره پلاوي غړو، د ولایتي اتاقونو رئیسانو او نورو حاضر تجارانو او پانګه‌والو، محترم سید کریم هاشمي ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عمومی رئیس په توګه د ټاکل کېدو مبارکي وویله او همداراز یې د هېواد د یو مخکښ تاجر په توګه، د لا زیاتو بریاوو او لا زیات پرمختګ هیله‌مند شول.
ګډونوالو د اتاق اړوند بېلابېلو موضوعاتو، ستونزو، طرحو او وړاندیزونو په اړه خبرې وکړې او څرګنده یې کړه چې د ښاغلي هاشمي له ټاکل کېدو سره به د خصوصي سکتور او ملي اقتصاد د ودې په موخه اغېزمن ګامونه پورته شي.
ښاغلي هاشمي د ولایتونو د اتاقونو رئیسانو او نورو تجارانو او پانګه‌والو تود هرکلی وکړ او زیاته یې کړه: اتاق د ټول هېواد د تجارانو، پانګه‌والو او ولس ګډه شتمني ده.
هڅه کوم چې د اتاق د مشرتابه له نورو غړو سره د یو واحد ټیم په توګه د خصوصي سکتور نظریات واورم او د هغوی په چوپړ کې و اوسم.
 
 
 
 
پنجشنبه، د زمري ٩مه،1404
 
 

د "سمون" ممیزو پروسس فابریکه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ښاغلي ملا عبدالغني برادر، د ریاست‌الوزراو اقتصادي مرستیال، ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د لومړي مرستیال، ښاغلي مولوي صدراعظم، د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت مرستیال، محترم مولوي امین الله عبید، د کابل والي، ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د اتاق د مشرتابه پلاوي د دارالانشاء رئیس، ښاغلي خان جان الکوزي، د افغان ــ پاک ګډ اتاق رئیس او د اتاق د مشرتابه غړی، ښاغلي احمدشاه حکيمي، د کابل اتاق لومړی مرستیال، محترم میرزمان پوپل، د عامل پلاوي سرپرست؛ محترم عبدالقاسم امرخیل، د وچو مېوو د اتحادیې رئیس، نجابت حیدري، د مېوه‌ پلورونکو د اتحادیې رئیس، عبدالجبار صافي، د صنایعو د ټولنې رئیس، مسیح ویک ویدا، د فابریکې شریک، ولسوالان، سوداګر، صنعتکاران او پانګه‌وال شامل وو، پرانستل شوه او فعالیت یې پیل کړ.
 
ښاغلي ملا عبدالغني برادر د دې فابریکې پرانیسته د هېواد د اقتصادي ودې او ثبات په لور یو مهم ګام وباله او ویې ویل: افغانستان یو کرنیز هېواد دی او زراعت د تجارت مهمه برخه ده.
د هېواد تازه او وچې مېوې په سیمه کې د لوړ کیفیت لرونکي دي او د صادراتو مهمه برخه جوړوي. نوموړي وویل چې صنعت د اقتصاد د پراختیا بنسټیز عنصر دی او دا فابریکه به د کرنیزو محصولاتو ارزښت لوړ کړي او سلګونو کسانو ته به د مستقیمو او غیر مستقیمو دندو زمینه برابره کړي.
ښاغلي محمد یونس مهمند، کوهدامن یې د هېواد د مېوو کندو وباله، په ځانګړې توګه د انګورو په تولید کې. ویې ویل چې افغانستان شاوخوا یو میلیون ټنه انګور تولیدوي چې نږدې ۲۰۰ زره ټنه یې ممیز کېږي او شاوخوا ۶۰ زره ټنه یې بهر ته صادریږي. نوموړي یادونه وکړه چې تېر کال افغانستان ونه توانېده ممیز اروپا ته صادر کړي، ځکه د روغتیايي تصدیق او معیارونو نشتوالی و، خو د ریاست‌الوزراو د اقتصادي مرستیالۍ او د بهرنیو چارو وزارت په هڅو، د اتاق مشرتابه د اروپا د سوداګرۍ له اتحادیې سره د معافیت پر سر تفاهم ته ورسېد.
دا معافیت به د صادراتي اموالو لپاره وي، که افغانستان وتوانېږي د اروپا معیارونه پوره کړي.
ښاغلي مهمند وویل چې د "سمون" ممیزو فابریکه شاوخوا ۳۰۰۰ باغدارانو ته په پروان او کندهار کې د کار زمینه برابره کړې. هغه ټینګار وکړ چې د هېواد سرتاسري امنیت، د کوکنارو له منځه وړل، او له ادارو د فساد ورکیدل سبب شوي چې پانګه‌وال د تولیدي سکتورونو په پانګونه کې لیوالتیا پیدا کړي.
نوموړي د افغانستان د تجارتي اړیکو د ښه‌والي یادونه وکړه او له پانګه‌والو وغوښتل چې په پروان ولایت کې د باغدارۍ، سړوخونو او صنعتي پروژو په برخه کې له فرصتونو ګټه واخلي. هغه د استالف ولسوالۍ د کلالي صنعت یوه مهمه اقتصادي برخه وبلله او له کرنې وزارت یې وغوښتل چې د نړیوالو تمویل کوونکو په جذب او د وړو پورونو په توزیع، د دې صنعت د بیا ودې لپاره اقدام وکړي.
ښاغلي مهمند همداراز د هوایي دهلیز له لارې د صادراتو د پراخوالي په برخه کې د اتاق، د صنعت او تجارت وزارت، او د هوايي شرکتونو ګډو هڅو ته اشاره وکړه او د نورو اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.
محترم مولوي صدراعظم د زراعت د ارزښت او رول په اړه خبرې وکړې او وویل چې سږ کال د زراعت او باغدارۍ حاصل زیات شوی، په ځانګړې توګه د زعفرانو. نوموړي له بزګرانو او باغدارانو د دوامداره ملاتړ ډاډ ورکړ.
محترم مولوي امین الله عبید د کابل ولایت د ولسوالیو د پراختیا او د خلکو د اشتغال پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې ژر به پانګه‌والو او صنعتکارانو ته ځمکه ورکړل شي.
ښاغلي مسیح ویک ویدا د "سمون" فابریکې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې دا فابریکه په ۱۲۸ جریبه ځمکه کې د ۸ میلیونه ډالرو په پانګونه جوړه شوې، چې هر کال شاوخوا ۱۰ زره ټنه ممیز پروسس کوي او ۱۴۵ کسان پکې په کار بوخت دي.
 
 
 
 
 
چهارشنبه، د زمري ۸مه، ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، ښاغلي سید کریم هاشمي، د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د بزکشۍ فدراسیون له یو شمېر رئیسانو سره د اتاق د مشرتابه په مرکزي دفتر کې چې په شهرنو کابل کې موقعیت لري، لیدنه وکړه.
 
د بزکشۍ فدراسیون رئیسانو، ښاغلي سید کریم هاشمي ته د اتاق د عمومي رئیس په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه او هیله‌مندي یې وښوده چې د ښاغلي هاشمي په مشرتوب به د خصوصي سکتور اقتصادي وده په بېلابېلو برخو کې لا زیاته شي.
ښاغلي هاشمي، د ولایتونو د بزکشۍ فدراسیون رئیسانو ته ښه راغلاست ووایه، د هېواد د ټولو ورزشکارانو ترمنځ د یووالي او همغږۍ پر اهمیت یې ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د بزکشۍ فدراسیون سره به د اتاق همکاري هر اړخیزه وي.
 
 
 
 
 
 
چهارشنبه، د زمري ۸مه، ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي د پاليسۍ او تخنيکي مرستيال، ښاغلي محمد انور عارفي، د آغا خان بنسټ له اجرايوي رئيس ښاغلي نجم الدين نجم سره وکتل او د دواړو ادارو ترمنځ د ګډو همکاریو په اړه بحث او نظریات تبادله کړل.
 
ښاغلي عارفي، ښاغلي نجم ته د اتاق د فعالیتونو، لاسته راوړنو او په ولایتونو کې د نمایندګیو په اړه معلومات ورکړل، او د آغا خان دفتر یې د کوچنيو او منځنیو متشبثینو، په ځانګړې توګه ښځو، د ظرفیت لوړونې او پراختیا په برخه کې مهم وباله. هغه د آغا خان بنسټ له اوږدمهالو خدمتونو څخه، چې په بیلابیلو اقتصادي برخو کې، په ځانګړي ډول لیرو پرتو ولایتونو کې ترسره شوي، مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې ښځو ته دې د اسلامي احکامو له مخې د کور دننه د حرفوي کارونو د رامنځته کولو زمینه نوره هم برابره شي.
نوموړي همداراز ډاډ ورکړ چې د بنسټ د پروژو تطبیق لپاره به اتاق هر اړخیزه همکاري کوي.
ښاغلي عارفي، ښاغلی نجم وهڅاوه چې د هغو پروژو په تطبیق کې، چې د هیواد د بیا رغونې او د خلکو لپاره د کار زمینې برابرولو په هدف د اتاق له خوا معرفي کیږي، لا زیاتې هڅې وکړي.
ښاغلي نجم د اتاق د پاليسۍ او تخنيکي مرستيال ته ښه راغلاست ووایه او څرګنده یې کړه چې د آغا خان دفتر د خصوصي سکتور، په ځانګړې توګه د کوچنيو متشبثینو د ودې او د بشري منابعو د ظرفیت لوړولو لپاره، د اتاق سره په همغږۍ کې د منځنۍ کچې پروژو په تطبیق کې لیوالتیا لري، او ټینګار یې وکړ چې د عملي کارونو لپاره دې د بنسټ او اتاق ترمنځ دوامدارې غونډې ترسره شي.
 
 
 
 
 
چهارشنبه، د زمري ۸مه، ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، ښاغلي سید کریم هاشمي، د اتاق د مشرتابه د غړي محترم احمد فواد دوست، او د هېواد د وتلي سوداګر، ښاغلي مایل خیرخواه، په حضور کې، د میدان وردګو د سوداګرۍ اتاق له رئیس او مشرتابه پلاوي، د هېواد له نامتو سوداګرو ښاغلي رفیع عظیمي، زلگی عظیمي، او د هغوی له ملګرو سره، د اتاق د مشرتابه په مرکزي دفتر کې چې په شهرنو کابل کې موقعیت لري، لیدنه وکړه.
 
ښاغلي هاشمي، د میدان وردګو د اتاق د مشرتابه پلاوي او د نوموتو سوداګرو د راتګ هرکلی وکړ، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق یې د هېواد د ټولو سوداګرو ګډ کور وباله، او یادونه یې وکړه چې د اتاق اساسي هدف د خصوصي سکتور غړو ته غوره خدمات وړاندې کول دي.
د میدان وردګو د اتاق مشرتابه پلاوي او سوداګرو، محترم سید کریم هاشمي ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عمومي رئیس په توګه د ټاکل کېدو مبارکي وویله، او نوموړي ته یې ډاډ ورکړ چې په ټولو کاري چارو کې به ورسره هر اړخیزه همکاري کوي.
 
 
 
 
 
چهارشنبه، د زمري ۸مه، ۱۴۰۴
 
 

مقالات دیگر...