د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د صنعتي پارکونو تر څیرمه د کابل ښار د سړو خونو څخه لیدنه وکړه څو د هېواد د میوو خوندیتوب څرنګوالی کنترول او ارزوي.

ښاغلي مهمند د دغو سړو خونو له جوړونکو څخه د مننې ترڅنګ د مېوو او سبزیجاتو په ښه زېرمه کولو کې د دوی ونډه مهمه وبلله او په نورو ولایتونو کې یې د ورته سړو خونو پر جوړولو ټینګار وکړ.
نوموړي د هېواد تازه مېوې د غوره کيفيت لرونکې وبللې او له خلکو يې وغوښتل، چې د کرنې پراختیا او بزګرانو ملاتړ په موخه د کورنیو میوو څخه ګټه پورته کړي.  

ښاغلي مهمند د مالیې وزارت له مشرتابه څخه وغوښتل چې د هېواد د کرنیزو محصولاتو د ملاتړ په موخه له نورو هېوادونو څخه د مېوو په ځانګړي ډول د مڼو پر وارداتو موسمي تعرفې وضع کړي، څو د ورته مېوو د واردولو مخه ونیول شي.

د اتاق لومړي مرستیال د تازه مېوې له ټولو سوداګرو وغوښتل چې د هېواد په څلورو لویو زونونو کې د هر ډول مېوو او سبزیجاتو لپاره د معیاري سړو خونو د جوړولو لپاره چې برېښنايې لګښت يې له ډبرو سکرو څخه تامین شي، د جوړولو لپاره خپلې مټې راونغاړي.

شنبه، مرغومي ۳۰مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک او د عامل پلاوي نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ مسؤل ښاغلي امید غفورزي د UNDP له مسؤلینو سره د آنلاین ناستې په ترڅ کې، د سوداګریز پیوستون کنفرانس په اړه چې په نږدی راتلونکی کې په استانبول ښار کې جوړیږي، خبرې اترې وکړې.

د UNDP مسؤلینو وویل چې یاد نندارتون او د سوداګریز پیوستون ناسته د دوی په همکارۍ جوړیږي او په یاد نندارتون او سوداګریز پیوستون ناسته کې يې د افغان سوداګرو او پانګوالو ګډون برخه کې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي هوتک افغان خصوصي سکتور سره د UNDP همکارۍ وستایلې او د ورته نندارتونونو او سوداګریز پیوستون ناستې جوړول يې د سیمې هېوادونو سره د افغان سوداګرو سوداګریزو اړیکو پراختیا، ګډو پانګونو، کورنیو تولیداتو پیژندګلوۍ او د افغانستان د صادراتو او واراتو لوړوالي لپاره اړین وبلل او په یاد نندارتون او کنفرانس کې يې د افغان سوداګرو د ګډون برخه کې د اتاق د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ.

پنجشنبه، مرغومي ۲۸مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک د بیات پاور شرکت له تخنیکي رئیس ښاغلي محمد شعیب صاحبزاده او د یاد شرکت سوداګریزې پراختیا رئیس ښاغلي لطف الله ستانکزي سره په مرکزي دفتر کې لیدنه ترسره او د برښنا تولید په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي صاحبزاده د یاد شرکت په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او په هیواد کې د انرژۍ په تولید کې د ځان بسیا کیدو په موخه یې له اړوندو دولتي ادارو څخه د انرژۍ سکتور پانګوالو ته د تشویقي کڅوړو غوښتنه وکړه او د بیات پاور شرکت لخوا د انرژی په برخه کې اړوندو ادارو ته معلوماتي پریزنټیشن وړاندې کول اړین وباله. کړ.

ښاغلي صاحبزاده د اړوندو ادارو له خوا د یاد شرکت د نیمه بشپړو شویو زیربنایي پروژو د غیر عادلانه څارنې په برخه کې د دوی عمده ستونزې یادې کړې او په دې برخه کې یې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي مهمند ښاغلي صاحبزاده او ملګري ټیم ته يې د ښه راغلاست ویلو وروسته، د انرژۍ سکتور د اقتصاد په وده او پراختیا او د کورنیو او بهرنیو پانګونو په جلبولو کې مهم وباله او د بیات انرژي ګروپ شرکت له مسؤلینو یې وغوښتل چې خپلې ستونزې په لیکلي بڼه اتاق ته وسپاري څو اتاق یې د اړوندو حکومتي ادارو سره په همغږۍ د حل مناسبې لارې چارې ورته ولټوي.

چهارشنبه، مرغومي ۲۷مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک د وچې او تازه میوې صادرونکو سره په مرکزي دفتر کې د لیدنې په ترڅ کې، د بار وړونکو موټرونو د کرایې لوړوالي په اړه خبرې اترې وکړې.

صادرونکو د ټرانسپورټ وزارت له خوا له یوې اونۍ راهیسې د بار وړونکو موټرونو د کرایو لوړوالی د هېواد د صادراتو او وارداتو په بهیر کې لوی زیان وباله او د ایراني مڼو په ګمرکي تعرفې د لوړوالي او خپلو ستونزو حل غوښتنه يې وکړه.  

ښاغلي مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د خصوصي سکتور ګډ کور او د هېواد د سوداګرو او پانګوالو لپاره یو ملي بنسټ وباله او د بار وړونکو موټرونو د کرایې لوړوالی یې د اندېښنې وړ وباله. نوموړي د تازه او وچې مېوې له صادرونکو وغوښتل، چې د دوی ستونزې، زیانونه او د خپل استازي معرفي دی په لیکلي بڼه اتاق ته وسپاري څو اتاق د دوی د ستونزو حل برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړی شي.

پنجشنبه، مرغومي ۲۸مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې د مدیره پلاوي سلاکار ښاغلي عبدالرحمن زیرک يې ملتیا کوله، د افغانستان لپاره د ترکيې له سفیر ښاغلي سینک اونال سره لیدنه ترسره او د ټرانزیټ، ټرانسپورټ، سوداګریزو او اقتصادي مسایلو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې اتاق او په ټوله کې افغان خصوصي سکتور سره د ترکيې سفارت دوامداره او بی سارې همکارۍ وستایلې او  د افغان – ترکيې ګډ اتاق رامنځته کیدل يې د سوداګریزو اړیکو او همکاریو غښتلتیا برخه کې اړین بللو ترڅنګ، په دی برخه کې يې د ترکيې سفارت د همکاریو غوښتنه وکړه.

دغه راز په دې کتنه کې دواړو لورو د ايران- افغانستان د اورګاډي د لارې د ترانزيتي او ترانسپورتي مسئلو په باب خبرې وکړې او ټينګار يې وکړ چې دغه لاره ډيره مهمه ده او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو اړيکو په پراختيا کې مهم رول لوبولى شي.

د دې ناستې په پای کې ښاغلي سینک اونال په یادو برخو کې د ترکیې سفارت د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او د سوداګریزو همکاریو د لا پیاوړې کولو لپاره به خپلې ټولې هڅې وکړي.

دغه غونډه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو د پياوړتيا لپاره يو مثبت ګام بلل شوى دى.

سه شنبه، مرغومي ۲۵مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي غړي او د نفتو کمېټې رئیس ښاغلي جان آقا صادقي، د هرات او لوګر ولایتي اتاقونو مدیره پلاوي غړو، د هېواد سوداګرو، پانګوالو او صنعت کارانو د ایران صادراتو نړیوال نندارتون پرانست غونډه کې چې د چابهار نړیوال دایمي نندارتون مرکز کې جوړ شوی و، ګډون وکړ.

په دې نندارتون کې د افغانستان په ګډون د بېلابېلو هېوادونو سوداګرو د تېلو او ګازو، کرنيزو او خوراکي توکو، صنعتي توليداتو او وسايلو، غالۍ، د کورنيو وسايلو، ټوکر، کانونو، فلزاتو او قيمتي ډبرو او ساختماني توکو او طبي وسایلو په برخو کې خپل توليدات او محصولات د دریو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې کړل.

د دغه سفر په څنډه کې ښاغلي صادقي او ټیم یې د چابهار بندر له تاسیساتو څخه هم لیدنه وکړه او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره یې د صادراتو او وارداتو د بهیر د چټکتیا په موخه د افغان سوداګرو لپاره د بندري خدمتونو د لا زیاتو اسانتیاوو غوښتنه وکړه.

پنجشنبه، مرغومي ۲۸مه، ۱۴۰۲

مقالات دیگر...