د هرات ولایت په ګمرک کې د اورلګېدنې د پېښې د څرنګوالي د ارزونې په موخه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه، د هرات اتاق مشرتابه، د هرات ولایت محلي چارواکو او د دې پېښې زیانمن شویو کسانو ترمنځ ګډه ناسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او ښاغلیو: پیښو ته د رسیدنې په چارو کې د دولت وزارت مقام، د هرات ولایت مقام، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي غړی جان آقا صادقي، د څارنې پلاوي منشي او د غزني اتاق رئیس عبدالمتین قلندري، د هرات اتاق لومړی مرستیال عبداللطیف قناوزیان، د هرات اتاق سوداګریز مرستیال سعید صدیقي، د هرات ګمرک رئیس، د نیمروز اتاق رئیس حاجي عبیدالله نورزی، د دې اورلګېدنې زیانمن شوي کسان او د افغانستان یو شمېر نامتو سوداګرو په ګډون د هرات اتاق په مرکزي دفتر کې جوړه شوه.
د زیانمن شویو سکټورونو استازو په وار سره، د پېښې د بهیر او د اورلګېدنې د خپرېدو څرنګوالي په اړه معلومات وړاندې کړل او د حکومت او د هېواد د خصوصي سکټور له مشرتابه څخه یې وغوښتل چې د اورلګېدنې د علت پېژندنې، د زیانونو روښانه ارزونې، په راتلونکي کې د ګمرکي اسنادو د پروسې د ګړندیتوب، او د زیانونو د جبران په برخه کې یو باصلاحیته هیئت وټاکي.
ښاغلي محمد یونس مهمند، د اور مهارولو او د لا زیاتو زیانونو د مخنیوي په برخه کې د هرات د محلي چارواکو په ځانګړې توګه د هرات د ولایت مقام د هڅو مننه وکړه او له ټولو زیانمن شویو سوداګرو یې وغوښتل چې همت له لاسه ور نه کړي، صبر او حوصله ولري، او لکه پخوا خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
ښاغلي مهمند، د دې اورلګېدنې د علتونو د پېژندنې او د راتلونکي لپاره د ورته پېښو د مخنیوي د بنسټیزو لارو چارو په پلي کولو ټینګار وکړ او د هرات ولایت له حکومتي مقاماتو یې وغوښتل چې په مالیه او ګمرکي محصول کې زیانمن شویو کسانو سره معافیت او مرسته وکړي. هغه له زیانمن شویو کسانو وغوښتل چې د پېښې د ارزونې لپاره خپل استازي معرفي کي.
د هرات ولایت مقام، د سوداګریزو مالونو سوځېدل یې د هېواد سوداګرو ته لوی زیان وباله او د لا زیاتې اورلګېدنې د مخنیوي په برخه کې د هرات ولایت د مشرتابه د هڅو په اړه یې مفصل معلومات وړاندې کړل.
پیښو ته د رسیدنې په چارو کې د دولت وزارت مقام، د اتاق مشرتابه او زیانمن شویو سوداګرو خبرې واورېدې او ژمنه یې وکړه چې ترلاسه شوي معلومات به د راتلونکې لپاره د ورته پېښو د مخنیوي په موخه، مالیاتي معافیتونو او د ممکنه تاسیساتو جوړولو په برخه کې له حکومت سره شریک کړي.
د اتاق لومړي مرستیال، د ماليې او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو له وزیرانو سره د ټیلیفوني اړیکو په ترڅ کې، د زیانمن شویو سوداګرو غوښتنې مطرح کړې او د هغوی د پاملرنې غوښتنه یې وکړه.