د افغانستان- ازبیکستان سوداګریز کنفرانس کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي ګډون وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي، ښاغلیو: محمد یونس مهمند د اتاق لومړي مرستیال، خیرالدین مایل احمدي د اتاق سوداګریز مرستیال، نصیر احمد عرب د اتاق خدماتي مرستیال، خان محمد سرفراز باز د مدیره پلاوي دارالانشاء رئیس، شیرین آغا سخي د مدیره پلاوي مالي رئیس، خان جان الکوزي، ضیاوالدین اچکزي، او سید پرویز سادات هوفیانی د مدیره پلاوي غړي په داسې حال کې چې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر، د ازبیکستان د پرمختګ او سوداګرۍ وزیر ښاغلی لذیزقدرت اوف ، محمد انور عارفي د عامل پلاوي پالیسي مرستیال، میرزمان پوپل د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال سرپرست، د ازبیکستان د زراعت، کانونو، انرژۍ او اوبو وزيران او د دواړو هېوادونو یو شمېر سوداګر او پانګوال هم شتون درلود، په کابل کې د افغانستان- ازبیکستان سوداګریز کنفرانس او د ازبیکستان تولیدي نندارتون کې ګډون وکړ.
 
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر د ازبیکستان سوداګریز پلاوي ته هرکلی ووایه او داسې ناستې یې د اقتصادي، سوداګریزو، ترانزیتي او سیاسي اړیکو د پراختیا او د افغان- ازبیک تولیدي محصولاتو د معرفي لپاره ښه فرصت وباله. هغه له ازبیکستان سره د افغانستان د حکومت لاسته راوړنې په تېرو درېیو کلونو کې تشریح کړې او زیاته یې کړه: د حکومت مشرتابه د خپلو شپو او ورځو هڅو له لارې وتوانېد چې د صادراتو د زیاتولو، په بندرونو کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو او افغان سوداګرو ته د ویزې د ورکړې په برخه کې د همکارۍ هوکړه لیک له ازبیکستان سره لاسلیک کړي.
ښاغلي محمد یونس مهمند، د دواړو هېوادونو حکومتونو له مشرتابه څخه په بیلابیلو سوداګریزو برخو کې سوداګرو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو له امله مننه وکړه او داسې ناستې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د قوي سوداګریزو- اقتصادي اړیکو نښه وبلله. هغه په بېلابېلو سکتورونو، په ځانګړي توګه د بانکدارۍ سکتور کې د افغان- ازبیک سوداګرو د پانګونې په پلي کولو باندې ټینګار وکړ.
د اتاق لومړي مرستیال، په ټول هېواد کې د امنیت تینګښت، د کوکنارو د کښت منع او د اداري فساد له منځه وړل د حکومت لویې لاسته راوړنې وبللې او دغه لاسته راوړنې یې په تېرو درېیو کلونو کې د خصوصي سکتور په وده کې مهمې وګڼلې.
ښاغلي مهمند وویل، د ازبیکستان هېواد صادرات چې له افغانستان څخه د ترانزیت له لارې ګاونډیو هېوادونو ته ليږدول کیږي له یو میلیون امریکايي ډالرو څخه زیات دي، او د افغانستان د حکومت پالیسي یې اقتصاد محوره او له ګاونډیو هېوادونو سره په ښه اقتصادي اړیکو لرلو ولاړه وبلله. هغه ډاډ ورکړ چې اتاق به په بشپړه توګه د حکومت د مشرتابه د وروستي فرمان ملاتړ وکړي او سوداګر به په بېلابېلو سکتورونو کې پانګونې ته وهڅوي.
ښاغلي لذیز قدرت اوف، د دې سوداګریزې ناستې د تدویر په برخه کې د افغانستان له حکومت او د سوداګرۍ او پانګونې له اتاق څخه مننه وکړه او د افغان سوداګرو لپاره یې په بېلابېلو برخو کې د اسانتیاوو، په ځانګړې توګه د ویزې ورکړې، د ګمرکي اسنادو د پروسې چټکتیا، او د افغانستان د صادراتي مالونو د ۸ توکو لپاره د ترجیحي تعرفو د رامنځته کولو خبر ورکړ.
دغه سوداګریز کنفرانس او نندارتون، د نظریاتو تبادلې، د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا، او د سوداګریزو خنډونو پېژندلو او د هغوی د له منځه وړلو لپاره بې ساری فرصت دی چې د دواړو هېوادونو په اقتصادي وده او پرمختګ کې مرسته کوي.
 
 
 
شنبه، زمری ۲۷مه، ۱۴۰۳