د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، د سوپر کولا ګروپ شرکتونو او د زربافت غالۍ جوړونې شرکت له تاسیساتو څخه لیدنه وکړه

ښاغلي محمد یونس مهمند د افغانستان د سوداګرۍ اتاق لومړي مرستیال د سوپر کولا شرکت له تاسیساتو او د هرات زربافت فرش تولیدی شرکت څخه لیدنه وکړه او له ښاغلي عبدالطیف قناویزیان د سوپر کولا رئیس او ښاغلي جانان نورزي د زربافت هرات تولیدی شرکت رئیس سره يې د یاد شرکتونو د فعالیتونو، تولیدي ظرفیت او د تولیداتو په ډولونو خبرې وکړې.
 
ښاغلي مهمند، د ښاغلي قناوزیان او د زربافت غالۍ جوړونې شرکت مسوول ته د دوی د لوړو پانګونو په خاطر، چې په هېواد کې یې کړې ده، هرکلی ووایه او د داسې لویو شرکتونو رول یې د کارموندنې، ودې، پرمختګ، او د هېواد په خودکفایۍ کې خورا مهم وباله.
د اتاق لومړي مرستیال، له ټولو هغو افغانانو څخه، چې په بهر کې پانګونه کړې، غوښتنه وکړه چې د اوسني فرصتونو په نظر کې نیولو سره، د سوپر کولا او زربافت غالۍ شرکتونو په څیر، په خپل هېواد کې پانګونه وکړي او د هېواد په وده او رفاه کې خپل رول ولوبوي. هغه د افغانستان له خلکو څخه وغوښتل چې د داخلي تولیداتو ملاتړ وکړي. د یادو شرکتونو مسؤلینو خپلې موجوده ستونزې د اتاق له لومړي مرستیال سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه. ښاغلي مهمند ژمنه وکړه چې د دوی ستونزې به د سکتوري ادارو له مشرتابه سره شریکوي
 
 
شنبه، زمری ٢٧مه ١٤٠٣