د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د اتاق مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مد یره پلاوي غړو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او جان آقا صادقي، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک، د عامل پلاوي پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي او د کابل سوداګرۍ اتاق سوداګریزو چارو  مرستیال ښاغلي همایون خواجه زاده د ترانسپورټ اتحاديې له مسؤلینو سره لیدنه ترسره او د دوی شته ستونزې يې واوریدې.

د ټرانسپورټ اتحادیې مسؤلین له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره د معیاري میکانیزم نشتوالی، د مالیې وزارت له لوري د ۱۳۹۵-۱۳۹۹ مالياتو بیا څېړنه، په خصوصي بانکونو په ځانګړې توګه میوند بانک کې د سوداګرو د پیسو کنګل کېدل او د کراچۍ بندر کې له ۵۰۰ څخه د ډیرو کانتینرونو متوقف کیدل له خپلو عمده ستونزو څخه وبلل او د یادو ستونزو په حل کې يې د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي مهمند د ټرانسپورټ اتحادیې د مسؤلینو د ستونزو او ننګونو له اورېدو وروسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هېواد د ټولو سوداګرو او پانګوالو ګډ کور وباله او د ټرانسپورټ اتحادیې له مسؤلینو یې وغوښتل چې خپلې ستونزې په لیکلې بڼه اتاق وسپاري څو اتاق يې د حل برخه کې لازم ګامونه پورته کړي.  

ښاغلي مهمند د تېرو کلونو د مالیاتي اسنادو د بیا څېړلو او په یوه بڼه د مالیاتو د راټولولو په برخه کې د ستونزو د حل په موخه د اتاق د مشرتابه له هڅو خبر ورکړ او زیاته یې کړه "د پورته ستونزو حل په موخه د مشرتابه مقام دفتر لخوا د سکتوري وزارتونو ګډه کمېټه رامنځته کړې شوې ده څو یادو ستونزو ته د پای ټکی کیږدي."
نوموړي ژمنه وکړه چې، د لوړ تناژ ټرانسپورټي وسایطو مهالویش او  لارې تنظیمولو موضوع به د ټرانسپورټ او هوايي چلند او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د ریاست الوزراء اقتصادي کمیسیون سره شریکه کړي.

یکشنبه، لیندۍ ۲۶مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق مالي چارو رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، سید پرویز سادات هوفیاني، جان آقا صادقي او احمد شکیب احمدیار او د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک د پاکستان سفارت قونسل او اقتصادي مسؤل ښاغلي شوکت علي خان او د یاد سفارت سوداګریزو چاروال ښاغلي زید علي کوثر  سره لیدنه ترسره او د سوداګریزو اړیکو پراختیا، د ټرانزیټ او سوداګرۍ برخه کې شته ستونزو حل په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند د پاکستان سفارت مسؤلینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو د ټرانزیټي ستونزو د حل په موخه پاکستان ته د خپل وروستي سفر په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او د اقتصادي او ټرانزیټي اړیکو پر ښه والي یې ټینګار وکړ.

ښاغلي مهمند د کراچۍ په بندر کې د ۴۰۰ کانټینرونو توقف او د پاکستان لخوا پر یو شمېر وارداتي توکو د ګمرکي محصول زیاتوالی د افغان سوداګرو لویې ستونزې وبللې او د پاکستان سفارت له مسؤلینو یې وغوښتل چې د ترجیحي سند لاسلیکولو له لارې د دواړو خواوو ترمنځ د ټرانزیټ برخه کې لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي.

خان جان الکوزي د تخنیکي ستونزو حل او د دواړو هېوادونو په بندرونو کې د کمېټو جوړول ارزښتناک وبلل او په دې برخه کې یې د پاکستان سفارت له مسؤلینو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

د پاکستان سفارت مسؤلینو د اتاق د مشرتابه د خبرو د اورېدو وروسته، افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکړې، د پاکستان په بندرونو کې د لازمو اسانتیاوو  رامنځته کولو او د شته سوداګریزو خنډونو په لرې کولو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

یکشنبه، لیندۍ ۲۶مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار او د اتاق دارالإنشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز په داسی حال کې چې، د هېواد یو شمیر سوداګرو يې ملتیا کوله، د قطر سوداګرۍ اتاق له رئیس ښاغلي شیخ خلیفه بن جاسم آل تاني سره لیدنه ترسره او د سوداګرۍ پراختیا او دواړو اتاقونو همکارۍ په اړه يې خبرې وکړې.

ښاغلي احمدیار په افغانستان کې د سولې او ثبات په تامین او افغانانو سره د بشري او اقتصادي مرستو ستایلو ترڅنګ، زیاته کړه چې، د امنیت او سولې په رامنځته کېدو سره په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.

ښاغلي احمدیار په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د اتاق د فعالیتونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او د قطر اتاق رئیس ته یې بلنه ورکړه چې افغانستان ته سفر وکړي او قطري پانګوال پانګونې ته وهڅوي.

ښاغلي بن جاسم آل تاني د ښاغلي احمد یار له بلنې مننه وکړه او افغانستان ته یې د سفر بلنه ومنله او زیاته یې کړه چې په روان کال کې به د سوداګرۍ او پانګونې د شته فرصتونو د ارزونې په موخه یو سوداګریز پلاوی افغانستان ته واستوي.
نوموړي له هېواد سره د قطر د اقتصادي او بشري مرستو پر دوام د ټینګار ترڅنګ، په افغانستان کې د قطر د پانګونې په برخه کې د خپلو هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ.

شنبه، لیندۍ ۲۵مه، ۱۴۰۲

د اسلامي همکاریو سازمان OIC عالي شورا ۳۹مه ناسته د عالي شورا عمومي رئیس ښاغلي عبدالله صلاح په مشرۍ او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار، دارالإنشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز او د ۵۷ اسلامي هېوادونو اتاقونو رئیسانو په ګډون ترسره شوه.

په یاده ناسته کې د اسلامي مارکیټ رامنځته کولو، د اسلامي هېوادونو ترمنځ  ګډو پانګونو ته د زمینې برابرولو، د اسلامي هېوادونو سوداګرۍ او پانګونې پراختیا، سوداګرو ته د ویزو آسانتیاوو رامنځته کولو، د فلسطین زیانمن او کړیدلي ولس ته خیریه صندوق جوړولو، د سوداګرۍ او صنعت اتاق نوم په سوداګرۍ او پراختیا بدلولو او ټولټاکنو ترسره کولو په اړه خبرې اترې وکړې.

یکشنبه، لیندۍ ۲۶مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار او د اتاق د دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز په داسی حال کې چې، د هېواد یو شمیر سوداګرو يې ملتیا کوله د قطر سوداګرۍ اتاق لخوا دوی ته او د نورو اسلامي هېوادونو اتاقونو رئیسانو ته په جوړه کړې شوې ملمستیا کې ګډون وکړ.

ددی ملمستیا او ناستې په ترڅ کې، د اسلامي هېوادونو اتاقونو ترمنځ د همکارۍ او په نږدې راتلونکي کې د کنفرانس جوړیدو په اړه خبرې اترې وکړې.

شنبه، لیندۍ ۲۵مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار او د اتاق د دارالإنشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز د اتاق عامل پلاوي نړیوالو اړیکو ډيپارټمنټ مسؤل ښاغلي امید غفورزي په ملتیا د قطر لپاره د افغانستان له سفیر ښاغلي محمد نعیم وردګ سره لیدنه ترسره او په هېواد کې يې د شته پانګه ایزو فرصتونو په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي احمدیار په هېواد کې اوسنی وضعیت او د پانګه ایزو چارو لپاره د لازمو آسانتیاوو شتون د پانګونې لپاره ښه فرصتونه وبلل او له ښاغلي وردګ يې وغوښتل چې، قطري سوداګر او پانګوال په افغانستان کې پانګونې او ګډو نندارتونونو جوړولو ته وهڅوي.

ښاغلي خان محمد سرفراز باز د هېواد په مالیاتي سیستم کې د لازمو آسانتیاوو په رامنځته کولو او د ګران هېواد افغانستان نارینه او ښځینه قشرونو ته د تعلیم او تحصیل زمینې پر برابرولو ټینګار وکړ او په دی برخه کې يې د افغان حکومت اړوندو ادارو د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.  

ښاغلي وردګ د اتاق مشرتابه پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د ګډو نندارتونونو جوړولو او په افغانستان کې د پانګونې په موخه، د قطري سوداګرو او پانګوالو هڅونې برخه کې د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ.

یکشنبه، لیندۍ ۲۶مه، ۱۴۰۲

مقالات دیگر...