د اتاق مدیره پلاوي ۲۷مې غونډې پریکړو او د امام ابو حنیفه (رح) د درېیم ملي او نړیوال نندارتون د جوړولو په اړه غونډه ترسره شوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د کاري چارو د ښه والي او سوداګرو او پانګوالو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه، د مدیره پلاوي د ۲۷مې غونډې د پریکړو د تعقیب او د امام ابو حنیفه (رح) د درېیم ملي او نړیوال نندارتون د ښه ترسره کولو په اړه د ښاغلي میرزمان پوپل د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال سرپرست، مالي مفتش او د اتاق د بېلابېلو دیپارتمنتونو مسؤلینو په ګډون د راپور ورکولو غونډه جوړه کړه.
 
په دې غونډه کې، د اتاق بېلابېلو دیپارتمنټونو مسؤلینو د خپلو اړوندو برخو کاري راپورونه چې په تېرو څو ورځو کې ترسره شوي او همدارنګه د راتلونکو دوو اونیو لپاره کاري پلانونه یې غونډې ته وړاندې کړل او د اتاق مدیره پلاوي د پریکړو او لارښوونو سره سم د سپارل شویو چارو د پرمخ وړلو ډاډ یې ورکړ.
ښاغلي پوپل، د خصوصي سکتور غړو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو او د امام ابو حنیفه (رح) درېیم ملي او نړیوال نندارتون د ښه ترسره کولو په اړه د اتاق د دیپارتمنتونو دندو او مسؤلیتونو په اړه خبرې وکړې او خصوصي سکتور ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو، د یاد نندارتون بهرنیو ملاتړ کوونکو هڅولو، د مدیره پلاوي د ۲۷مې غونډې پریکړو پلي کولو او له دولتي ادارو سره د ښو کاري اړیکو د لرلو په برخو کې اړینې لارښوونې وړاندې کړې.
د امام ابو حنیفه (رح) درېیم ملي او نړیوال نندارتون چې ټاکل شوې ده د روان کال د تلې له ۱۵مې څخه تر ۲۱مې نېټې پورې په کابل کې د ملي او نړیوال نندارتون په مرکز کې جوړ شي، پکې بیلابیل تولیدي، سوداګریز، خدماتي، کرنیز، صنعتي، کانونو، ماشینونو، ترانسپورت، لوژیستیک، ساختماني او نور سکتورونو کولی شي خپل محصولات د اوو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې کړي.
 
 
 
شنبه، وږي ۱۰مه، ۱۴۰۳