د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د افغانستان ملي او نړیوال نندارتون مرکز تر منځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې اتاق، د سیمه‌ ییزو هېوادونو سره د سوداګرۍ د پراختیا، د کورني تولیداتو پېژندنې، د هېواد د صادراتو زیاتوالي، او د سوداګرو او پانګوالو د هڅونې په موخه، د امام ابوحنیفه (رح) د دریم ملي او نړیوال نندارتون د جوړولو لپاره د ملي او نړیوال نندارتون مرکز سره د همکارۍ هوکړه لیک، لاسلیک کړ. دغه هوکړه لیک د ښاغلیو: محمد یونس مهمند، د اتاق لومړي مرستیال، خان محمد سرفراز باز د مدیره پلاوي د دارالانشاء رئیس، سید جاوید برهان د اتاق د نړیوالو اړیکو رئیس، خانجان الکوزي د اتاق مدیره پلاوي غړی، احمد شاه حکیمی د کابل اتاق لومړي مرستیال، میرزمان پوپل د اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال سرپرست، عبدالصابر لطیفي د افغانستان د نړیوال نندارتون مرکز رئیس او د اتاق د ډیپارتمنټونو د مسوولینو په حضور کې لاسلیک شوه.
 
په یاد نندارتون کې بیلابیل تولیدي، سوداګریز، او خدماتي سکتورونه، لکه زراعت، صنعت، غالیو، کانونو، روغتیا، بانکداري، لاسي صنایع، ماشین‌آلات، ترانسپورت، لوژستیک، ساختماني، مخابرات، تعلیم او نور داخلي او بهرني شرکتونه به د اوو ورځو لپاره خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړي.
دغه هوکړه لیک د ښاغلي میرزمان پوپل د اتاق مالي او اداري مرستیال سرپرست، او ښاغلي مولا د ملي او نړیوال نندارتون مرکز مدیر مسوول، لخوا د اتاق د کنفرانسونو په تالار کې لاسلیک شوه.
 
 
 
چهارشنبه، وږي۷مه، ۱۴۰۳