د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک د ښاغلي بهايي جان او ورسره مل پلاوي سره د اتاق په مرکزي دفتر کې لیدنه ترسره او د کانکریټ تولید شرکتونو لپاره د یوې اتحاديې رامنځته کولو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي بهايي د کانکریټ د تولید شرکتونو اتحادیې په رامنځته کولو ټینګار وکړ څو وکولئ شو د سیمې او نړۍ ودانیزو معیارونو سره سم ودانیزې چارې ترسره کړو او د اتاق له مشرتابه څخه يې د یادې اتحاديې په رامنځته کولو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي مهمند ښاغلي بهايي او ورسره ملګري ټیم ته د ښه راغلاست په ترڅ کې، د ودانیو او لویو لارو په جوړولو کې د کانکریټ تولید رول مهم وباله او په دې برخه کې یې د هېواد له قانون سره سم د یوې اتحادیې د جوړېدو هرکلی وکړ.

نوموړي د کانکریټ د تولید شرکتونو له استازو وغوښتل چې د اتاق تر څارنې لاندې د اتحادیې په جوړولو کې اقدام وکړي او خپل استازي په لیکلې بڼه اتاق ته وروپېژني.
ښاغلي مهمند په دې برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هراړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ.

یکشنبه، سلواغې ۲۲مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق خدماتي چارو مرستیال ښاغلي نصیر احمد عرب، د اتاق ستر سلاکار ښاغلي سردار ولي پښتون او د نړیوال نندارتون مرکز رئیس ښاغلي صابر لطیفي د هلال الکترونیک شرکت رئیس ښاغلي نرسل نرسلوف او د شانکرانا ریانا شرکت مسؤل ښاغلي سد هیر شیتي سره د اتاق په مرکزي دفتر کې لیدنه ترسره او په هېواد کې د شته پانګونې فرصتونو په اړه خبرې اترې وکړې.

د هند او اذربایجان پانګوالو د کانونو، کرنې، برېښنا تولید او ساختماني برخو کې پانګونې ته د خپلې لېوالتیا او چمتووالي یادونه وکړه او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه یې وغوښتل چې په دې برخه کې له دوی سره همکاري وکړي.

ښاغلي مهمند د هند او اذربایجان پانګوالو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې، د افغانستان او یادو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ او اقتصادي اړیکو یادونه وکړه او په افغانستان کې د پانګونې شته فرصتونه تشریح کړل او په هېواد کې یې د هغوی د پانګوالو د لېوالتیا هرکلی وکړ.

ښاغلي مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګوالو ملاتړې اداره وبلله او د افغان سوداګرو او پانګوالو او د سیمې او نړۍ د هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو ناستو پر جوړولو یې ټینګار وکړ.
نوموړي د اذربایجاني او هندي سوداګرو وغوښتل چې خپلې طرحې او وړاندیزونه په لیکلې بڼه اتاق ته وسپاري څو د اړوندو حکومتي ادارو سره په همغږۍ د پانګونې لپاره مناسب چاپیریال رامنځته کړي.

شنبه، سلواغې ۲۱مه، ۱۴۰۲

 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د اتاق دارالإنشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د اتاق مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي سید پرویز سادات هوفیاني، د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک، د پروان ولایتي اتاق رئیس ښاغلي نظیر آغا نوري، د کاپیسا، پنجشیر او بامیانو ولایتي اتاقونو مشرتابه پلاوو غړو، سوداګرو او پانګوالو "په پروان، کاپیسا، پنجشیر او بامیانو ولایت کې د پانګونې فرصتونو او ننګونو کنفرانس" کې ګډون وکړ.

ښاغلي هوتک د کنفرانس ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو او د پروان، کاپیسا، پنجشیر او بامیانو ولایتونو د جغرافیايي، کرنیز، صنعتي، طبیعي زیرمو او ګرځندوی ارزښت ته د اشارې کولو ترڅنګ، د یادو ولایتي اتاقونو له مشرتابه، سوداګرو او پانګوالو څخه وغوښتل چې د خصوصي سکتور شته ستونزې او فرصتونه وپیژني او هڅه وکړي چې د مرکزي اتاق او اړوندو حکومتي ادارو سره په همغږۍ شته ستونزو ته د حل لارې او له شته فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې له لارې د سوداګرۍ پراختیا، کورنیو تولیداتو ودې، له طبیعي زیرمو څخه ګټه اخیستنې، سیاحت او توریزم برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
نوموړي په یادو برخو کې د مرکزي اتاق د عامل پلاوي د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.

د پروان، کاپيسا، پنجشېر او باميانو د ولايتي اتاقونو مشرتابه د صنعتي پارکونو نشتوالى، وړو او منځنيو پورونو ته نه لاسرسى، د تازه مېوو او سبزيجاتو لپاره د سړو خونو نشتوالى، د کافي برېښنا نشتوالى او نور د خپلو عمده ستونزو په توګه يادې کړې او په یادو ولایتونو د کرنې، صنعت، کانونو، لاسي صنایعو او ګرځندوی خدمتونو په برخو کې د بې شمېره فرصتونو په رامنځته کولو د ټینګار ترڅنګ، يې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق څخه د شته ستونزو حل برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي مهمند د پروان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه څخه د دغه کنفرانس په جوړولو کې د دوی له هڅو مننه وکړه او د سوداګریزو، مالیاتي، ټرانزیټي، ټرانسپورټي اوګمرکي ستونزو د حل او د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په برخه کې یې د اتاق د پرله پسې هڅو یادونه وکړه او د هېواد د کرنې په سکتور کې د بې شمېره فرصتونو په ځانګړې توګه د کرنیزو او بڼوالۍ محصولاتو د ودې او په دغو ولایتونو کې د پانګوالو او سوداګرو په همکارۍ د لویو او معیاري سړو خونو په جوړولو ټینګار وکړ.

ښاغلي مهمند د پروان، کاپیسا، پنجشیر او بامیان ولایتي اتاقونو د مشرتابه پلاوي له غړو وغوښتل چې د خپلو منظمو ناستو په ترڅ کې په یادو ولایتونو د سوداګرۍ او پانګونې برخه کې شته فرصتونه او ننګونې وپیژني او پایلې یې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره شریکې کړي څو اتاق وکولئ شي د اړوندو حکومتي ادارو سره په همغږۍ ستونزو ته د حلا لارې او له فرصتونو څخه د ګټې اخیستلو زمینه برابره کړي.

د اتاق لومړي مرستیال د کاپیسا، پنجشیر او بامیان ولایتونو ستونزې او فرصتونه هم په ګوته کړل او د دغو ولایتونو د خصوصي سکتور د ملاتړ په برخه کې یې د مرکزي اتاق د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

ښاغلي خیرالدین مایل د پروان، کاپیسا، پنجشیر او بامیان ولایتونو د اهمیت په اړه خبرې وکړې او د کرنیزو تولیداتو، بڼوالۍ، صنعت، کانونو او ګرځندوی په وده کې یې د دغو ولایتونو رول مهم وباله. نوموړي د يادو ولايتونو له سوداګرو او پانګوالو وغوښتل، چې له شته اسانتياوو څخه په استفادې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

ښاغلي مایل د سوداګرۍ د پراختیا، کرنې او د هېواد په نورو تولیدي برخو کې د هېواد د ځوانو کدرونو پر کارونې ټینګار وکړ او د ستونزو په حل او هم د سوداګرۍ د ودې، او د ولایتي اتاقونو د وړتیا لوړونې برخه کې يې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه د ملاتړ ډاډ ورکړ.

پنجشنبه، سلواغې ۱۹مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک، د اتاق ستر سلاکار ښاغلي سردار ولي پښتون او د اتاق حقوقي سلاکار ښاغلي عبدالسلام کوهي هم حضور درلود، د شامپو واردونکو سره لیدنه ترسره او د شامپو په وارداتو د ګمرکي محصول د کمولو څرنګوالي په اړه يې خبرې اترې وکړې.

واردونکو د مالیې وزارت د ګمرکونو معینیت له خوا د یوې میاشتې لپاره پر وارداتي توکو په ځانګړي ډول شامپو باندې د ګمرکي محصول د کموالي هرکلی وکړ او د اوږدمهالې تطبیق غوښتنه یې وکړه.
واردونکو د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه وغوښتل، چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.

ښاغلي مهمند د شامپو واردونکو ته د ښه راغلاست ویلو وروسته، زیاته کړه چې د هېواد د اقتصادي څرخ ګرځیدل په مالیاتو پوری اړه لري او د شامپو له واردونکو څخه یې وغوښتل چې په خپل وخت مالیه ورکړي.
نوموړي د شامپو واردونکي په هېواد کې د شامپو تولید برخه کې پانګونې ته وهڅول او په صنایع سبز ښارګوټي کې يې دوی ته د ځمکې توزیع کې د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

شنبه، سلواغې ۲۱مه، ۱۴۰۲ 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک، د عامل پلاوي نړیوالو اړیکو او عامه اړیکو ډیپارټمنټونو مسؤلینو په حضور کې د افغانستان لپاره د بریتانيې سفارت شارژدافیر سره آنلاین ناسته ترسره او د افغانستان د اقتصادي وضعیت په ځانګړې توګه د افغان خصوصي سکتور شته ستونزو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

د اتاق عمومي رئیس د بانکي او مالي سکتور ننګونې، افغان سوداګرو ته د یو شمېر هېوادونو له خوا د ویزو نه ورکول، د مالي ملاتړ د اسانتیاوو نشتوالی او د خصوصي سکتور د سوداګریزو او اقتصادي پلانونو په برخه کې د تمویل کوونکو نه لېوالتیا، هغه پروژې چې پخوا د نړیوالې ټولنې او بانکونو لخوا تمویل کېدې او اوس بندې شوې دي ټولې هغه ننګونې دي چې  خصوصي سکتور يې کمزوری کړی او د کاري فرصتونه يې له منځه وړي دي.

نوموړي زیاته کړه "موږ په یادو برخو کې د حل لارې موندلو په موخه له دولتي چارواکو سره ډېرې ناستې کړي او خپلو هڅو ته دوام ورکوو. خو نړیواله ټولنه هم باید د خصوصي سکتور ملاتړ ته پاملرنه وکړي."

ښاغلي احمدیار د خپلو خبرو په جریان کې دا هم وویل چې افغان صادرات د تېرو کلونو په پرتله زیات شوي چې هر کال شاوخوا دوه میلیارده ډالرو ته رسېږي چې یاده چاره  د سوداګرۍ او راکړې ورکړې په برخه کې یو له مثبتو ټکو څخه ده.

د اتاق عمومي رئيس له ګاونډيو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان سره د سوداګرۍ او ټرانزيټ د ستونزو په اړه خبرې وکړې او زیاته يې کړه چې، د کراچۍ په بندر کې د پاکستان لوري د افغان سوداګرو د بيمې کچه لوړه کړې او د افغانستان پر ٢١٢ وارداتي توکو یې بنديز لګولى او سلګونه کانټينرونه يې درولي دي چې یاده چاره د افغان خصوصي سکتور فعالینو ته ستر ګوزار دی او د دوی پانګه په ټپه ولاړه ده.  

ورپسې ښاغلي میرویس هوتک له نړیوالې ټولنې سره په ځانګړې توګه د یو شمېر سیمه ییزو او نړیوالو اقتصادي سازمانونو سره د افغان خصوصي سکتور د اړیکو د تتوالي په اړه اندیښته څرګنده او زیاته يې کړه چې د یادو اړیکو بیا ځلي غښتلتیا موږ ته دا توان راپه برخه کوي چې د نړۍ سره خپلو اقتصادي او سوداګریزو راکړو ورکړو ته په نورمال ډول دوام ورکړو.  

ښاغلي جیمي هارچر د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه د خبرو له اورېدو وروسته د دې اتاق له عمومي او عامل رئیسانو څخه مننه وکړه چې د خصوصي سکتور نظریات او پلانونه یې ورسره شریک کړل او دغه ناسته يې ډېره ښه وبلله او ويې ويل، ما څو ځلې افغانستان ته سفرونه کړي، خو په دې ناسته کې نوي او مهم مسايل راپورته شول چې په اړه يې بايد لا زيات اقدامات او هڅې وشي.

نوموړي د اتاق له لارې د ښځو د کار د ملاتړ په اړه خبرې وکړې او د ښځو په ځانګړي نندارتون کې د ښځو د شتون په اړه یې د اتاق له عمومي رئیس څخه وغوښتل چې په بېلابېلو برخو کې د ښځو د حضور په اړه د اتاق د عمومي رئیس له لوري لازم تدابیر ونیول شي. ښاغلي احمدیار هم په بیلا بیلو برخو کې د ښځو د حضور او رغنده رول لوبولو برخه کې د خپل ملاتړ ډاډ ورکړ.  

په پای کې، ښاغلي جیمي هارچر له عمومي رئیس او د خصوصي سکتور له مشرتابه څخه وغوښتل چې د دوحې په غونډه کې چې د افغانستان په اړه به ډېر ژر جوړه شي، د هېواد د خصوصي سکتور استازیتوب وکړي او په افغانستان کې د خصوصي سکتور له غړو سره د نوموړي ناستې زمینه برابره کړي چې د اتاق عمومي رئیس هم په دی برخه کې ډاډ ورکړ.

دوشنبه، سلواغې ۱۶مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق سوداګريزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د اتاق مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي او د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک په داسی حال کې چې د پروان ولایتي اتاق رئیس ښاغلي نظیر آغا نوري، د علماوو شورا محترمو غړو او یو شمیر سوداګرو او پانګوالو يې ملتیا کوله د پروان ولایت مقام له مرستیال سره لیدنه ترسره، او د کرنیزو تولیداتو ډیروالي، سوداګرۍ پراختیا، ستونزو له منځه وړلو او په پروان ولایت کې د پانګونې جلبولو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند د کورنیو تولیداتو په ځانګړي ډول د کرنیزو تولیداتو د کچې د لوړولو لپاره د مناسبو حل لارو پر موندلو ټینګار وکړ او د کرنیزو محصولاتو د زېرمه کولو لپاره یې د معیاري سړو خونو جوړول د هېواد د کروندګرو او کرنې د ملاتړ لپاره اړینې وبللې.
نوموړي په راتلونکي کال کې د سړو خونو د جوړولو په برخه کې د سوداګرو د هڅونې په برخه کې د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

ښاغلي مایل د هېواد اوسنی وضعیت د پانګونې لپاره مناسب وباله او په دغه ولایت کې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره د سوداګرو او پانګوالو د چمتووالي ډاډ ورکړ.

ښاغلي نظیر نوري د پروان د سوداګرۍ اتاق د راتلونکو پلانونو په اړه خبرې وکړې او د دغه ولایت د سوداګرو د ستونزو په له منځه وړلو کې یې د ولایت مقام له مرستیال څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

د پروان ولایت مقام مرستیال د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق هڅې وستایلې او د سوداګرو د ستونزو په حل کې د همکارۍ ژمنه وکړه او د اتاق له مشرتابه څخه یې وغوښتل چې د هېواد سوداګر وهڅوي چې د یاد ولایت صنعتي پارکونو برښنا تولید برخه کې پانګونه وکړي څو کورني تولیدات زیات او په ځان بسیاینې په لور ګام پورته کړو.

پنجشنبه، سلواغې ۱۹مه، ۱۴۰۲

مقالات دیگر...