د اتاق سوداګریز مرستیال د هرات له اتاق او یو شمېر تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

ښاغلي خیرالدین مایل احمدي د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال، په خپل وروستي سفر کې د هرات سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د یاد ولایت صنعتي پارک له یو شمېر تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه او د دوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل.
 
ښاغلي مایل احمدي، په هغې غونډه کې چې د هرات د اتاق رئیس، مرستیالانو او د مشرتابه پلاوي غړو په کې ګډون کړی و، د هرات د اتاق رئیس، مشرتابه پلاوي او عامل پلاوي د نه ستړې کېدونکو هڅو قدرداني وکړه او ژمنه یې وکړه چې د دوی د ستونزو په حل او د کاري شرایطو په ښه والي کې به لازمه همکاري وکړي.
ښاغلي خیرالدین مایل، د هرات ولایت اتاق د افغانستان د لومړۍ درجه اتاقونو څخه وباله او د هېواد د سوداګرۍ او اقتصادي پراختیا په برخه کې یې د هغې اهمیت او ونډه خورا مهمه وبلله.
همدا رنګه، د اتاق سوداګریز مرستیال، د ښاغلي عصمت الله وردک د اتاق پانګونې مرستیال او عبدالمتین قلندري، د څارنې پلاوي منشي په ملتيا، د هرات ښار صنعتي ښارګوټي له تولیدي فابریکو لکه: «ذوب آهن افغان فولاد»، «تک پلاست»، «بطری گرین انرژی پلاس» او «بهیر ګروپ» څخه لیدنه وکړه او د دوی د ستونزو په اړه یې خبرې وکړې.
ښاغلي مایل احمدي، د فابریکه ‌دارانو ستونزې او وړاندیزونه په غور واورېدل او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې اتاق به د دوی د ستونزو په حل او د هغوی لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو په رامنځته کولو کې هر اړخیزه همکاري وکړي. نوموړي، د دې فابریکو د لوړ کیفیت محصولاتو قدرداني وکړه، همدارنګه د کورني صنعت باندې د ملاتړ پر اهمیت ټینګار وکړ او د یادو سوداګرو د پرلپسې هڅو ستاینه یې وکړه.
 
 
پنجشنبه، ۱۵وږي ۱۵مه، ۱۴۰۳