ښاغلي محمد یونس مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، د ښاغلي بهادر خیرخواه د اتاق مدیره پلاوي غړی او ښاغلي میر زمان پوپل، د عامل پلاوي مالي او اداري چارو مرستیال سرپرست، په شتون کې له ښاغلي یادګار خواجه شادمانوف، د ازبیکستان سفیر او ورسره مل پلاوي سره وکتل او د ښاغلي سفیر له هڅو او لاسته راوړنو څخه یې په دوه اړخیزه سوداګریزو اړیکو، له ازبیکستان هېواد سره د ناستو په ترتیبولو او د سوداګرۍ او پانګونې د کچې په لوړولو کې مننه وکړه.
 
ښاغلي مهمند، د ښاغلي شادمانوف خدمتونو ته اشاره وکړه چې په خپله دنده کې یې ترسره کړي او په تېرو درې کلونو کې یې د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو په ښه کولو او د خصوصي سکتور لپاره د اسانتیاوو په برابرولو کې د هغه رول وستایه.
ښاغلي مهمند، د امام ابوحنیفه (رح) ملي او نړیوال نندارتون په اړه معلومات وړاندې کړل او له ښاغلي سفیر څخه یې وغوښتل چې دې لوی نندارتون ته د ازبیکستان سوداګر د ګډون په موخه وهڅوي او محصولات نندارې ته وړاندې کړي.
هغه، ډاډ ورکړ چې اتاق به تل په افغانستان کې د ازبیکستان سفارت سره همکاري وکړي او د دواړو خواوو سوداګرو ستونزو ته به رسېدنه وکړي.
ښاغلي شادمانوف، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه څخه د داسې ناستې د جوړولو له امله مننه وکړه او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رول یې په سوداګرۍ کې د اسانتیاوو رامنځته کولو، په ځانګړې توګه د افغان-ازبیک نندارتون، د ترمز ګډ بازار پرانستلو او ځینو نورو مسایلو کې وستایه او په راتلونکې کې د همکارۍ ژمنه یې وکړه.
 
 
 
چهارشنبه، وږي ٢٨مه، ۱۴۰۳
 
 

ښاغلي محمد یونس مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، په افغانستان کې د جاپان له سفیر ښاغلي تاکایوشي کورومیا، سره وکتل او د افغانستان او جاپان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لارو چارو په اړه بحث او خبرې وکړې. په یاده ناسته کې مېرمن ریکا اوماګاري، د جاپان سفارت لومړۍ سکرتره، او عبدالمتین غالب، د اتاق د نړیوالو اړیکو مسئول، هم حضور درلود.
 
ښاغلي مهمند، له جاپان هېواد سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا د اهمیت یادونه وکړه او د هېواد چمتووالی یې د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د همکاریو د پیاوړتیا لپاره څرګند کړ. نوموړي، د موجودو خنډونو د لرې کولو پر اړتیا هم ټینګار وکړ، په ځانګړي ډول د سوداګریزو ویزو د اسانتیاوو په اړه، تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریز تعاملات زیات شي.
ښاغلي مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په استازیتوب، د جاپان ښاغلي سفیر او د جاپان د سوداګرۍ اتاق رئیس ته بلنه ورکړه چې د امام ابوحنیفه (رح) د درېیم ملي او نړیوال نندارتون په مراسمو کې ګډون وکړي. هغه له جاپاني سفیر څخه وغوښتل چې د جاپان د لیوالو شرکتونو استازي په دې نندارتون کې د ګډون په موخه وهڅوي او یاد ندارتون یې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو همکاریو په پیاوړتیا کې مهم وګاڼه.
همدارنګه، ښاغلي مهمند، د یو نوي ټرانزیټي دهلیز د جوړولو وړاندیز وکړ چې د روسیې د ولادی وستوک ولایت له لارې جاپان ته تېر شي تر څو د دې لارې په وسیله د افغانستان مېوه‌ جات، په ځانګړي ډول مڼې، جاپان ته صادر شي. په همدې لړ کې، هغه د افغانستان د مڼو یوه ډالۍ د جاپان سفیر ته وړاندې کړه.
د دې ناستې په پای کې ، ښاغلي کورومیا، په افغانستان کې د جاپان سفیر، د خپل هېواد ژمنتیا یې د افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا کې څرګنده کړه او چمتووالی یې د اړینو همکاریو د وړاندې کولو لپاره اعلان کړ. هغه د افغانستان د حکومت هڅې په بیلابیلو برخو کې لکه: د ټول هېواد د امنیت د ټینګښت، د فساد سره د مبارزې، د کوکنارو د کښت د مخنیوي او د لویو پروژو لکه د قوش‌تیپه کانال او ټاپي پروژې د پیل ستاینه وکړه او د سوداګرۍ د اسانتیا او د پانګونې لپاره د مناسبو شرایطو په رامنځته کولو ټینګار وکړ. ښاغلي سفیر، د افغانستان د خصوصي سکتور څخه یې بلنه وکړه چې په زیاتې همکارۍ سره د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې پیاوړي کړي.
همدارنګه، د جاپان سفیر د نوي ټرانزیټي دهلیز له طرحې هرکلی وکړ او د افغانستان د مېوه ‌جاتو، په ځانګړي ډول مڼو، د لوړ کیفیت یادونه یې وکړه.
د دې ملاقات په پایله کې هوکړه وشوه چې د افغانستان او جاپان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره به د جاپان د سفارت له لارې همکارۍ او مشورې دوام ومومي او ګډې هڅې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د اسانتیا لپاره ترسره شي.
 
 
دوشنبه، وږي ۲۶مه، ۱۴۰۳
 
 

ښاغلي شیرین آغا سخی د اتاق مدیره پلاوي مالي رئیس او ښاغلي خانجان الکوزي د اتاق مدیره پلاوي غړي، د محترم محمد انور عارفي د عامل پلاوي پالیسي او تخنیکي مرستیال، ښاغلي میر زمان پوپل د عامل پلاوي مالي او اداري سرپرست مرستیال، عبدالله دشتي د هرات د سوداګرۍ او پانګونې اتاق خدماتی مرستیال او د هېواد یو شمیر سوداګرو او پانګوالو په شتون کې له ښاغلي ډاکټر سید محمد خوانساري د ایران هېواد د داروپخش ډلې د مدیره پلاوي غړي او د دوی له ټیم سره د اتاق په مرکزي دفتر کې ولیدل او د ګډو پانګونو په اړه یې بحث او خبرې وکړې.
 
ښاغلي خوانساري، د ایران په هېواد کې د درملو د تولید او صادراتو په برخه کې د خپلې پانګونې یادونه وکړه او د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه څخه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي خانجان الکوزي، د ښاغلي خوانساري او د هغه ټیم ته هرکلی ووایه، ایران یې د افغانستان پخوانی ملګری او د دواړو هېوادونو د دیني، فرهنګي، اقتصادي او سوداګریزو ګډو ارزښتونو لرونکی هېواد یاد کړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې په ځانګړې توګه د کانونو، کرنې او انرژۍ په سکتورونو کې د ګډو پانګونو پر زیاتوالي ټینګار وکړ.
ښاغلي الکوزي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر توازن یې ټینګار وکړ او له ایراني سوداګرو څخه یې وغوښتل چې په نړیوالو معیارونو برابر لوړ کیفیت لرونکي درمل افغانستان ته صادر کړي.
ښاغلي میر زمان پوپل، ګډونوالو ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او په افغانستان کې د ایران د داروپخش ډلې د سوداګرو د پانګونې په برخه کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
ښاغلي پوپل، ایراني سوداګرو ته د " امام ابو حنیفه (رح) دریم ملي او نړیوال نندارتون " په اړه معلومات وړاندې کړل، چې په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له لوري ترسره شي، او په یاد نندارتون کې یې د هغوی ګډون د دارو پخش محصولاتو د معرفي کولو او بازار موندنې لپاره ښه فرصت وباله.
 
 
 
یکشنبه، وږي ۱۸مه، ۱۴۰۳
 
 

ښاغلي محمد یونس مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، د هېواد له یو شمېر سوداګرو او پانګوالو سره د چین په ګیانګیین ښار کې د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا په نندارتون او کنفرانس کې ګډون وکړ.
 
په دې کنفرانس کې د یاد شوي ښار تولیدي وړتیاوې ګډونوالو ته تشریح شوې او چینايي شرکتونو خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړل. همدارنګه، د افغان او چینايي سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د پانګونې او د سوداګرۍ د بهیر د چټکتیا په اړه بحث او خبرې وشوې.
د دې ناستو په څنډه کې؛ ښاغلي مهمند او ورسره مل ټیم د دې ښار له لویو تولیدي فابریکو لکه د خوراکي توکو او اوسپنې فابریکو څخه لیدنه وکړه او د دې فابریکو له مسؤلینو سره یې خبرې اترې وکړې.
 
 
جمعه، د وږي ۲۳، ۱۴۰۳
 
 

ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، روسیې ته د خپل سفر په ترڅ کې ، چې پکې د روسیې ولسمشر، د مالیزیا د ولسمشر مرستیال، د چین د ولسمشر مرستیال، او د کویټ، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، چین او روسیې سوداګریز استازو هم حضور درلود، د روسیې په ولادي واسټوک ښار کې په ختیځ اقتصادي کنفرانس کې ګډون وکړ او د آسیایي هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په ښه والي ټینګار وکړ.
 
ښاغلي مهمند، د روسیې له سفارت او سوداګریز اتشه څخه د هغوی د همکارۍ له امله مننه وکړه او په افغانستان کې عمومي امنیت، د کوکنارو د کښت مخنیوی، او د اداري فساد له منځه وړل یې د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا لپاره ښه فرصت وباله او د یادو هېوادونو له سوداګریزو استازو څخه یې وغوښتل چې د خپلو هېوادونو سوداګر په افغانستان کې په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د کانونو، کرنې او انرژۍ په سکتورونو کې پانګونې ته وهڅوي.
د اتاق لومړي مرستیال، د یادو هېوادونو سوداګریزو استازو ته د امام ابوحنیفه "رح" په نوم د دریم نړيوال او ملي نندارتون په اړه معلومات ورکړل، چې ټاکل شوې ده د روان میلادي کال د اکتوبر له ۶مې څخه تر ۱۲مې پورې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له خوا په کابل ښار کې ترسره شي، او هغوی یې وهڅول چې خپل سوداګر په دغه نندارتون کې ګډون ته تشویق کړي.
ښاغلي مهمند، په دې سفر کې له لویو لوژیستیکي، ساختماني، موبل فرنیچر، خوراکي موادو، کرنې او جواهراتو شرکتونو څخه لیدنه وکړه او د موبل فرنیچر شرکت مسوولینو ته یې سپارښتنه وکړه چې په خپلو تولیداتو کې له افغان لرګیو څخه استفاده وکړي. نوموړي همدارنګه د یادو شرکتونو له مسوولینو وغوښتل چې په امام ابوحنیفه "رح" دریم نندارتون کې ګډون وکړي او خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.
د اتاق لومړي مرستیال د روسیې د ولادي وستوک بندري ښار پر اهمیت خبرې وکړې او دغه ښار یې له ختیځې آسیا په ځانګړي ډول له جاپان، چین او کوریا سره د افغانستان د هوایي او بحري ترانزیت له لارې د وصل نقطه وبلله او دغه ښار یې د افغانستان او ختیځې آسیا هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په چټکتیا کې مهم وباله. نوموړي همدارنګه د چین، کوریا او جاپان څخه د وارداتي توکو د انتقال لپاره د ولادي وستوک ښار د ترانزیتي لارې د استفادې پر اهمیت ټینګار وکړ او دا لار یې یوه له لنډو او لږ لګښتي لارو څخه وګڼله.
 
 
شنبه، وږي ۱۷مه، ۱۴۰۳
 
 

ښاغلي محمد یونس مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، چین ته د خپل سفر په ترڅ کې د هېواد له یو شمېر سوداګرو او پانګوالو سره یو ځای د سیچوان - سویل او سویل ختیځ آسیا ۲۰۲۴ سوداګریزې همکارۍ د پراختیا کنفرانس کې ګډون وکړ. دغه کنفرانس د سیمې په کچه د همکارۍ پراختیا، د شته سوداګریزو او پانګونې فرصتونو څخه ګټه اخیستنه او اقتصادي پرمختګ په موخه د سویل او سویل ختیځ آسیا هېوادونو او چین لوړپوړو استازو په حضور کې په سیچوان ښار کې جوړ شوی و.
 
ښاغلي مهمند، افغانستان یې د سویلی آسیا او مرکزي آسیا ترمنځ د وصل نقطه وبلله او د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ یې په سوداګریزه لاره کې د دې هېواد مهم رول یاد کړ. هغه زیاته کړه چې افغانستان د قیمتي ډبرو او بې شمېره کانونو بډایه هېواد دی او په ارګانیک محصولاتو لکه زعفران، جلغوزې، وچه مېوه، دوایي بوټو او نورو کرنیزو توکو کې لوړ پوتانسیل لري.
ښاغلي مهمند، په ټولو ولایتونو کې د امنیت په ښه والي، د مخدره توکو د کر کښت او سوداګرۍ په وړاندې جدي مبارزه او د اداري فساد په برخه کې د سختو اقداماتو یادونه وکړه او دا یې د وروستیو دریو کلونو مهمې لاسته راوړنې وګڼلې چې د داخلي او نړیوالو شرکتونو لپاره یې خوندي سوداګریز لارې برابرې کړي، قانوني او پایدار اقتصاد رامنځته کړی او په سوداګریزو معاملو کې یې د بهرنۍ پانګونې د شفافیت تضمین کړی. نوموړي له بهرنیو پانګوالو څخه وغوښتل چې په بشپړ اعتماد سره د هېواد بازارونو ته داخل شي.
هغه، د سیمې په کچه د لا قوي همکارۍ لپاره په دې کنفرانس کې د ګډ بانک جوړول، د سوداګریزو قوانینو او مقرراتو معیاري کول، د ټرانسپورټ او انرژۍ بنسټيزه پراختیا، د ګډو پانګونې صندوقونو جوړول او د ازادو سوداګریزو زونونو رامنځته کولو وړاندیز یې وکړل.
ښاغلي مهمند، د واخان دهلیز د افغانستان او چین ترمنځ د نښلونې او همدارنګه چین لپاره د ایران او منځني ختیځ بازرونه ته د لاسرسی په موخه مهم وګاڼه او د هېواد د خصوصي سکتور د ملاتړ ډاډ یې ورکړ.
په پای کې یې د کنفرانس له ګډونوالو هېوادونو څخه وغوښتل چې په کابل کې د امام ابوحنیفه (رح) په ملي او نړیوال نندارتون کې ګډون وکړي او له نېږدې د افغانستان سوداګریز ظرفیتونه او فرصتونه وګوري.
 
 
جمعه، وږي ۲۳ مه، ۱۴۰۳
 
 

مقالات دیگر...