د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال او د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک، د اتاق د صادراتو پراختیا او دولت سره د اړیکو ډیپارټمنټونو مسؤلینو د افغانستان جلغوزو اتحاديې رئیس ښاغلي دلدار ځدراڼ او د پرزه جاتو او ټایرونو یو شمیر سره د جلا لیدنو په ترڅ کې، د دوی د ستونزو په تړاو خبرې اترې وکړې.

د پرزه جاتو او ټایرونو سوداګرو او واردونکو د ګمرکي ستونزو لکه د ګمرکي تعرفو لوړوالي په اړه خپلې اندیښنې د اتاق له مشرتابه سره شریکې کړې، او د اتاق له مشرتابه څخه یې وغوښتل چې د دوی ستونزو حل په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
ښاغلي مهمند سوداګرو ته د ښه راغلاست ویلو او د هېواد صادراتو ملاتړ کولو ترڅنګ، ژمنه وکړه چې د هوايې شرکتونو سره به چین ته د جلغوزو لیږد بیو راټیټولو په تړاو خبرې اترې وکړي.
ښاغلي مهمند زیاته کړه "اتاق د هوايې دهلیزونو بیا فعالیت لپاره ګړندۍ هڅې پیل کړي دي."
ښاغلي مهمند د پرزه جاتو او د موټر ټایرونو واردونکو د ستونزو حل په برخه کې، له هغوی څخه وغوښتل چې خپل وړاندیزونه اتاق ته وسپاري او ژمنه یې وکړه چې اتاق به د اسلامي امارت اړونده ادارو سره د یادو ستونزو په له منځه وړلو کې نه ستړی کیدونکې هلې ځلې وکړي.