د افغانستان اسلامي امارت ریاست الوزرا لومړي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي توکل احمدیار، د اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د سوداګرۍ او صنعت وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي، د ماليي وزیر ښاغلي ملا هدایت الله بدري، د افغانستان بانک رئیس ښاغلي حاجي محمد ادریس، د ترکيي، پاکستان، سعودي عربستان، قطر، اماراتو، روسيي او قزاقستان سفیرانو او استازیو، د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې وزیر ښاغلي عبدالرحمن راشد، د کابل امنیه قوماندان ښاغلي مولوي حمزه، د کابل ښاروال ښاغلي ملا عبدالرشید، د اتاق سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د اتاق د دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د اتاق د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د اتاق د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، ذکریا بریالي، جان آقا صادقي، محمد ګردیزي، احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، او ضیاءالدین اچکزي، د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د ولایتي اتاقونو رئیسانو او یو شمیر سوداګرو او پانګوالو د افغانستان خصوصي سکتور ملي کنفرانس کې ګډون وکړ.
د کنفرانس په پیل کې، ښاغلي مهمند ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د کنفرانس د موخو او په تیرو شپږو میاشتو کې د خصوصي سکتور د لاسته راوړنو په اړه مالومات وړاندی کړل او د خصوصي سکتور د شتمینو خوندي ساتلو په هکله يي د اسلامي امارت د هڅو ستاینه وکړه.
ښاغلي مهمند زیاته کړه "په دی کنفرانس کې به د خصوصي سکتور غړي د خپلو فعالیتونو په وړاندی د شتو ستونزو او خنډونو یادونه وکړي ترڅو د اسلامي امارت مشرتابه ورته د حل لارو چارو لټولو ترڅنګ، په هېواد کې د پانګه اچونې په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي."
ښاغلي مهمند په تیرو شپږو میاشتو کې د اتاق لاسته راوړنې په لاندی ډول بیان کړې:
• په ګاونډیو هېوادونو کې په سوداګریزو توکو بار کابو ۱۰۰۰۰ کانتینرونو راخلاصول.
• د کورنیو چارو وزارت او د کابل امنیه قوماندانۍ سره په همغږۍ کې د سوداګرو او شرکتونو لپاره د سلاح او زرهي ګاډو ګرځولو اجازه کارت لرل تائید شول او د سوداګرو ستونزې په دی برخه کې پای ته ورسیدې.
• د افغانستان بانک او د هېواد نورو لوړ پوړو چارواکو سره د پرله پسې ناستو ترسره کولو په ترڅ کې، د سوداګرو یو شمیر بانکي ستونزو ته د پای ټکی کیښودل.
• د ماليي او سوداګرۍ او صنعت وزارتونو سره د همکارۍ او همغږۍ په پایله کې د محصولي او ګمرکي تعرفو ستونزو له منځه وړل.
• د سوداګرۍ او صنعت وزارت، د بهرنیو چارو وزارت، د ماليي وزارت او هوايي شرکتونو مسؤلینو سره د ګډې همکارۍ او همغږۍ په پایله کې، چین ته د جلغوزیو صادرات د هوا له لارې یو ځل بیا پیل کول.
ښاغلي مهمند د آسیا پراختیايي بانک له مسؤلینو څخه وغوښتل چې په افغانستان کې هغه نیمګړې پروژې چې نوموړي بانک تمویلولې بشپړې کړي.
ښاغلي مهمند په هېواد کې د ننه پانګه اچونې ته د هڅولو ترڅنګ، اسلامي امارت ته لاندی وړاندیزونه وکړل:
• د سترو ملي او سیمه ایزو پروژو تطبیق برخه کې، خصوصي سکتور ته زیاته ونډه ورکړئ.
• د پانګه اچونې ملي بورډ په رامنځته کولو سره، افغان پانګه اچوونکو ته لا ډیرې آسانتیاوې رامنځته کړئ.
• هغه قوانینو کې تعدیلات رامنځته کړئ چې د خصوصي سکتور لپاره د ستونزو سبب ګرځي.
• سیمه ایزو او ګاونډیو هېوادونو سره د ټرانسپورټي او ټرانزیټي ستونزو ختمول او دوه او څو اړخیز هوکړه لیکونه لاسلیکول.
• د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزرات او د نورم او سټنډرډ اداره دی د کورنیو محصولاتو کیفیت لوړونې برخې ته لا زیاته پاملرنه وکړي.
• په بیخ بنسټیزه پروژو په ځانګړی توګه د برښنا تولید پروژو کې خصوصي سکتور ته لا زیاته ونډه ورکول.
• د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو هڅونې او کورنیو تولیداتو ملاتړ په موخه پالیسي او کړنلارې رامنځته کړی شي.
• سویلي آسیا هېوادونو ته د ویزو لازمې آسانتیاوې رامنځته کول.
.jpg)
ښاغلي برادر وړاندیز وکړ چې په هرو دوه یا دری میاشتو کې دیته ورته کنفرانسونه په لاره واچول شي.
ښاغلي نورالدین عزیزي د خصوصي سکتور ستونزو له منځه وړلو برخه کې، د ژمنې کولو ترڅنګ، د ټرانسپورټ په معیاري کولو، صادراتو په زیاتوالي، د خوراکي توکو واردولو او تولیدولو، درملو او اوبلن ګاز کیفیت په لوړولو ټینګار وکړ.
ښاغلي عزیزي د کراچې بندر له لارې د سوداګریزو توکو لیږد برخه کې، د پاکستان حکومت سره په همغږۍ او همکارۍ کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو زیری ورکړ.
ښاغلي هدایت الله بدري د ګمرکي خدمتونو وړاندی کولو برخه کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو، په ګمرکونو کې د اسیکیوډا سیستم څخه د ګټې اخیستنې او په ګمرکونو کې د بډو اخیستلو له منځه وړلو ډاډ ورکړ او زیاته يي کړه چې د ماليي وزارت په پام کې لري چې د اسیکیوډا سیستم د نورو سیستمونو سره ونښلوي.
ښاغلي بدري د رښتونو خدمتونو کولو ژمنه وکړه او ټینګار يي وکړ چې هیڅ چاته د اقتصادي ارزښتونو له منځه وړلو اجازه نه ورکوي.
ښاغلي حاجي محمد ادریس د نړیوالې ټولنې لوري د وضع کړی شویو تعزیراتو له منځه وړلو برخه کې د افغانستان بانک د هڅو، د بشردوستانه مرستو لیږد، د افغانستان د شتمنیو راخلاصولو، ګاونډیو هېوادونو سره د اقتصادي همکاریو او ګاونډیو هېوادونو سره د اقتصادي پروګرامونو تشریح کولو او په تیرو څلورو میاشتو کې د افغانستان بانک لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي شفیق الله عطايي په تیرو ۹۱ کلونو کې، د هېواد په اقتصادي فعالیتونو کې، ټرانسپورټ، ټرانزیټ، ځمکنیو او هوايي دهلیزونو برخه کې د خصوصي سکتور ۱۱ لومړیتوبونو او قوانینو برخه کې د نظرونو راټولولو، د کاروبار مختلفو سروې ګانو د په لاره اچولو، د خصوصي سکتور لپاره د حق غوښتنې برخه کې، په سختو شرایطو کې د هېوادوالو اړتیاوو پوره کولو برخه کې د اتاق نه ستړی کیدونکې هلې ځلې او فعالیتونه تشریح کړل.
ددی کنفرانس په دویمه برخه کې، د ۱۱ مختلفو سکتورونو کاري ګروپونو په جلا ډول د ۱۴۰۱ لمریز کال فرصتونه، ننګونې او لومړیتوبونه یادداښت کړل او په اړه يي خپل نظرونه څرګنډ کړل.
د کنفرانس په څنډه کې د کورنیو تولیداتو نندارتون جوړ شو چې سوداګرو او متشثینو په ۳۰ غرفو کې خپل تولیدات او محصولات نندارې ته کیښودل. شونې ده چې د کاري ګروپونو لاسته راوړنې د ترتیب او تدوین څخه وروسته د رسالې په بڼه چاپ او د اسلامي امارت مسؤلینو او اړوندو سازمانونو په واک کې ورکړل شي.
خصوصي سکتور سره د افغانستان اسلامي امارت د ښو هڅو د ستایلو په تړاو د اتاق عالي نښان د رئیس الوزرا لومړي مرستیال ته ورکړل شو. همدارنګه د سوداګرۍ او صنعت وزیر، د ماليي وزیر، د افغانستان بانک رئیس د اتاق مشرتابه پلاوي له لوري په لوح تقدیر سره ونازول شول.