د سوداګرۍ او صنعت وزرات سرپرست رئیس ښاغلي نورالدین عزیزي د ا فغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار، د یاد اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د تاق د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي او د نورو اتاقونو رئیسانو سره د ویډیو کنفرانس په ترڅ کې، د خصوصي سکتور ترمنځ د همغږۍ شورا رامنځته کیدا او د پولی آخوا پروګرامونو دایرولو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي عزیزي د خصوصي سکتور ترمنځ د همغږۍ شورا رامنځته کیدل او د پولی آخوا پروګرامونو دایرول د بېلابېلو اتاقونو د لا ښې همغږۍ لپاره اړینه وګڼله او په دې اړه یې له ګډونوالو سره خبرې وکړې.
د افغانستان د سوداگری او پانگونی اتاق عمومی رئیس شاغلی توکل احمدیار یاده ناسته د پانگونو راجلبولو په برخه کی یو شه پیل وباله او په دی برخه کی یی د اتاق د همکاری او همغگی یادونه وکره.
 
د اتاق لومری مرستیال، د مدیره پلاوی مالی رئیس او د عامل پلاوی سرپرست رئیس هم د خصوصي سکټور د ننګونو، د خصوصي سکتور د یووالي، د متحده عربي اماراتو او ترکيه کې د سوداګريزو اړيکو د پروګرامونو او کنفرانسونو په لاره اچولو او دغه هېواد ته د افغان سوداګرو او پانګوالو د راجلبولو، او د حکومت پر اغېزمن پلان او پاليسۍ يې خبرې وکړې.
 
د غونډې ګډونوالو د شورا د جوړېدو هرکلی وکړ او د بشپړې همغږۍ د نشتوالي په برخه کې یې پر شته ستونزو خبرې وکړې او په دې برخه کې یې خپل وړاندیزونه شریک کړل.
د ناستې په پای کې، نورالدین عزیزي، له هغو ګډونوالو څخه چې په دې غونډه کې یې آنلاین اړیکه نیولې وه؛ وغوښتل چې له هغو سوداګرو سره چې په بهر کې دي، په دی اړه، سلا مشورې وکړې.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي د امیري روغتون له رئیس ښاغلي میرویس امیري او له یو شمیر مسؤلینو سره د لیدنې په ترڅ کې، د یاد روغتون په شتو ستونزو خبرې اترې وکړې.
 
د اميري روغتون رئيس د دغه روغتون په فعاليت کې د رامنځته شوې ستونزې چې د دریو ورځو لپاره يي ټول فعالیتونه په ټپه دریدلي وه، یادونې کولو ترڅنګ، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه څخه مننه وکړه چې په دې برخه کې يې د افغانستان اسلامي امارت له اړوندو ادارو سره د همغږۍ په پایله کې یادې ستونزې ته د پای ټکی کیښود او امیري روغتون وکولی شول، یو ځل بیا خپل فعالیتونه پیل کړي.
 
ښاغلي مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د یوه ملي بنسټ په توګه یاد کړ او د خصوصي سکتور د مشروع فعالیتونو ملاتړی يې وباله، چې په اوسني ستونزمن حالت کې د هېواد له خصوصي سکتور څخه دفاع کوي او د ستونزو د هواري لپاره هڅې کوي.
 
نوموړي امیري روغتون د روغتیا په برخه کې د خصوصي سکټور یو له مهمو پانګونو څخه وباله، چې د عصري معیارونو سره سم فعالیت کوي او زیاته يې کړه چې له فعالیتونو یې باید ملاتړ وشي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او ضیاءالدین اچکزي د کابل سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال ښاغلي محمد همایون خواجه زاده، د ننگرهار د مدیره پلاوي غړیو هر یو عنایت الله صدیق زی او زلمی عظیمی، او د رخت واردوونکو اتحاديې او د ننګرهار یو شمیر سوداګرو سره د لیدنې په ترڅ کې، د دوی د شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي خواجه زاده او د ننګرهار سوداګرو خپلې ګمرکي ستونزې او په تورخم کې د دوی په سلګونه ګاډو چې په سوداګریزو توکو بار دي توقف په اړه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه ته وویل او غوښتنه يې وکړه چې د دوی ستونزو د افغانستان اسلامي امارت اړوندو ادارو سره شریکې او د له منځه وړلو برخه کې يې کوټلي ګامونه پورته کړی شي.
 
همدارنګه د رخت واردوونکو اتحاديې رئیس ښاغلي حاجي عبیدالله په ځینو نورو ستونزو لکه: د سلاح د جواز کارت ترلاسه کولو، د سوداګرو بانکي حسابونو بندوالي، بهرنیو هېوادونو ته د سوداګریزو توکو پیر په موخه د پیسو لیږد او ګمرکي ستونزو په اړه خبرې وکړې او ددی ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي مهمند او د مشرتابه پلاوي نورو غړیو د ستونزو اوریدو وروسته ژمنه وکړه چې د دوی ستونزې به د افغانستان اسلامي امارت له اړوندو ادارو سره شریکې او د له منځه وړلو په برخه کې به يې خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.

د نورالدین ذاکر احمدي او د فواد احمد احمدي تر ریاست لاندی د بشیر نوید او فواد ناصر ګروپونو د هېواد اړمنو او بیوزلو ته د خپلو مرستو په سلسله کې، دا ځل د کابل ښار ۳۰۰۰ دری زره مستحقو کورنیو ته د ۱۰ وړیا ډوډیو ویش چې د هرې ډوډۍ وزن ۳۰۰ دری سوه ګرامه دی، لړۍ پیل کړه چې دا لړۍ به تر یوې میاشتې دوام وکړي.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د کابل والي ښاغلي قاري احسان الله بریال، د اتاق د مدیره پلاوي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د کابل والي مرستیال ښاغلي مفتي محمد ادریس ناصري، د کابل ښاروالۍ مرستیال ښاغلي صدرالدین تاجیک، د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او د بشیر نوید او فواد ناصر ګروپونو استازیو په شتون کې، د یادو مرستو لړۍ پیل شوه.
 
د کابل والي ښاغلي قاري احسان الله بریال په اوسني وضعیت کې چې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي د هېواد د سوداګرو دغه بشري کړنه د قدر وړ وبلله او د هېواد له نورو سوداګرو یې وغوښتل چې د هېواد له مستحقو خلکو سره د مرستو په برخه کې ګړندي ګامونه پورته کړي.
 
ښاغلي مهمند د مرستو د وېش په برخه کې د بشیرنوید او فواد ناصر ګروپونو له مرستو او د کابل ولایت مقام او ښاروالي له ښې همغږۍ څخه د مننې کولو ترڅنګ، هیله څرګنده کړه چې هېواد به یوه ورځ د داسی اقتصادي لوړتیا شاهد واوسي چې نور به داسې مرستو اړتیا ونه لري.
 
نوموړي په اوسنيو شرايطو کې د دغه ډول مرستو ويش د خصوصي سکټور يوه دنده وګڼله او نور سوداګر او پانګوال يې وهڅول چې نه يوازې د اولیه موادو په پلور کې له بې عدالتۍ ډډه وکړي، بلکې خپلې بشري مرستې هم د هېواد اړمنو خلکو ته ورسوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي، د قزاقستان د سوداګرۍ وزیر او د نوموړي هېواد د سوداګرۍ پلاوي، د اسلامي امارت چارواکو، سوداګرو او صنعتکارانو په کابل انترکانتیننتال هوټل کې د ناستې په ترڅ کې، د افغانستان – قزاقستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا او ګډو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي نورالدین عزیزي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا اړینه وبلله او په دې برخه کې یې د سوداګرۍ د ګډ اتاق جوړول یوه اړتیا وګڼله.
ښاغلي عزیزي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د ګډ اتاق د جوړولو په برخه کې د سوداګرۍ او صنعت وزارت د همکارۍ ډاډ ورکړ.
 
ښاغلي عزيزي د هوايي دهلېز بيا پرانيستل د افغانستان د صادراتو او د سوداګرۍ د ودې په برخه کې اړین وبلل او د دواړو هېوادونو د هوايي دهلېز د بيا احيا په برخه کې يې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د هڅو ژمنه وکړه.
ښاغلي مهمند له افغانستان سره د سوداګرۍ او ترانزیت د پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د وارداتو او صادراتو د حجم د زیاتوالي په برخه کې د قزاقستان د حکومت د ښو همکاریو یادونه وکړه او د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د دوه اړخیزو او څو اړخیزو تفاهملیکونو لاسلیکول او د ګډ سوداګریز اتاق رامنځته کول يې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا په برخه کې اړین وبلل.
 
ښاغلي مهمند په هېواد کې د سوداګرۍ، صنایعو او کانونو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د ګډو پانګونو د فرصتونو یادونه وکړه او د اوسني اقتصادي وضعیت په پام کې نیولو سره یې هېواد ته له قزاقستان څخه د صادریدونکو اوړو او غنمو په بیو کې د ځانګړي تخفیف غوښتنه وکړه.
 
نوموړي دغه راز د منځنۍ آسيا له جنوبي اسيا سره د نښلولو په برخه کې د افغانستان د ښه موقعت او د سوداګريزو توکو د لېږد رالېږد په برخه کې د دواړو هېوادونو د ترانسپورتي شرکتونو د ګډ کار ستاينه وکړه او آسيايې هېوادونو او قزاقستان ته يې پر افغان صادراتو په ځانګړي ډول وچې میوې د ترجیحي تعرفو وضع کولو غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي مهمند له قزاقستان سره د هوايي دهلېز بندېدل د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په زیان وبلل او د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ له وزیر څخه یې وغوښتل چې د هوايي دهلېزونو په فعالولو او همدارنګه د تازه افغاني مېوو د تعرفې په کمولو کې همکاري وکړي.
 
نوموړي د منځنۍ آسیا هېوادونو په ځانګړي ډول قزاقستان کې افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکړې په برخه کې د ستونزو یادونه وکړه او په دې برخه کې یې د قزاقستان د سوداګرۍ وزیر او د بهرنیو چارو وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي مهمند د افغاني غاليو ښه کيفيت ته په اشارې سره په قزاقستان کې د دايمي نندارتون جوړول مهم وبلل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د زياتوالي لپاره يې د افغان او قزاقستاني سوداګرو ترمنځ د ګډې ناستې پر اړتيا ټينګار وکړ.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د اتاق د سوداګرۍ پراختیا ډیپارټمنټ مسؤل او د اتاق سلاکارانو د کار نړیوال سازمان (ILO) سرپرستې رئیسې آغلې مارګاریټ ریډي رونډز او د افغانستان کارکوونکو اتحادیې (NUAWE) له رئیس ښاغلي ایمل حبیبي او د نوموړې اتحاديي لومړي مرستیال ښاغلي صمدي سره د لیدنې په ترڅ کې، په افغانستان د سوداګرۍ پراختیا او د ماشومانو د کار مخنیوي برخه کې د اتاق ژمنتیا څرګنده کړه.
 
ښاغلي عطايي ګډون کوونکو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، په افغانستان کې د کار وړ چاپیریال رامنځته کولو او د ماشومانو د کار مخنیوي په برخه کې د کار نړیوال سازمان تخنیکي ملاتړ او د لازمو آسانتیاوو برابرول، د ستایلو وړ وبلل.
 
ښاغلي عطايي همدارنګه، د کارموندنې، د سوداګرو او پانګوالو ستونزو ته د حل لارو پیداکولو او سوداګرۍ پراختیا برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د کار نړیوال سازمان هڅې وستایلې.
ښاغلي عطايي په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې د لا ښې همکارۍ او همغږۍ په موخه باید د ټولو ښکیلو خواو ترمنځ پرله پسی ناستې ترسره شي.
 
آغلې مارګاریټ وویل "افغانستان اوسمهال د یو ناوړه اقتصادي ناورین تجربه کولو په حال کې دی، خو له نیکه مرغه، اوسنی ناوړه وضعیت نشي کولی چې په افغانستان کې د بشردوستانه پروژو د تطبقولو مخه ونیسي."
آغلې مارګاریټ زیاته کړه "د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې، د غوره کار پروګرام (DWCP) پروژه د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره وغځوله او د (انتقالي ښکیلتیا کاري چوکاټ) تر عنوان لاندی په لاندی یادو برخو متمرکزه ده.
 
• اړمنو او بیوزولو ته بشردوستانه او ژوند ژغورونکې مرستې رسول او د سوداګرۍ په ټپه دریدو مخنیوي څخه ځان ډاډمنول
• د معیشت ژغورلو ترڅنګ، د خصوصي سکتور ملاتړ کول ترڅو سوداګریز او پانګه ایز فعالیتونه په نورمال ډول دوام جاري وي
• د کار کوونکي او ګمارونکي سیستم کې سمونې او اصلاحات رامنځته کول ترڅو د ماشومانو د کار مخنیوي څخه ډاډ ترلاسه شي
ښاغلي صمدي وویل "په تیرو څلورو میاشتو کې، افغانستان په ځانګړې توګه سوداګرۍ سکتور د پام وړ زیانونو تجربه کولو ترڅنګ، ماشومانو د بیوزلۍ له امله په سختو کارونو ترسره کولو پیل وکړ، خو خوښ یو چې نړیوالې ټولنې له یاده نه یو ویستلي او له موږ سره د بشردوستانه مرستو کولو په برخه کې ژمنه ده."
 
د ناستې په پای کې، ښاغلي عطايي او د کارکوونکو اتحاديي مسؤلینو د کار نړیوال سازمان له سرپرستې رئیسې څخه په خورا درنښت هیله وکړه څو د کار او ټولینزو چارو وزارت، د کارکوونکو اتحاديي او افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ترمنځ ښو کاري اړیکو په رامنځته کولو سره وکولی شو خپلې ګډې موخې ترلاسه کړو.

مقالات دیگر...