د اقتصادي همکاریو سازمان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق (ECO – CCI) اجرائیه کمېټې په ۲۹مې او ۱۹مې عمومي ناسته کې چې د ترکيي څخه ایران ته د یاد سازمان د سکرتریت د انتقال په موخه جوړه شوې وه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د انجنیر سید جاوید برهان تر مشرۍ لاندی په آنلاین ډول ګډون وکړ.
 
د ایکو سازمان د مدیره پلاوي ریاست او سکرتریت له هرو دریو کلونو وروسته، یو له غړیو هېوادونو ته چې افغانستان هم ددغه سازمان غړیتوب لري، انتقالیږي.
 
په یاده ناسته کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، د ایکو د ملي کمېټې غړي ښاغلي احسان سخي، د اتاق د نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ مسؤل ښاغلي امید غفورزي، په ترکیه کې د ایکو اتاق رئیس، د ایران، تاجکستان، ترکمنستان، پاکستان، آذربایجان، قزاقستان او قرغزستان اتاقونو رئیسانو او د ایکو بانک رئیس په آنلاین ډول د ګډون ترڅنګ، ویناوې هم وکړې.
 
ښاغلي برهان د خپلو خبرو په ترڅ کې په افغانستان کې د رژیم د بدلون او د هیواد د اقتصادي ستونزو یادونه وکړه او د افغانانو سره يي د یاد سازمان له مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت هم د نړۍ له ټولو هیوادونو په ځانګړي ډول د ایکو سازمان له غړیو هېوادونو سره د ښو اړیکو اراده لري. او بله داچې د افغانستان اسلامي امارت په افغانستان کې د کانونو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د پانګونې اسانتیاوې برابرې کړي دي.
 
ښاغلي برهان د (ایکوتا) سوداګریزو آسانتیاوو هوکړه لیک په عملي کیدو او د اقتصاي همکاریو سازمان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق په مخامخ ناستو جوړیدو ټینګار وکړ.
ښاغلي برهان په هېواد کې د ښه امنیت ډاډ ورکړ او له هېوادونو يي وغوښتل چې په افغانستان کې پانګه اچونه وکړي.
 
دغه راز په دې کتنه کې د ایکو د غړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټي او سوداګریزو ننګونو د حل او د ویزې د اسانتیا په اړه خبرې وشوې او ویناوالو د دغه سازمان د غړو هېوادونو سوداګرو، پانګوالو او ټرانسپورټي شرکتونو په لاره کې د پرتو خنډونو د لرې کولو او د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د بلخ، جوزجان، اندخوی ولایتي اتاقونو رئیسانو او د شمالي ولایتونو یو شمیر سوداګرو د هېواد د سوداګرۍ او صنعت له سرپرست وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي سره د لیدنې په ترڅ کې، د سوداګرو د شتو ستونزو او ننګونو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي احمدي د هېواد د سوداګرو د ستونزو حل په برخه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مشرتابه د دوامداره همکاریو ستاینه وکړه او د هېواد په بندرونو کې د سوداګرو د ځینو ستونزو په اړه د خبرو کولو ترڅنګ، يي د یادو ستونزو حل په برخه کې د یاد وزارت همکاري اړینه وبلله.
 
د بلخ، جوزجان، اندخوى ولایتي اتاقونو ريئسانو او د کندز سوداګرو د ټرانزيټي ستونزو، بهر ته د سوداګرو د پيسو په لېږد کې ځنډ، د لازمو بانکي اسانتياوو د نشتوالي، درې مياشتني راپور او د حيرتان بندر په پرتله له آقینه بندر څخه د ترانزيټي املاکو لوړ لګښتونو یادولو ترڅنګ، دوی د سوداګرۍ او صنعت وزارت له مشرتابه څخه وغوښتل چې د دوی د بانکي او ګمرکي ستونزو په حل کې له اړوندو دولتي ادارو سره همکاري وکړي.
 
ښاغلي عزیزي د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال او ورسره سوداګرو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د خصوصي سکتور څخه مننه وکړه چې په سختو شرایطو کې یې د هېواد د خلکو د اړتیاوو په پوره کولو کې نه ستړی کیدونکې هلې ځلې کړي دي.
 
ښاغلي عزیزي ډاډ ورکړ، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خصوصي سکتور د یوه مهم شریک په توګه د سوداګرو او پانګوالو غوښتنو او وړاندیزونو ته د رسیدګي او د اړوندو څانګو ترمنځ د لازمې همغږۍ او همکارۍ د رامنځته کولو لپاره ژمن دی.

دغه ناسته د اتاق د مدیره پلاوي محترمو لومړي مرستیال محمد یونس مهمند، سوداګریز مرستیال خیرالدین مایل احمدي، د اتاق د څارنې پلاوي منشي عبدالمتین قلندري په حضور او د ټایرونو، مبلایل او بطرۍ واردونکو سوداګرو د استازو په ګډون د اتاق مرکزي دفتر کې وشوه.
 
د ټایر، مبلایل او بطریو واردونکو سوداګرو د دې برخې د اتحادیې لپاره د جواز، په ګمرکونو کې له ټن څخه د آمپیر په محاسبه د بطریو د محصول اخېستل، د ګرځنده (سیار) مراقبت، د نړیوال مارکیټ کې د مبلایل د نرخ لوړیدل او د هېواد ګمرکونو کې په دغه جنس د محصول نه کمیدو او د مالیې وزارت له لوري د ربعوار راپور ستونزې بیان کړی. دوی د اتاق له رهبرۍ وغوښتل، چې له اړوندو ادارو سره د شته ستونزو حل کولو کې مرسته وکړي.
 
ښاغلي مهمند یادو سوداګرو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، او د صادراتو او وارداتو برخه کې د رامنځته شویو اسانتیاوو په اړه خبرې وکړې.
 
ښاغلي مهمند ژمنه وکړه، چې له دې اتحادیې سره به د جواز اخېستلو کې مرسته وکړي، د ګمرکي تعرفې او د ګمرک د ګرځنده مراقبت ستونزې به هم له ګمرکونو او عوایدو معینیت سره شریکې کړي.
ښاغلي خیرالدین مایل د ټای، بطریو او مبلایل له واردونکو د ستونزو د تایید تر څنګ ډاډ ورکړ، چې ډیر ژر به یې ستونزو د مالیې وزارت سره رهبرۍ سره شریکې کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي مالي ريئس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د غزني ولایتي اتاق رئیس او د اتاق د څارنې پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري، د افغان – پاک ګډ اتاق اجرائیوي رئیس او د اتاق د صادراتو او پانګونې پراختیا ډیپارټمنټ مسؤل د لیږد نړیوال شرکت عامل رئیس ښاغلي عدیل بیک او د یاد شرکت د نړیوال ټرانسپورټ او ګمرکونو ريئس ښاغلي ذیشان احمد سره د لیدنې په ترڅ کې، د ګډو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي الکوزي د CTI شرکت مسؤلینو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د هېواد اقتصادي پراختیا برخه کې، د اتاق د بی سارو فعالیتونو او ګاونډي هېواد سره د لیږد په برخه کې شتو ستونزو ته اشاره وکړه.
ورپسی بیا ښاغلي شیرین آغا سخي او عبدالمتین قلندري په واګه او کراچۍ بندرونو کې د افغان سوداګرو د لیږد برخه کې شتو ستونزو ته د اشارې کولو ترڅنګ، او د یوه هوکړه لیک پربنسټ د CTI او افغان خصوصي سکتور ترمنځ ګډو همکاریو هرکلی وکړ.
 
په دی ناسته کې، د CTI نړیوال شرکت مسؤلینو د یاد شرکت فعالیتونو او د افغانستان – پاکستان ترمنځ د ټرانزیټ او سوداګرۍ پر ارزښت د خبرو کولو ترڅنګ، د سویلي او مرکزي آسیا هېوادونو ته، په سریع او ارزان ډول، د افغان سوداګرو سوداګریزو توکو لیږد څخه د CTI شرکت د چمتووالي ډاډ ورکړ.
 
د CTI نړیوال شرکت مسؤلینو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس سره په یوه جلا ناسته کې د یاد شرکت د فعالیتونو په اړه د خبرو کولو ترڅنګ، د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډه همکاري يي د ګاونډیو او سیمې هېوادونو د سوداګرۍ پراختیا لپاره اړینه وبلله.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د مدیره پلاوي د دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، احمد ضیاء عظیمي شینوزاده او ضیاءالدین اچکزي، د څارنې پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري او د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک د کندهار ولایتي اتاق رئیس ښاغلي محمد صدیق مهمند، د صرافانو اتحاديي غړي ښاغلي عبدالرحمن ځیرک او د هېواد د سویلي حوزې یو شمیر سوداګرو سره د لیدنې په ترڅ کې، د اتاق ولایتي اتاق نوي رئیس ته د مبارک باد ویلو ترڅنګ، د هغوی د شتو ستونزو او مناسبو حل لارو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي محمد صدیق مهمند د سوېلي حوزې او د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د یو شمېر سوداګرو د ستونزو د څرګندولو پر مهال د دوی د ستونزو د هواري لپاره د مرکزي اتاق د مشرتابه د پاملرنې غوښتنه وکړه.
ښاغلي مهمند د سوداګرۍ د پراختیا او د هېواد په سویل کې له اړو کسانو سره د مرستو په برخه کې وړاندیزونه وړاندې کړل چې د مرکز د مشرتابه له خوا یې هم هرکلی وشو.
 
ښاغلي مهمند وويل "موږ په سوېلي حوزه او يو شمېر نورو ولايتونو کي د وارداتو او صادراتو مشترک شرکت جوړوو، تر څو عواید يي مستحقو او اړمنو کسانو ته د مرستې په توګه ورکړو."
 
ښاغلي مهمند زیاته کړه "د کندهار اتاق غواړي چي په عصري او نړيوالو معيارونو برابر په هيواد کي يو مسلکي سوداګريز ښوونځى جوړ کړي چي د هيواد د بې وزلو او اړمنو خلکو د اولادونو لپاره د زده کړو اسانتياوي رامنځته کړي او له نورو سوداګرو څخه يې وغوښتل چي د دغه پلان په عملي کولو کي په ملي کچه همکاري وکړي."
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي نورو غړو د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس او د دغه ولایت د سوداګرو ته د ښه راغلاست ویلو او د دوی د د ستونزو له اورېدلو وروسته، د اتاق سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز او خانجان الکوزي هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې مرکزي اتاق هڅه کوي چې د مرکزي اتاق او ولایتي اتاقونو ترمنځ همکاري او همغږي لا زیاته کړي څو د سوداګرو ستونزو ته د پای ټکی کیښودل شي.
 
د مرکزي اتاق مشرتابه د کندهار ولایتي اتاق وړاندیزونو هرکلی وکړ او ژمنه يي وکړه چې د تطبیق په برخه کې به يي خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.

 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي او د ولایتي اتاقونو رئیسانو د ماليي وزارت ګمرکونو او عوایدو له معین ښاغلي مولانا محمد ناصر آخوند او د ګمرکونو عمومي رئیس ښاغلي انجنیر عبدالله سره د لیدنې په ترڅ کې، د سوداګرو شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مایل احمدي د سوداګرو او پانګوالو د ستونزو په حل کې د مالیې وزارت د مشرتابه او په ځانګړې توګه د عوایدو او ګمرکونو ریاست له پرله پسې همکارۍ څخه د خوښۍ د څرګندولو ترڅنګ، د تعرفې او ګرځنده څارنې چې سوداګرو ته سرخوږې جوړ شوی په اړه خبرې وکړې او د ستونزو په حل کې یې له معین څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
د بلخ، جوزجان، اندخوی او کندز ولایتي اتاقونو رئیسانو د ټن څخه امپیر ته د بطري ګانو ګمرکي محصول، په نړۍ کې د مبلایلو بیې لوړوالي او دغه جنس باندی د تعرفې د نه کموالي او د ماليي وزارت لخوا په دری میاشتني راپور ټینګار یادونې کولو ترڅنګ، د یادو ستونزو حل په برخه کې يي د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین، د ګمرکونو عمومي رئیس او د مالیې وزارت نورو تخنیکي مسؤلینو د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال او د ولایتي اتاقونو د رئیسانو د ستونزو له اورېدلو وروسته ډاډ ورکړ چې د دوی ستونزو ته د پای ټکي کیښودو برخه کې به خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.

مقالات دیگر...