د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د خدماتو مرستیال ښاغلي نصیر احمد عرب، د مدیره پلاوي دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د مدیره پلاوي غړیو هر یو خان جان الکوزي، ضیاءالدین اچکزي او احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، د نیمروز د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس ښاغلي حاجي عبیدالله، د خصوصي بانکونو اتحاديې رئیس ښاغلي نجیب الله امیري د افغانستان اسلامي امارت د سوداګرۍ او صنعت وزیر ښاغلي انجنیر سید اکبر آغا او سلاکار وزیر ښاغلي انجنیر هارون سره د لیدنې په ترڅ کې د خصوصي سکتور په مختلفو ستونزو خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند د سوداګرۍ او صنعت وزیر څخه د لیدنې زمینې برابرولو او د خصوصي سکتور ستونزو اوریدلو په تړاو د مننې کولو ترڅنګ وویل "په اوسني وضعیت کې د هېواد سوداګري له بی شمیره ستونزو او ننګونو سره مخ ده. د هېواد سوداګر او د مختلفو برخو استازي تاسو ته د خپلو ستونزو بیانولو په موخه تشریف راوړی دی.
 
ښاغلي مهمند هیله څرګنده کړه چې د سوداګرۍ او صنعت وزارت به د یادو ستونزو په له منځه وړلو او په ننګونو د غلبې حاصلولو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
ښاغلي خان جان الکوزي د کراچۍ، تورخم، سپین بولدک، اسلام قلعه او نورو بندرونو کې شتو ستونزو، ګمرکي تعرفو، د سوداګرۍ او ماليې وزارتونو د دندو تفکیک، په ګمرکونو کې د سیستمونو فعالولو، او د آپټا تړون د اعتبار مودې پای ته رسیدو په اړه خبرې وکړې او د سوداګرۍ او صنعت وزارت څخه يې د یادو ستونزو د حل لارو چارو غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي خان محمد سرفراز باز په اقتصاد او سوداګرۍ کې د صرافۍ رول، د صرافۍ فعالیتونو په وړاندی شتو ستونزو او ننګونو، د صرافۍ او بانکونو ترمنځ اړیکې، په بانکونو کې د سوداګرو میلیونونه ډالرو بندیدلو او ددی بانکونو له لوري د یوه منظم پلان له مخی عدم تادیې په اړه خبرو کولو ترڅنګ، د ستونزو د حل غوښتنه وکړه.
ښاغلي نصیر احمد عرب په ساختماني سکتور کې شتو ستونزو، نیمګړو پروژو، د مالیې او انتفاعي ماليې ساده کولو ضرورت په اړه د خبرو کولو ترڅنګ، د دفترونو، سوداګرو او خصوصي شرکتونو په امنیت او خوندیتوب ټینګار وکړ.
 
ښاغلي شیرین آغا سخي د اتاق مخینې، د هېواد په سوداګرۍ او اقتصاد باندی د ۴۳ کلونو منفي اغیزو، په تشبثاتي او سوداګریزو فعالیتونو باندی د ډیرو مالیاتو لګولو، د اتاق په فعالیتونو کې د ماليې وزارت مداخلې په ځانګړې توګه د وارداتو په برخه کې د خبرو کولو ترڅنګ، په سوداګریزو راکړو ورکړو کې د لازمو آسانتیاوو په رامنځته کولو ټینګار وکړ.
 
ښاغلي ضیاءالدین اچکزي د تورخم او سپین بولدک په بندرونو کې د ۱۰ زره کانتینرونو توقف او منفي اغیزو په اړه يې د خبرو کولو ترڅنګ، ددی ستونزو د حل غوښتنه وکړه.
ښاغلي احمد ضیاء عظیمي شينوزاده د خصوصي روغتونونو فعالیت په وړاندی د شتو ستونزو او د درملو واردولو توقف په اړه خبرې وکړې.
 
ښاغلي نجیب الله امیري په بانکونو کې د شتو ستونزو، د سوداګریزو توکو پیر په موخه د هېواد څخه دباندی د پیسو لیږد په برخه کې شتو ننګونو، د ازبکستان او تاجکستان سره د برښنا تړون پیسو او په اقتصادي او سوداګریزو فعالیتونو باندی يې د منفي اغیزو په اړه خبرې وکړې.
 
د افغانستان اسلامي امارت د سوداګرۍ او صنعت وزیر ښاغلي انجنیر سید اکبر آغا د اتاق د مشرتابه پلاوي ستونزو او وړاندیزونو اوریدلو وروسته د نظام بدلون او له امله یې د راولاړو شویو ستونزو په اړه د خبرو کولو ترڅنګ، ژمنه وکړه چې یادی ټولې ستونزې به د اسلامي امارت اقتصادي کییسون سره شریکې او هڅه به وکړي چې یادو ستونزو ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره په همغږۍ کې د حل لارې چارې ولټوي.
نوموړي زیاته کړه چې د بانکونو او صرافيو ستونزو ته د حل لارو لټول او د اسکیودا سیستم فعالول د دوی د کاري لومړیتوبونو څخه دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لمری مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي دار الانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي د کندهار ولایت د معدن او صنایعو اتاق له رئیس ښاغلي حاجي باریدار صادق او د خامې پښتې پروسس کارخانو لرونکو سره د لیدنې په ترڅ کې د دوی د ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي صادق او د پښتې پروسس کارخانو لرونکو د هېواد د مختلفو لارو څخه د پښتې قاچاق په اړه د خپلو اندیښنو څرګندولو ترڅنګ زیاته کړه "دانه لرونکې پښته به پخوا د هېواد په کورنیو پروسس کارخانو کې د پروسس وروسته د غوړیو، کنجاړې، خالصې پښتې، تار او زرګونه کسانو ته د کار موندنې سبب کیدله خو له بده مرغه، د قاچاق له امله يې نه یواځې دا چې د غوړیو کارخانې وتړل شوې بلکه زرګونه کسانو خپلې دندې هم له لاسه ورکړې.
 
د خامې پښتې پروسس کارخانو لرونکو خپلې ستونزې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه سره شریکې او ورڅخه يې وغوښتل چې د افغانستان اسلامي امارت له اړونده ادارو سره يې شریکې کړې او د له منځه وړلو په برخه کې يې کوټلي ګامونه پورته کړي.
 
ښاغلي مهمند او د اتاق د مشرتابه پلاوي نورو غړیو د پښتې پروسس کارخانو لرونکو سره ژمنه وکړه چې ددوی ستونزې به د افغانستان د اسلامي امارت له اړونده ادارو سره شریکې او له هغوی نه به وغواړي چې د حل لارې چارې ورته ولټوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي خدماتو مرستیال ښاغلي نصیر احمد عرب، د مدیره پلاوي د دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي غړیو هر یو خان جان الکوزي، ذکریا بریالي، ضیاءالدین اچکزي او سید پرویز سادات هوفیاني، د کابل سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي او یو شمیر سوداګرو د کابل لپاره د اسلامي امارت د نظامي قطعې له مرستيال ښاغلي مولوي حجت الله ايوبي او د اسلامي امارت له امنيتي مسٶل ښاغلي مولوي عبدالحميد حماسي سره او د ارشاد او دعوت له نورو مسؤلینو سره د لیدنې په ترڅ کې د خصوصي سکتور د شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د خصوصي سکتور د شتو ستونزو لکه: د ګمرکونو بندیدل، د سوداګرو او د هغوی د کورنیو د امنیت، د بانکونو بندیدل، د واده هوټلونو بندیدل، او په وارداتو او صادراتو کې د شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې او د اسلامي امارت له مسؤلینو څخه يې په خورا درنښت هیله وکړه چې د یادو ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
 
د اسلامي امارت مسؤلینو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه او نورو سوداګرو ستونزو او وړاندیزونو اوریدلو وروسته ژمنه وکړه، چې د نوموړو ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې به ژر تر ژره لازمې هڅې وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لمری مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي دار الانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي د کندهار ولایت د معدن او صنایعو اتاق له رئیس ښاغلي حاجي باریدار صادق او د خامې پښتې پروسس کارخانو لرونکو سره د لیدنې په ترڅ کې د دوی د ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي صادق او د پښتې پروسس کارخانو لرونکو د هېواد د مختلفو لارو څخه د پښتې قاچاق په اړه د خپلو اندیښنو څرګندولو ترڅنګ زیاته کړه "دانه لرونکې پښته به پخوا د هېواد په کورنیو پروسس کارخانو کې د پروسس وروسته د غوړیو، کنجاړې، خالصې پښتې، تار او زرګونه کسانو ته د کار موندنې سبب کیدله خو له بده مرغه، د قاچاق له امله يې نه یواځې دا چې د غوړیو کارخانې وتړل شوې بلکه زرګونه کسانو خپلې دندې هم له لاسه ورکړې.
 
د خامې پښتې پروسس کارخانو لرونکو خپلې ستونزې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه سره شریکې او ورڅخه يې وغوښتل چې د افغانستان اسلامي امارت له اړونده ادارو سره يې شریکې کړې او د له منځه وړلو په برخه کې يې کوټلي ګامونه پورته کړي.
 
ښاغلي مهمند او د اتاق د مشرتابه پلاوي نورو غړیو د پښتې پروسس کارخانو لرونکو سره ژمنه وکړه چې ددوی ستونزې به د افغانستان د اسلامي امارت له اړونده ادارو سره شریکې او له هغوی نه به وغواړي چې د حل لارې چارې ورته ولټوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د ننګرهار سوداګريز اتاق رئیس ښاغلي ګلمراد عرب، ډاکټر مخلص احمد او د ننګرهار سوداګریز اتاق د مدیره پلاوي یو شمیر غړیو او یو شمیر سوداګرو د ماليې وزارت ګمرکونو عوایدو معین ښاغلي عالم شاه ابراهیمي او د ګمرکونو له عمومي رئیس ښاغلي نصرالله دراني سره د لیدنې په ترڅ کې په ګمرکونو کې د شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند، د سوداګرو د ګمرکي ننګونو د له منځه وړلو په تړاو د مالیې وزارت له هڅو څخه مننه وکړه او د سوداګرو موجوده سوداګریزو او ګمرکي ننګونو د حل لپاره يې د مالیې وزارت په لا زیاتو هڅو ټینګار وکړ.
 
ښاغلي مهمند زیاته کړه "مرکز ته د ننګرهار د سوداګرو د مالیې دوسیو لیږل، د مالیې د پیسو په ورکړه کې ځنډ، د ننګرهار مستوفیت کې د اظهارنامو څیړنې برخه کې ستونزې، او د مالیې خدماتو نشتوالی د سوداګرو ترټولو جدي ستونزې دي او د له منځه وړلو په برخه کې يې باید کوټلي ګامونه پورته کړی شي."
 
ښاغلي مهمند د تازه سبزیجاتو او میوو سوداګرو د ګمرکي ستونزو یادونه هم وکړه او ویې ویل چې د مالیې وزارت باید د دې سوداګرو ستونزې حل کړي ترڅو د دوی صادراتي توکي پاکستان ته د صادرولو پرمهال خراب نشي.
 
ښاغلي ګلمراد عرب او نورو سوداګرو هم په ننګرهار ګمرک کې د خپلو ستونزو او پیچلي پروسیجرونو یادونه وکړه یې او د ګمرک له مسؤلینو څخه يې وغوښتل چې د دوی ستونزو ته د حل لارې چارې ولټوي.
 
ښاغلي نصرالله دراني، عالم شاه ابراهیمي او د مالیې وزارت نورو چارواکو د سوداګرو د ستونزو او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د لومړي مرستیال وړاندیزونو اوریدلو وروسته، ژمنه وکړه چې دوی به دی ستونزو ته ژر تر ژره د پای ټکي کیږدي.
 
دوی اړونده ادارو ته لارښوونه وکړه چې د یادو ستونزو حل لپاره علمي ګامونه پورته کړي ترڅو تازه سبزیجات او میوې بهر ته د صادرولو پرمهال خراب نشي.
 
د ناستې په پای کې، ګډون کوونکو پریکړه وکړه چې د غونډې درېیم پړاو به د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق کې ترسره کوي ترڅو د ننګرهار سوداګرو ننګونې او د دوی ګمرکي ستونزې تر بحث لاندې ونیسي.

د افغانستان د سوداگري او پانگي اچوني خوني مشرتابه او پاکستان د سوداګرۍ او صنايعو ګډى خونى مشرتابه نن د سه شنبى په ورځ په کابل کې د پاکستان سفير محترم منصور احمد خان سره وکتل.
 
ياده ناسته کى د ګډى خونى د مديره پلاوي سرپرست رئيس محمد يونس مومند او د ګډى خوني مشرتابه رٸيس محترم خان جان الکوزى، د ګډې خونى د مديره پلاوي غړي هر يو محترم خان محمد سرفراز او محترم ضياولدين اچکزۍ ، د يادى خونې سلاکار محترم ببرک اکبري او اجرايوي رٸيس محترم نقيب الله صافي ونډه واخيسته.
 
غونډه کى د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اوږد مهاله او لنډ مهاله سوداګريزو اړيکو باندى بحث ترسره شو، همدارنګه په افغانستان کې د نوي نظام راتګ د دوه اړخيزه اقتصاد د پرمختګ لپاره ښه فرصت وګڼل شو.
ددى ترڅنګ د خصوصي سکتورونو د اړيکو د پياوړي کولو لپاره د ګډى خوني لخوا د سوداګرو پر تګ او راتګ باندى هم ټينګار وکړل شو.
 
سربيره پردى ځيني تخنيکى ستونزى لکه په تورخم او سپين بولدک کى د خالي کانتينرونو د معطل ستونزه، ټرکونو تګ او راتګ، تعرفوي خنډونه، د بانکونو ستونزى او داسى نور د بحث لاندى ونيول شول.

مقالات دیگر...