د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق، د خپلو ولایتي او ولسوالیو اتاقونو عامل پلاوو کارکوونکو او اجرائیوي آمرینو وړتیا لوړونې، ښو خدمتونو وړاندی کولو، د عوایدو لوړوالي او د مرکز او ولایاتو ترمنځ د ښې همغږۍ په موخه، د اتاق په مرکزي دفتر کې دوه ورځنی روزنیز سیمینار په لاره واچوه.
 
ددی دوه ورځني روزنیز سیمینار په پرانست غونډه کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي ضیاءالدین اچکزي، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د مرکزي اتاق د ډیپارټمنټونو مسؤلینو او د ولایتي او ولسوالیو اتاقونو عامل پلاوو کارکوونکو او اجرائیوي آمرینو ګډون درلود.
 
ښاغلي مهمند ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، په هېواد کې د وروستیو سیاسي بدلونونو سره سره خصوصي سکتور ته د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د ولایتي او ولسوالیو اتاقونو کړنې وستایلې او په دی وروستیو کې يې د هغو ستونزو او ننګونو یادونه وکړه چې د خصوصي سکتور او دده د کارونو په لاره کې خنډ ګرځیدلې وې، په ځانګړې توګه بانکي ستونزې او د خوراکي توکو لوړې بیې.
 
ښاغلي مهمند په دغو ننګونو د برلاسۍ په موخه، د اتاق د مشرتابه د هڅو یادونه هم وکړه، چې په کې د اتاق، سکتوري څانګو او د افغانستان اسلامي امارت مسؤلینو ترمنځ د ښو اړیکو رامنځته کول شامل وه.
 
ښاغلي مهمند د خصوصي سکتور غړو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو، د اتاق د عوایدو د زیاتوالي، مرکز ته د ولایتي او ولسوالیو اتاقونو د ستونزو او فعالیتونو په وخت د راپور ورکولو، په ولایتونو کې د سوداګریزو اتحادیو او انجمنونو یو ځای کول او د اسلامي امارت سیمه ایزو مسؤلینو سره د ولایتي او ولسولیو اتاقونو په ښو اړیکو ټینګار وکړ.
 
ښاغلي شیرین آغا سخي د دغه سیمینار موخه د هرې کاري څانګې د دندو تشریح، د مشرتابه پلاوي د رول او صلاحیتونو، د اتاق په دندو کې د اساسنامې د تطبیق، د اتاق د عوایدو د راټولولو څرنګوالي، لګښتونه اوپه وخت حساب ورکونه په ګوته کړه او د اتاق په ولایتي او ولسوالیو کارکوونکو يې غږ وکړ، چې په ولایتونو کې له سوداګرو او پانګوالو سره د ښو اړیکو په رامنځته کولو او خصوصي سکتور ته د غوره خدمتونو په وړاندې کولو سره د اتاق د عوایدو د زیاتوالي لپاره کار وکړي.
 
دغه راز په دغه سیمینار کې په یو لړ اړینو عملیاتي او اجرایوي موضوعاتو، د مرکزي اتاق او ولایتي/ ولسوالیو اتاقونو تر منځ د همغږۍ، او هغو مسایلو په اړه، چې د اتاق د فعالیتونو د ښه والي او خصوصي سکتور ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې اغیزمن تمامیدای شي، ښاغلي عطايي او میرویس هوتک تفصیلي توضیحات وړاندې کړل.
 
د سیمینار بله برخه چې دوه ورځې به دوام وکړي د مرکزي اتاق د بیلابیلو څانګو مسؤلینو لخوا چمتو شوي معلوماتي پریزنټیشنونو ته ځانګړې شوې وه، چې دغه پریزنټیشنونه به د ولایتي/ولسوالیو اتاقونو عامل پلاوو کارکوونکو او اجرائیه آمرینو ته وړاندی او د هغوی پوښتونو ته ځوابونه وویل شول.

د افغانستان د صادراتو پراختیا په موخه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هڅو په پایله کې، د افغانستان د جلغوزو ۴۵ ټنه کارګو د هوايې دهلیز له لارې د کام ایر هوايې شرکت په مټ چین ته ولیږدول شوه.
 
د کابل په نړیوال هوايې ډګر کې، په دی موخه په جوړ شوي مطبوعاتي کنفرانس کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي، د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي، د افغانستان اسلامي امارت اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین او د افغانستان اسلامي امارت ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د مدیره پلاوي غړیو هریو ښاغلي محمد ګردیزي، ضیاءالدین اچکزي او احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، د اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د کام ایر هوايې شرکت مشرتابه، د نیمروز ولایتي اتاق رئیس ښاغلي حاجي عبیدالله نورزي، د افغانستان جلغوزو اتحادیې رئیس ښاغلي دلدار ځدران، ډیر شمیر سوداګرو او کورنیو او نړیوالو رسنیو ګډون درلود.
 
ښاغلي مهمند د هوايې دهلیز له لارې د هېواد د صادراتو بیا پیل په برخه کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هڅو یادونې ترڅنګ، د جلغوزو سوداګرو او د کام ایر هوايې شرکت رول اړین وباله.
ښاغلي مهمند وویل "دا ځل د هوایې دهلیز له لارې صادرات یواځې د افغان سوداګرو او د کام ایر هوايې شرکت په مالي لګښت ترسره کیږي، او هیڅ ډول بهرنۍ ملاتړ په کې شامل نه دی."
 
ښاغلي مهمند زیاته کړه " جلغوزه د افغانستان د تورو زرو هغه زېرمه ده، چې ارزښت يې ميليونونه ډالره دى او د صادراتو له پيل سره د هېواد په بازارونو کې د يوه کيلو جلغوزې بيه ٥٠٠ افغانۍ لوړه شوې ده."
 
ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي د هوايي دهلېز له لارې د صادراتو پیل د خصوصي سکتور، د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د پکتیا ولایت اوسیدونکو لپاره چې د افغاني پروسې له لارې چین ته صادرېږي، یو ښه زیری وباله.
 
ښاغلي حنفي د جلغوزو مجموعي ارزښت شاوخوا یو ملیارد امریکايې ډالره په ګوته کړ.
 
ښاغلي عزیزي د هېواد د سوداګرۍ پراختیا او اقتصادي لوړتیا په برخه کې، د افغانستان اسلامي امارت او د سوداګرۍ او صنعت وزارت له لوري د هغو فرصتونو یادونه وکړه، چې په راتلونکي کې به وړاندی کړی شي او زیاته یې کړه چې، د سوداګرۍ او صنعت وزارت د هېواد د سوداګرۍ او اقتصادي پراختیا په برخه کې خپلې هیڅ ډول مرستې نه سپموي. او داچې دا وزارت د هېواد په اقتصادي پراختیا کې سوداګري یو بنسټیز او اړین فکتور بولي.
 
ښاغلي ذبیح الله مجاهد د خصوصي سکتور ستونزو هواري په برخه کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هڅو ستاینه وکړه او زیاته يې کړه چې د افغانستان اسلامي امارت د خصوصي سکتور فعالیتونو څخه ملاتړ کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د پانګه اچونې او صادراتو پراختیا ډیپارټمنټ مسؤل او یو شمیر سوداګرو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت له معین ښاغلي مولوي صدراعظم سره د لیدنې په ترڅ کې، پاکستان ته د مڼو صادرولو په برخه کې شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
څو ورځې مخکې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي او یو شمیر سوداګرو د افغانستان لپاره د پاکستان سفیر سره په کابل کې د لیدنې په ترڅ کې، پاکستان ته د صادریدونکو مڼو ستونزو په اړه خبرې وکړې او دا چې پاکستان په افغاني مڼو خپله ګمرکي تعرفه راکمه کړي، نو د پاکستان سفارت په افغانستان کې د تولیدیدونکو مڼو دقیقې کچې په اړه د مالوماتو غوښتنه وکړ.
 
ښاغلي مهمند په هېواد کې د مڼو تولید موسم جریان کې، هېواد ته د بهرنیو واردیدونکو مڼو له امله د رامنځته شویو ستونزو په ځانګړې توګه، له دی امله، د پاکستان له لوري د تعرفې لوړولو یادونه وکړه او د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت له معین څخه یې وغوښتل چې په افغانستان کې د تولیدیدونکو مڼو دقیقې کچې په اړه مالومات وړاندی او دی ستونزې ته د پای ټکي کیښودو په برخه کې لازمه همکاري وکړي.
 
ښاغلي مهمند زیاته کړه: په افغاني مڼو د هند او پاکستان د ترجیحي تعرفو په پام کې نیولو سره، یو شمېر ګاونډي هېوادونه هڅه کوي، چې د افغان مڼو تر نامه لاندې دغو هېوادونو ته خپلې مڼې صادرې کړي او دا کار زموږ د مڼو صادراتو ته زیان رسوي. او ددی کار د مخنیوي لپاره باید په وارداتي مڼو لوړې تعرفې وضع کړی شي.
 
ښاغلي الکوزي د افغانستان په ګډون د سارک د غړو هېوادونو او دا چې دغه هېوادونو د یوشمېر محصولاتو پر وړاندې د موسمي تعرفو تر څنګ ترجیحي تعرفې وضع کړي مالومات وړاندی او له ګاونډیو هېوادونو څخه د مڼو پر وارداتو د لوړو موسمي تعرفو وضع کولو غوښتنه يې وکړه.
 
ښاغلي مولوي صدراعظم د هېواد صادریدونکو تولیدي محصولاتو څخه د ملاتړ کولو ترڅنګ، زیاته کړه "ّپروسږ کال په هېواد کې ۲۷۰ زره ټنه مڼې په هېواد کې تولید شوې وې او سږ کال تر پروسږ کال هم دغه شمیره لوړه ده"
نوموړي ژمنه وکړه، چې د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت هڅه کوي، چې په راتلونکې اونۍ کې په هېواد کې د مڼو تولید په اړه ترټولو دقیق ارقام راټول او د بهرنیو چارو وزارت سره یې شریک کړي.
 
سربیره پردی، د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت معین ژمنه وکړه، چې د سوداګرۍ او صنعت وزارت او د هېواد ګمرکونو سره د ګډې همکارۍ او همغږۍ په پایله کې به په یاده برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي. هغه د موسمي تعرفو له وضع کولو څخه ملاتړ وکړ او د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او نورو اړوندو ادارو سره يې له چين سره د سوداګرۍ د جوازونو د ثبت په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، ضیاءالدین اچکزي او احمد ضیاء عظیمي شینوزاده د کندهار ولایتي اتاق دارالانشاء رئیس ښاغلي قاري ګل محمد او د هېواد د سویل یو شمیر سوداګرو سره د لیدنې په ترڅ کې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ ګډو سوداګریزو دروازو کې شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
د هېواد سوېلي حوزې سوداګرو له پاکستان سره د افغانستان په تېره بيا په سپين بولدک دروازه کې ستونزو او داچې د څو ورځو راهيسې په دې لاره کې د تازه مېوو په ګډون د دوى سوداګريز مالونه بند پاتې دي، خپله اندېښنه څرګنده کړه او د اتاق له مشرتابه یې وغوښتل، چې د دوی ستونزې د افغانستان اسلامي امارت له اړوندو ارګانونو سره شریکې او دغه دروازه دې ژر تر ژره د سوداګریزو توکو لیږد پر مخ پرانیزي.
 
ښاغلي مهمند له پاکستان سره د سوداګریزو بندرونو، لارو او دروازو د پرانستې په موخه، د اتاق د پرله پسې او وروستیو هڅو په تېره بیا د افغانستان د اسلامي امارت د کابینې له مشرتابه او غړو او همدارنګه د پاکستان له سفارت سره یې ناستې کړې دي یادونه وکړه. او زیاته يې کړه چې، هڅه کوي چې دغه لاره ژر تر ژره د هېواد وارداتو او صادراتو پرمخ پرانستل شي.
 
ښاغلي خانجان الکوزي د هېواد د سوداګرو د بېلابېلو ستونزو په حل کې د اسلامي امارت له مسؤلینو سره د اتاق د مشرتابه د غونډو او په ځانګړې توګه پاکستان ته د دغه هېواد د سوداګریزو ستونزو حل په موخه د اتاق د مشرتابه د سفر یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې د همدغو هڅو په لړ کې د تورخم دروازه د سوداګریزو توکو د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او ضیاءالدین اچکزي د افغانستان د درملیزو خدمتونو او طبي توکو اتحاديې له رئیس ښاغلي اسدالله کاکړ سره د لیدنې په ترڅ کې د دوی د شته ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي کاکړ او ددی اتحاديې نورو غړیو خپلې ستونزې په لاندی ډول بیان کړې:
• د درملو او طبي توکو پیر په موخه بهرنیو هېوادونو ته د پیسو په لیږد کې ستونزې
• په څلور یا شپږ میاشتو کې د مالیاتي بیلانس تصفیې ستونزې
• د بلټۍ په توګه د درملو واردولو ستونزې
• او د هغو درملو لیږد موټرونو ځنډونه چې د په مجاز لست کې ځای نه لري
 
او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په مشرتابه يې غږ وکړ، چې د دوی ستونزې د افغانستان اسلامي امارت له اړونده ادارو سره شریکې او د حل لارې چارې ورته ولټوي.
 
د نوموړې اتحاديې غړیو زیاته کړه "هغو هېوادونو ته چې درمل ځینې اخیستل کیږي، که چیرې د پیسو لیږد ستونزې یې حل نه شي، هېواد به د درملو له کمښت سره مخ شي. همدارنګه، د درملو مجاز لست له مخې یواځې ۱۶۰۰ قلمه درمل هېواد ته د واردولو وړ دي، په داسې حال کې چې په هېواد ۱۲۰۰۰ قلمه درمل په مصرف رسیږي، نو موږ غواړو چې د درملو مجاز لست باندی د تکیې پر ځای که چیرې د درملو په معیار او کیفیت باندی تاکید وشي، ښه به وي."
 
ښاغلي مهمند او ښاغلي خان جان الکوزي د ستونزو اوریدو وروسته وویل چې دوی پخوا تر دی هم د عامې روغتیا وزارت سره د درملو د کمښت اندیښنې شریکې کړې وي او د درملو اتحادیې له غړیو څخه وغوښتل چې خپلې ستونزې او وړاندیزونه په کتبي ډول د اتاق سره شریک کړي، ترڅو د اتاق مشرتابه يې د افغانستان اسلامي امارت اړوندو ادارو سره د شریکولو په پایله کې د حل لارې چارې ورته ولټوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي ضیاءالدین اچکزي، د نیمروز ولایتي اتاق رئیس ښاغلي حاجي عبیدالله نورزي، د کندهار ولایتي اتاق مرستیال ښاغلي حاجي محمد داود قادري او د هېواد سویل حوزې یو شمیر سوداګرو د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا له مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي سره د لیدنې په ترڅ کې، په سپین بولدک ګمرک کې د شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند او د سویل حوزې سوداګرو سپین بولدک ګمرک کې شته ستونزې، په سوداګریزو توکو بار ګاډو ځنډیدنه یا توقف په ځانګړې توګه د هغو ګاډو توقف چې په صادراتي تازه میوو بار دي، او د هېواد سوداګرو او باغ لرونکو ته د بی شمیره زیانونو سبب ګرځي په ګوته کړې او د افغانستان اسلامي امارت له اړوندو ادارو څخه يې د یادې ستونزې حل په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي حنفي د اتاق د مشرتابه پلاوي او سوداګرو ستونزو اوریدو وروسته، د یادې ستونزې حل په برخه کې، د اسلامي امارت مشرتابه له هڅو ډاډ ورکړ او ژمنه يې وکړه، چې د اسلامي امارت اړوندو ادارو ته به لارښوونه وکړي، ترڅو یادې ستونزې ته د پای ټکی کیښودل شي.

مقالات دیگر...