د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پوهنتونونو او خصوصي تحصیلي ادارو سره د خپلې همکارۍ په سلسله کې، د جهان لوړو زدکړو مؤسسې سره د همکارۍ تفاهملیک لاسلیک کړ.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي د خصوصي تحصیلي ادارو سره د اتاق د همکارۍ په اړه وویل "اتاق تل هڅه کړی څو د پوهنتونونو او لوړو زدکړو خصوصي ادارو د تخنیکي وړتیا لوړونې او کار زدکړې برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي."
 
ددی تفاهملیک پر بنسټ، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په هر سمستر کې د جهان پوهنتون ۲۰ تنه زدکوونکو ته د اقتصاد، مدیریت او سوداګرۍ برخه کې د کار زدکړې زمینه برابروي او په مقابل کې د هغو زدکوونکو لپاره چې د اتاق لخوا جهان لوړو زدکړو ته معرفي کیږي، ۵۰ سلنه تخفیف په نظر کې نیول شوی.
 
دغه تفاهملیک د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او د جهان لوړو زدکړو مؤسسې رئیس ښاغلي دوکتور عبدالحکیم نوري په واسطه لاسلیک شو.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د مدیره پلاوي پانګه ایز مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي په داسی حال کې چې د اتاق ستر سلاکار ښاغلي مطیع الله ګردیزي، د خوست ولایتي اتاق رئیس ښاغلي شهباز خان ګربز، د پکتیا ولایتي اتاق مرستیال ښاغلي محمد اسلم وزیري، د خوست او پکتیکا ولایتي اتاقونو عامل پلاوو مسؤلانو هر یو سیلاب ساحل او نواب امیرزي يې ملتیا کوله د زلزله ځپلو ولایتونو څخه د لیدنې په ترڅ کې، د ولایتي اتاقونو له مسؤلینو سره د زیانمنو په اړتیاو او دوی ته د خصوصي سکتور د بشردوستانه مرستو د توزیع د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې.
 
د دغه سفر په ترڅ کې د اتاق مشرتابه پلاوي له زلزله ځپلو سیمو څخه لیدنه وکړه او په ولایتونو کې یې له سیمه ییزو استازو او سیمه ییزو چارواکو سره وکتل. د اتاق مشرتابه پلاوي د زیانمنو سیمو له خلکو او مشرانو سره د خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب څرګند کړل او په یادو ولایتونو کې یې له زیانمنو خلکو سره د مرستو په برخه کې د اتاق او خصوصي سکتور د چمتووالي ډاډ ورکړ.
 
د زیانمنو شویو سیمو خلکو او مشرانو د اتاق له مشرتابه سره د لیدنې په ترڅ کې د رضایت په څرګندولو سره، د ویجاړو شویو کورونو د بیارغونې، د کلینکونو او عام المنفعه مرکزونو د جوړولو په برخه کې د خلکو د لومړیتوبونو په ګډون خپلې ستونزې مطرح کړې.
 
ښاغلي محمد یونس مهمند او ښاغلي سلطان محمد صافي د پورتنیو ولایتي اتاقونو له مسؤلینو او کارکوونکو سره په جلا جلا کتنو کې د یادو اتاقونو او سوداګرو پر ستونزو او وړاندیزونو خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې، اتاق به د دوی شته ستونزو ته د مناسبو حل لارو لټولو برخه کې نه ستړی کیدونکې هلې ځلې وکړي.
 
د اتاق مشرتابه پلاوي غړو د اضطراري کمېټې له رئیس مولوي شرف الدین سره هم وکتل او د خصوصي سکتور د مرستو او له دغې کمېټې سره د همغږۍ په اړه یې خبرې وکړې.
دغه راز ښاغلي محمد یونس مهمند او سلطان محمد صافي دخوست امنیه قوماندان مولوي محبوب شاه قانت سره په لیدنه کې په دغه ولایت کې دسوداګرو پر ستونزو او له خصوصي سکتور سره دامنیتي ارګانونو دهمکارۍ په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار تر مشرۍ لاندی او د مشرتابه پلاوي اکثریت غړیو د پنجشنبه په ورځ د روان لمریز کال د چنګاښ په ۲مه، د یوې بیړنۍ ناستې په ترڅ کې، د خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو زلزله ځپلو سره د خواخوږۍ څرګندونې ترڅنګ، شهیدانو ته د مغفرت دعا وکړه او د یادې ناوړه پیښې زیانمنو سره يې د خپلو شخصي بودیجو څخه د ۱۵ میلیونه افغانیو مرستې کولو اعلان وکړ.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوی د زلزلې زیانونه ډیر ستر او هلاکوونکي بولي او د هېواد د سوداګرو او پانګوالو څخه په خورا درنښت هیله کوي چې، د یادې پېښې زیانمنو سره د بشردوستانه مرستو په ترسره کولو سره، خپله ایماني، اسلامي او وجداني وجیبه ادا او د زیانمنو لاسنیوی وکړي.
 
همدارنګه، د زلزلې زیانمنو سره به بشردوستانه مرستې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په همغږۍ دوام ولري.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي د انالوګ تیر څخه ډیجیټال تیر ته د اوښتون په ارزښت خبرې وکړې او زیاته ته يې کړه چې د ډیجیټال تیر له لارې د مختلفو هېوادونو سره د اړیکو لرل د سوداګرۍ په پراختیا او سوداګریزو توکو په ټرانزیټ کې اړین رول لوبوي.
 
د ګمرکاتو عملیاتي مرستیال ښاغلي محمد عمر مهمند د ټرانزیټ له مخې د افغانستان د جغرافیايي موقعت په اړه د خبرو کولو ترڅنګ، وویل چې افغانستان د مرکزي او سویلي آسیا هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو د ټرانزیټ برخه کې مهم رول لوبولی شي.
 
نوموړي د سږکال په لومړنیو دریو میاشتو کې د تیر سیستم څخه ګټه پورته کونه هیله بخښونکی وبلله او هیله يې څرګنده کړه چې سږ کال له ۵۰ زرو څخه زیات وسایط د تیر سیستم څخه ګټه پورته کړي.
 
د IRU سازمان د تیر له غړیو هېوادونو څخه غوښتې چې د فساد د مخنیوي په موخه د ډیجیټال تیر سیستم څخه ګټه پورته کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د افغانستان لپاره په مسکو کې د سوداګریزې شورا سره د سوداګرۍ او پانګه اچونې پراختیا او د ګډو همکاریو په موخه، د همکارۍ تفاهملیک لاسلیک کړ.
 
ددی تفاهملیک پربنسټ، دواړه لوري د پروژو تطبیق، د روسي او افغاني ګډو شرکتونو ترمنځ د لیږد، تدارکاتو، زیرمو، انرژۍ، ودانیزو کارونو، میخانیکي مهندسۍ، کرنې او د بانکدارۍ سکتور پراختیا برخه کې هلې ځلې او ګډ کار کوي.
 
یاد تفاهملیک، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د افغانستان لپاره په مسکو کې د سوداګریزې شورا رئیس ښاغلي دیمتري انتونوف له لوري د افغانستان سره د همکارۍ په موخه لاسلیک شو.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي شپاړسمه ناسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار تر مشرۍ لاندی او د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، پانګه ایز مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، خدماتي مرستیال ښاغلي نصیر احمد عرب، مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، عامل پلاوي رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، ذکریا بریالي، آذرخش حافظی، محمد داود یوسفزي، احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، احمد شکیب احمدیار، ضیاءالدین اچکزي او بهادر خیرخواه په ګډون په مرکزي دفتر کې ترسره شوه.

په ناسته کې، د قرآن کریم د څو آیتونو په تلاوت سره شهیدانو ته د مغفرت دعا وشوه او د زلزلې زیانمنو سره د اتاق د مشرتابه پلاوي له لوري د ۱۵ میلیونه افغانیو مرستې اعلان وشو.
 
د ناستې اجنډا د ښاغلي ذکریا بریالي له لوري مطرح او ښاغلي عطايي د عامل پلاوي کاري راپور وړاندی کړ.
 
په یاده ناسته کې، د اجرائیه کمېټې د ۱۹مې ناستې د پریکړو او مدیره او عامل پلاوو وړاندیزونو په اړه بحث وشو او په اړه يې لازمې پریکړې ونیول شوې.

 

مقالات دیگر...