د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي د پلاستیک واردوونکو سوداګرو سره د لیدنې په ترڅ کې، په اسلام قلعه بندر کې د دوی د سوداګریزو وسایطو د توقف او لوړو ګمرکي تعرفو په اړه خبرې وکړې.
د پلاستیکي رولونو واردوونکو استازي ښاغلي ولید شیرزي هېوادوالو ته د خپلو وارداتي محصولاتو د لوړې تعرفې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل: د مالیې وزارت د ګمرکونو معینیت له مخکني خبرداري پرته د ګمرکي تعرفو بیه له ۱۰ سلنې څخه ۳۰ سلنې ته لوړه کړې ده چې، یاده چاره سوداګرو ته د ستونزو رامنځته کیدا سبب ګرځیدلې ده.
نوموړي د سوداګرۍ اتاق له مشرتابه وغوښتل، چې د سوداګرو او اړوندو دولتي ادارو ترمنځ د همغږۍ په رامنځته کولو سره د دوی د ستونزو په حل کې همکاري وکړي.
ښاغلي احمدي د پلاستیکي رولونو واردوونکو د ستونزو د اوریدلو پرمهال د سوداګرو په لاره کې د پرتو خنډونو د لیرې کولو په برخه کې د سوداګرۍ اتاق د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه چې یاده ستونزه به د ګمرکونو له معینیت سره شریکه او د حل په برخه کې به يې هر ډول اړینه همکاري ترسره کړي.
ښاغلي مایل احمدي د پلاستیکي رولونو له سوداګرو او واردونکو وغوښتل چې په هېواد کې دننه د پلاستیکي رولونو په تولید کې پانګونه وکړي، څو وکولای شي د سیمې او نړۍ د هېوادونو له تولیداتو سره سیالي وکړای شي.
زېرمتون
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د نفرایت کان کیندونکو سوداګرو سره لیدنه ترسره کړه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمد د غزني اتاق رئیس او د څارنې پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري په ملتیا د نفرایت کان شرکت رئیس ښاغلي حاجي جهانزیب او د نفرایت کان کیندونکو سوداګرو سره د اتاق په مرکزي دفتر کې د لیدنې په ترڅ کې، د دوی د شته ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
ښاغلي جهانزیب هغه ستونزې چې دوی ورسره په ګمرکونو کې لاس او ګریوان دي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي سره شریکې او په دی برخه کې يې د اتاق د مشرتابه پلاوي د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي مهمند د دوی د ستونزو اوریدو وروسته ژمنه وکړه چې د دوی ستونزې به د اړوند حکومتي په ځانګړې توګه ګمرکي چارواکو سره شریکې او د حل په لارو چارو کې به يې خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د یوناما دفتر د اقتصادي پروګرامونو له مسؤلې سره لیدنه ترسره کړه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او د مانا شرکت رئیس ښاغلي غلام فاروق مهمند يې ملتیا کوله، د یوناما دفتر د اقتصادي پروګرامونو له مسؤلې آغلې دینای بوګاس سره د لیدنې په ترڅ کې، د پیسو د انتقال ستونزې، د هېواد سوداګرو لپاره د ویزو د صدور برخه کې شته ستونزو او د بیخبنسټیزو پروژو په اړه خبرې اترې وکړې.
ښاغلي مهمند وویل "سره له دی چې، په هېواد کې ټولیز امنیت راغلی، د کوکنارو کرکیله پای ته رسیدلې او اداري فساد له منځه تللی، د سوداګرو د پیسو انتقالاتو برخه کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کول د هېواد د سوداګرۍ او پانګونې د ودې اساسي عنصر ګڼو او په دی برخه کې د یوناما دفتر د اقتصادي پروګرامونو له مسؤلې څخه د لازمې همکارۍ غوښتنه کوو."
ښاغلي مهمند د سوداګریزو راکړو ورکړ، برښنا تولید او د کانونو استخراج برخه کې، د بانکي خدماتو معیاري کول اړین وبلل او یاده چاره يې د هېواد د اقتصادي ودې او پراختیا لپاره برخلیک ټاکونکې وبلله او د نړیوالې ټولنې د همکارۍ غوښته يې وکړه.
آغلې دینای بوګاس د هېواد د اقتصادي ودې برخه کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق هڅې وستایلې او پورته یادو مواردو په اړه يې د خپلو هر اړخیزو همکاریو او مرستو ډاډ ورکړ.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د برښنايي توکو واردوونکو سوداګرو سره لیدنه ترسره کړه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي ضیاءالدین اچکزي د برښنايي توکو واردوونکو اتحاديې رئیس ښاغلي فاروق کوټوال سره د لیدنې په ترڅ کې، د دوی د شته ستونزو او ننګونو په اړه خبرې وکړې.
د برښنايي توکو واردونکو اتحادیې رئیس ښاغلي فاروق کوټوال د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه سره په امنیتي برخه کې شته ستونزې مطرح کړې او د یادو امنیتي ننګونو په حل کې یې د اتاق د مشرتابه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي مهمند په دې ناسته کې د سوداګرو د هرکلي او د هغوی د ستونزو د اورېدو پرمهال ژمنه وکړه، چې د دوی ستونزې به له اړوندو امنیتي چارواکو سره شریکې کړي او د حل په برخه کې به یې هر ډول لازمه همکاري وکړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د ترکيې په سفارت کې، د یاد هېواد د وروستۍ زلزله ځپلو سره خواخوږي څرګنده کړه.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د مدیره پلاوي د دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، ذکریا بریالي او ضیاءالدین اچکزي، د کابل سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي او یو شمیر سوداګرو يې ملتیا کوله د افغانستان لپاره د ترکيې سفارت ته ولاړ او د ترکيې هېواد د وروستۍ زلزلې وفات شویو ته د دعا کولو ترڅنګ، د یادې ناوړه او زړه بوګنونکې پیښې ټپیانو او د وفات شویو وارثانو ته يې د خپلې غمشریکۍ او خواخوږۍ مراتب وړاندی کړل.
ښاغلي مهمند په افغانستان کې په سختو حالاتو او طبیعي پېښو کې د ترکیې د حکومت او خلکو د پرله پسې بشري مرستو یادونه وکړه او په ترکیه کې یې وروستۍ زلزله یو ستر ناورین وباله.
ښاغلي مهمند د هېواد د خصوصي سکټور له خوا د ترکيې له زیانمنو سره بشردوستانه مرستې په ځانګړې توګه د هرات ولایتي اتاق نقدي کڅوړه او په ترکیه کې میشت افغان سوداګرو مرستې وستایلې.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي غړیو په همدی مناسبت د ترکيې له زلزله ځپلو سره خپله خواخوږي او غمشریکي د یاد هېواد د سفارت په تعزیت کتاب کې ثبت کړه.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د سوداګرو بانکي ستونزې واوریدې
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خانجان الکوزي او ضیاالدین اچکزي، د غزني اتاق رئیس او د څارنې پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري، د کابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي احمدشاه حکیمي او د جوزجان د سوداګرۍ اتاق رئیس ښاغلي البرز عطايي په ملتیا د اوسپنې د ویلي کولو اتحاديې له رئیس ښاغلي عبدالنصیر رشتیا او د هېواد یو شمیر سوداګرو او پانګوالو سره په مرکزي دفتر کې د لیدنې په ترڅ کې، په میوند بانک کې د سوداګرو د پیسو بندیدو، یادې ستونزې ته د حل لارې پیدا کولو او په دی برخه کې د اړوندو حکومتي ادارو سره د همغږۍ رامنځته کولو په اړه خبرې اترې وکړې.
محترم عبدالنصیر رشتیا په میوند بانک کې د هیواد د سوداګرو د پیسو د بندیدو او د هغوی پیسو ته د هغوی د نه لاسرسي په اړه وویل: د هیواد سوداګر په میوند بانک کې د خپلو پیسو د بندیدو له امله د نغدینګۍ د شدید کمښت سره مخ دي چې یاده چاره د ډیرو ستونزو رامنځته کولو سربیره، سوداګر ناتوانه کوي څو په کور دننه او بهر خپلې سوداګریزې کړنې او فعالیتونه ترسره کړي.
نوموړي د دوی د ستونزو د حل په موخه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د دوامداره همکارۍ ستایلو ترڅنګ، د دې ستونزې د حل په برخه کې له اړوندو دولتي ادارو سره د اتاق د لا زیاتې همکارۍ او همغږۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي مهمند د هېواد په اقتصادي وده او پرمختګ کې د هېواد د سوداګرو او پانګوالو رول ارزښتناک وباله او د سوداګرو او پانګوالو د پیسو بندېدل یې د اندېښنې وړ او د هېواد اقتصاد ته سخت زیان وباله.
ښاغلي مهمند د میوند بانک څخه د هېواد د سوداګرو د پیسو راخلاصول د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه له کاري لومړیتوبونو څخه وګڼل او په دې برخه کې یې د اتاق د مشرتابه د هڅو ډاډ ورکړ.