د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د مدیره پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د مدیره پلاوي غړیو هر ښاغلي خان جان الکوزي او ضیاءالدین اچکزي، د کابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال احمد شاه حکیمي، د کابل سوداګرۍ اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي شاه محمود شریفي او د اتاق د عامل پلاوي د صادراتو او پانګونې ډیپارټمنټ مسؤل د نړیوال سوداګریز مرکز همغږۍ ستر سلاکار ښاغلي ګوویند وینو پرساد او د یاد مرکز د کرهڼې سکتور متخصص ښاغلي دیوایا الاپاندا کوشالاپا سره د لیدنې په ترڅ کې، د سوداګرو ستونزو او د هېواد اقتصادي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي ونوپرساد زیاته کړه چې افغانستان ته یې د اوسني سفر موخه د اروپايي ټولنې په مرسته د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په همکارۍ د (ITC) د سوداګریزو پروژو ترسره کول او د وروستیو سیاسي بدلونونو وروسته د خصوصي سکټور، د سوداګرۍ د وضعیت، ننګونو، ستونزو څیړنه کول او د هغو همکاریو او اقداماتو په اړه بحث چې باید ترسره شي.
ښاغلي مهمند د نړیوال سوداګریز مرکز مسوولینو ته د ښه راغلاست پرمهال په اوسني وضعیت کې د سوداګریزو پروژو د پیل هرکلی وکړ او دا یې یو ښه او مهم ګام وباله.
نوموړي په هېواد کې له سیاسي بدلونونو وروسته د افغانستان خصوصي سکټور پر وړاندې د ننګونو په اړه خبرې وکړې، چې په کې د وزارتونو په کارونو کې خنډ او ځنډ، د نړیوالې ټولنې له خوا د افغانستان بانک او د هېواد د خلکو د شتمنیو کنګل کیدل، د خلاصون او پر سوداګرۍ او اقتصاد يې منفي اغیزې، د خصوصي بانکونو ستونزې، له بېلابېلو هېوادونو سره سوداګرو ته د ویزو د ورکړې ستونزې او د سوداګریزو توکو د پېرلو لپاره د سوداګرو د پیسو د لېږد ستونزې یادې کړې او د ستونزو په حل کې یې د سوداګرۍ نړیوال سازمان د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي مهمند د پورتنیو ستونزو تر څنګ د هغو بېلابېلو شرکتونو د ستونزو یادونه وکړه چې له تېر حکومت او بسپڼه ورکوونکو سازمانونو سره یې قراردادونه کړي وو او خپلې ډېرې پروژې یې بشپړې کړې وې، خو د خپلو پیسو په ترلاسه کولو نه دي توانېدلي چې دا کار د شرکتونو او خلکو په اقتصاد باندی ناوړه اغیزې لري.
د اتاق لومړي مرستيال د هوايي دهلېز د فعاليت بندېدل د هېواد د صادراتو پر وړاندې بله ننګونه وبلله او ټينګار يې وکړ چې د هوايي دهلېز له پروګرام څخه بايد ملاتړ وشي.
ښاغلي مهمند د کرنې او مالدارۍ په برخه کې شته ننګونې د هېواد په عمده کرنیز اقتصاد کې د نورو اغېزمنو عواملو په توګه وبللې، چې باید ورته د حل لارې چارې ولټول شي.
ښاغلي مهمند د خپلو خبرو په جریان کې وویل چې کومې ستونزې چې اته میاشتې وړاندی موجودې وي، د هېواد صادراتو کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، اداري فساد له منځه تللی، د سوداګرو او ښارونو امنیت ټینګ شوی او د افغانستان اسلامي امارت د خصوصي سکتور سره د خپلو همکاریو برخه کې ژمن دی.
دغه راز ښاغلي الکوزي، ښاغلي برهان او ښاغلي اڅکزي په هېواد کې د شته ستونزو په اړه خبرې وکړې او د شته ستونزو د راکمولو لپاره یې د سوداګرۍ د نړیوال مرکز (ITC) او نړیوالې ټولنې همکاري ډېره مهمه وګڼله.
ښاغلي شفیق الله عطايي د سوداګرۍ نړیوال مرکز له مسؤلینو سره په لیدنه کې، د اتاق او د نړیوال سوداګریز مرکز د لا زیاتو ګډو همکاریو او همغږیو په اړه خبرې وکړې او په دی برخه کې يې د اتاق د همکاریو ډاډ ورکړ.