د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي د کندا میوو قرنطیني آفتونو او فومیګیشن مرکز پرانست غونډه کې چې د حکومت لوړ پوړو چارواکو سربیره، د کندا فروټ شرکت رئیس ښاغلي سعدالدین سعید او د خصوصي سکتور غړیو هم پکی ګډون درلود، ګډون او ویناوې وکړې. ښاغلي مهمند د دې مرکز د پرانستلو له امله د کندا فروټ شرکت له مسؤلینو څخه د مبارکۍ او مننې په څرګندولو سره وویل "افغان سوداګرو او صادرونکو تل د کرنیزو محصولاتو فومیګیشن په موخه زیاتې پیسې او وخت ګاونډیو هېوادونو او د سیمې ته په مصرف رسولي دي، چې له نېکه مرغه د دغه مرکز په پرانیستلو او د فعالیت په پیلیدو سره صادروونکي کولای شي خپل مالونه په کم لګښت او وخت کې د سیمې او نړۍ هیوادونو ته صادر کړي."
د اتاق لومړي مرستيال زياته کړه "د هېواد صادرات د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ زيات شوي او دغه لړۍ دوام لري."
نوموړي ټینګار وکړ چې د دغه مرکز په فعالیت سره باید د هېواد صادرات د افغانستان تر نامه لاندې ترسره شي.
ښاغلي خان جان الکوزي د سوداګرۍ او صنایعو په وده کې د کرنې او اوبولګولو ستر اهمیت ته په اشارې سره وویل "د کندا فروټ شرکت له کلونو راهیسې ګاونډیو هېوادونو او سیمې ته د مېوو او سبزیجاتو د صادرولو په برخه کې د پام وړ خدمتونه وړاندې کړي دي."
نوموړي د دغه ډول مرکز پرانیستل د هېواد د توکو او تولیداتو د صادراتو په برخه کې یوه بېړنۍ اړتیا وګڼله.
د فومیګیشن او قرنطین آفتونو د کنټرول مرکز اجرائیوي رئیس ښاغلي نجیب الله مهمند د دغه مرکز د ګټو په اړه خبرې وکړې او زیاته يي کړه "فومیګیشن د صادرونکو لپاره د سوداګریزو محصولاتو ساتل او سالم مدیریت، د ډول ډول زیان رسوونکو حشراتو او قرنطین آفتونو له منځه وړلو او د سوداګریزو توکو لپاره د نړیوال اعتبار لاسته راوړلو سبب ګرځي."
زېرمتون
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د جلغوزیو اتحایې له رئیس او غړیو سره لیدنه ترسره کړه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق، چین هېواد ته د هوايي دهلیز له لارې د جلغوزیو د صادارتو د زیاتوالي په موخه د صادراتو او پانګه اچونې پراختیا ډیپارټمنټ لخوا په جوړه شوې غونډه کې چې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د عامل پلاوي سرپرست او مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک پکې ګډون کړی وه، د جلغوزیو اتحاديې له رئیس ښاغلي دلدار ځدراڼ او غړیو سره د هوايي شرکتونو له لارې د جلغوزیو صادارتو او په دی برخه کې د شته ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې. په دې کتنه کې د هوايي دهلېز له لارې د جلغوزيو د صادراتو او د هوايي دهلېزونو له لارې د ټرانزیټ، د کورنيو او بهرنيو هوايي شرکتونو د لېږد رالېږد د کچې، د لېږد مناسب نرخ په ټاکلو کې د سوداګرۍ اتاق پر همکارۍ او د هوايي دهلېزونو او صادروونکو ترمنځ د همغږۍ په اړه چې له کابل څخه شانګهای ته د مستقيم صادراتو او همدارنګه د کابل – ډهلي او ډهلي – شانګهای لارو په شان د کابل – دوبۍ او دوبۍ – شانګهای د لارو د صادراتو په اړه هم خبرې وشوې.
ښاغلي دلدار ځدراڼ او د جلغوزیو صادرونکو چین ته د جلغوزیو د صادراتو په برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له پرله پسې همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ، د هوايي شرکتونو له لارې د جلغوزیو د ټرانسپورټ کچه د ګاونډیو هېوادونو په پرتله لوړه وګڼله او د اتاق له مشرتابه يې وغوښتل چې د مناسب نرخ موندلو لپاره د هوایی شرکتونو سره خبرې او په دی برخه کې همکاري وکړي.
ښاغلي مهمند د جلغوزیو د سوداګرو ستونزو او وړاندیزونو له اورېدلو وروسته د جلغوزیو د صادروونکو لپاره د هوايي دهلېز له لارې د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې د هوايي دهلېز او اړوندو دولتي ادارو سره د همغږۍ په موخه د یاد اتاق د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ. او د جلغوزیو له اتحادیې څخه یې وغوښتل چې د ګاونډیو هیوادونو له لارې د کابل – شانګهای مستقیم صادراتو ته ترجیح ورکړي.
ښاغلي مهمند د کام ایر هوايي شرکت له لارې د جلغوزیزو د انتقال نرخ کموالي په موخه، د دغه شرکت له رئیس ښاغلي زمري کامګار سره ټلیفوني خبرې وکړې او ښاغلي کامګار هم په یاده برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
په پام کې ده چې د کابل – شانګهای او همدارنګه د کابل – ډهلي او ډهلي – شانګهای او د کابل – دوبۍ او دوبۍ – شانګهای لارو څخه د جلغوزیو د لیږد په اړه په راتلونکو ورځو کې د هوايي شرکتونو، د جلغوزیو اتحاديې او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ترمنځ تفاهملیک لاسلیک شي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د جلغوزیو صادرونکو سره لیدنه ترسره کړه
دا لیدنه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د اتاق د صادراتو او پانګه اچونې پراختیا ډيپارټمنټ مسؤل ښاغلي میرزمان پوپل، د کام ایر هوايي شرکت عامل رئیس ښاغلي حاجي محمد داود شریفي، د جلغوزیو اتحاديې رئیس ښاغلي دلدار ځدران او د جلغوزو صادرونکو یو شمیر سوداګرو په ګډون د اتاق د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شوه. ښاغلی خانجان الکوزي د جلغوزیو صادرونکو مسؤلینو ته وویل "د جلغوزیو د صادراتو لپاره یو بازار شته او موږ باید په یوه مارکیټ بسنه ونه کړو، هڅه وکړو چې د خپلو صادراتو لپاره نور بازارونه ولټوو. موږ د یو منظم پلان په لرلو سره باید هڅه وکړو چې زموږ صادراتي توکي زموږ د هېواد په نوم بهرنیو هېوادونو ته صادر شي او دولت دې په دې برخه کې له موږ سره همکاري وکړي، تر څو زموږ د سوداګرو مالونه څومره چې ممکن وي بهر ته صادر شي."
ورپسې دلدار ځدراڼ د جلغوزیو د صادرونکو شته ستونزې مطرح کړې او د سوداګرۍ اتاق له مشرتابه یې وغوښتل چې د حل په برخه کې ورسره همکاري وکړي، په ځانګړې توګه له هوايي شرکتونو سره په همغږۍ کې، تر څو د سوداګرو مالونه په ارزانه بیه انتقال او افغان سوداګر وکولی شي د نورو هېوادونو سوداګرو سره سیالي وکړي.
ورپسې ښاغلي شریفي په چین کې د هوايي شرکتونو په ځانګړې توګه د کام ایر په وړاندې د شته ننګونو په اړه خبرې وکړې او زیاته ته يي کړه "موږ د صادراتو په برخه کې له خپلو کورنیو شرکتونو سره همکارۍ ته چمتو یو. د تیرو وختونو په پرتله د الوتکو د ښکته کېدو او پورته کېدو، د هوايي ډګر د خدمتونو او د سون توکو په بیو کې زیاتوالی راغلی چې باید د هېواد سوداګر يي په پام کې ونیسي."
په پای کې، د اتاق مشرتابه پلاوي د نورو هوايي شرکتونو په ځانګړې توګه د کام ایر هوايي شرکت سره په لا ډیرې همغږۍ ټینګار کولو ترڅنګ، ګاونډیو او نورو هېوادونو ته د افغانستان د صادراتي توکو په ځانګړې توګه د جلغوزیو په ټرانزیټ کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق اجرائیه کمېټې یو ویشتمه ناسته ترسره شوه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق اجرائیه کمېټې یو ویشتمه ناسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار تر ریاست لاندی او د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان او د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال او سرپرست ښاغلي میرویس هوتک په ګډون په مرکزي دفتر کې ترسره شوه.
په پیل کې د دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز په اجنډا کې شاملې موضوعګانې د ناستې ګډونوالو سره شریکې کړې.
ورپسی د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال او سرپرست ښاغلي میرویس هوتک د عامل پلاوي راپورونه وړاند کړل او د اجرائیه کمېټې او عامل پلاوي په وړاندیزونو تر هر اړخیز بحث وروسته، لازمې پریکړې وشوې.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د صادراتو کمېټې رئیسې او د آسیا اقتصادي مسؤلې سره لیدنه ترسره کړه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند جرمني ته د خپل سفر په جریان کې د صادراتو کمېټې رئیسې او د آسیا اقتصادي مسؤلې آغلې هیلین رانګ سره لیدنه ترسره کړه او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او پانګه اچونې پراختیا او جرمني ته د افغانستان د صادراتو په زیاتوالي خبرې اترې وکړې. ښاغلي مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د تېرو ۹۰ کلونو د فعالیتونو او له جرمني سره د ښو سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په اړه مېرمن هیلین رانګ ته معلومات وړاندې کړل. نوموړي د افغانستان د صادراتي محصولاتو په تېره بیا د هېواد د غالۍ او تازه او وچې مېوې د صادراتو په اړه چې ښه او عضوي کیفیت لري یادونه وکړه او جرمني ته یې د افغانستان د محصولاتو د صادراتو د زیاتوالي په برخه کې د جرمني د صادراتو د کمېټې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي مهمند په افغانستان کې د پانګونې د ښه چاپېریال، د برېښنا انرژۍ د تولید اړتیا او هغو تجربو ته اشاره وکړه چې جرمني په تېرو کلونو کې زموږ په هېواد کې د برېښنا د تولید په برخه کې کړې دي او په دې برخه کې یې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور د ګډې پانګونې غوښتنه وکړه.
آغلې هیلن رانګ ښاغلي مهمند ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د افغانستان د سوداګرۍ او صاداراتو او همدارنګه د برېښنا په برخه کې یې د معلوماتو له وړاندې کولو مننه وکړه. سربیره پردی، آغلې رانګ زیاته کړه چې جرمني له افغانستان څخه د وارداتو او د افغانستان د صادراتي محصولاتو د زیاتوالي او همدارنګه د بریښنا سکتور کې پانګونې ته لیواله دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق پانګه اچونې مرستیال د بلخ ولایتي اتاق څخه لیدنه وکړه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پانګه اچونې مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي بلخ ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه: د شخړو د حل مرکز رئیس محترم اسدالله اسدي، د بورډ غړي الحاج محمود یوسفزي، د بلخ اتاق ستر سلاکار محترم حاجي اجمل قادري، د بلخ اتاق اجرایوي رئیس محترم احمد شکیب اکبري او د بېلابېلو سکتورونو د سوداګرو سره د دغه ولایت د اتاق په مرکزي دفتر کې وکتل او د خصوصي سکټور د شته ننګونو په اړه خبرې اترې وکړې.
په دې کتنه کې د بلخ د سوداګرۍ اتاق مشرتابه پلاوي په دغه ولایت کې د خصوصي سکتور شته ستونزې چې سوداګر او پانګه وال يې د مستوفیت په برخه کې لري او په حیرتان بندر او ګمرکونو په صادراتي برخو کې د سوداګرو او پانګوالو پر وړاندې شته ننګونې له ښاغلي سلطان محمد صافي سره شریکې کړې. دوی د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه څخه د خپلو ستونزو حل برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي سلطان محمد صافي د بلخ د سوداګرۍ اتاق د مشرتابه د خبرو او د هغوی د شته ستونزو له اورېدو وروسته ژمنه وکړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به د دوی ستونزې له اړوندو دولتي ارګانونو سره مطرح کړي او د شته ستونزو د هواري لپاره به هر ډول هڅې وکړي.