د ترکیې او پاکستان سفیرانو او د ایران ډيپلوماټانو په داسې حال کې چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلی محمد یونس مهمند یې ملتیا کوله، د امام ابوحنیفه (رح) د ملي او نړیوال نندارتون له بېلابېلو محصولاتو او تولیداتو څخه لیدنه ترسره او او د ځینو غرفه لرونکو سره يې خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند په دغه نندارتون کې د ګډون کوونکو بیلا بیلو څانګو او سکتورونو د تشریح او معرفي کولو په ترڅ کې د سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا او د هغوی د تولیداتو په معرفي کولو کې د پاکستان، ترکیې او ایران رول مهم وباله او د دغه ډول نندارتون جوړول یې د هیواد د اقتصادي ودې او پرمختګ په لور یو ګام وباله.
 
ښاغلي مهمند له یو شمېر نندارچیانو او د ګډون کوونکو شرکتونو له مسوولینو سره د تولید په برخه کې د دوی د ستونزو په اړه خبرې وکړې او د دوی د ستونزو په حل کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ. هغه له خلکو وغوښتل چې د افغاني محصولاتو په کارولو او پېرلو سره د هېواد له توليداتو څخه ملاتړ وکړي.
 
د يادو هېوادونو سفيرانو او لوړ پوړو ديپلوماتانو د دغه شان ستر نندارتون د جوړېدو هرکلى وکړ او د سوداګرۍ د بهير د ښه والي او چټکتيا، د ګډې پانګونې د رامنځته کولو او يو شمېر نورو مسايلو په برخه کې يې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
 
چهارشنبه، چنګاښ ۲۸مه، ۱۴۰۲


د امام ابوحنيفه (رح) د دویم ملي او نړيوال نندارتون د پايلو د خپرولو په موخه په جوړه شوې مطبوعاتي غونډه کې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خيرالدين مايل احمدي، د اتاق مدیره پلاوي دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د اتاق مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین اغا سخي، د مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي خانجان الکوزي، ذکریا بریال او احمد شکیب احمدیار، د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک، د اتاق څارنې پلاوي رئیس ښاغلي عبدالحامد حمیدي، د کابل سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي، د حکومت لوړ پوړي چارواکي، او د هېواد یو شمیر مطرح سوداګرو او پانګوالو په ګډون درلود.  

په دې کنفرانس کې د امام ابوحنیفه (رح) د دویم نندارتون په اړه د حکومت د ریاست الوزرا پیغام ولوستل شو، چې په کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه د دغه شان ستر نندارتون د جوړولو له امله ستاینه وشوه او د هېواد د کانونو د استخراج، د کرنې د میکانیزه کیدو او د لویو ملي پروژو د تطبیق غوښتنه وشوه.

ښاغلي مهمند د دغه کنفرانس ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د یاد نندارتون د امنیت د تامین، د پاکستان، ایران، ترکیې او ترکمنستان د سوداګریزو هیئتونو د ګډون، د هېواد د تکړه ښځینه متشبثینو له ګډون او د اسلامي ارزښتونو د رعایت له امله د هېواد له امنیتي ځواکونو مننه وکړه.
نوموړپ د امام ابوحنيفه (رح) د دويم ملي او نړيوال نندارتون پايلې د هېواد له کورنيو او بهرنيو رسنيو او د دغه کنفرانس له ګډونوالو سره شريکې کړې او زياته يې کړه: په دې نندارتون کې د وړو او لويو شرکتونو په څه باندې ٧٠٠ غرفو کې خپل محصولات او خدمات نندارې ته وړاندې کړل چې په اوو ورځو کې له ٣٥٠ زرو څخه زياتو کسانو ليدنه وکړه، چې د دغه نندارتون د پلور ارزښت يې له ٥٠ ميليونو افغانيو څخه زيات ارزښت لري. د شرکتونو ترمنځ د ۴۵ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک شول.
ښاغلي مهمند ډاډ ورکړ، چې د خصوصي سکتور غړي د هېواد د ملي ګټو په نظر کې نیولو سره د نړۍ له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونو سره مثبتې اړیکې لري او د مالیې وزارت له لوري یې د هېواد د مالیاتو په سیستم کې د بنسټیزو بدلونونو په راوستلو ټینګار وکړ او په نږدې راتلونکي کې یې د ټوکر د ستر نندارتون د جوړېدو اعلان وکړ.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه څخه د دومره ستر نندارتون د جوړولو او همدارنګه د کورنیو او بهرنیو رسنیو څخه په ټولنه کې د پراخ انعکاس له امله مننه وکړه او د هغه نندارتون په اړه یې خبرې وکړې چې د افغان سوداګرو په ګډون په قزاقستان کې جوړیږي. نوموړي د هېواد له ټولو سوداګرو وغوښتل چې د هېواد په وده او پرمختګ کې ونډه واخلي.

د کابل ولایت محترم والي د دغه ډول ستر نندارتون د جوړېدو هرکلی وکړ او د هېواد په مرکز او ولایتونو کې یې د سترو ملي پروژو د تطبیق ډاډ ورکړ.

د اتاق د سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي د امام ابوحنیفه (رح) د نندارتون د جوړولو په برخه کې د حکومت د ملاتړ قدرداني وکړه او د دغه نندارتون جوړېدل چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د سوداګرو استازو په کې ګډون کړی و، د هېواد د خصوصي سکټور یوه لویه لاسته راوړنه وبلله.

خانجان الکوزي له ټولو هغو کسانو چې د دغه شان ستر نندارتون په جوړولو کې یې فعاله ونډه اخیستې، په ځانګړې توګه د اتاق د مدیره پلاوي له لومړي مرستیال، د افغانستان د نندارتونونو د مرکز له رئیس ښاغلي لطیفي او د اتاق له کارکوونکو مننه وکړه او د حکومت له مشرتابه یې وغوښتل چې د نندارتونونو د جوړولو په برخه کې مناسبه پالیسي جوړه کړي.

یکشنبه، زمري ۱، ۱۴۰۲

د افغانستان لپاره د یوناما رئیسې آغلې روزا اوتنبایوو په داسی حال کې چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئيس ښاغلي توکل احمدیار، د اتاق سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د اتاق دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د اتاق مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي ذکریا بریالي او احمد شکیب احمدیار، د څارنې پلاوي منشي ښاغلي عبدالحامد حمیدي او د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئيس ښاغلي میرویس هوتک يې ملتیا کوله د امام ابوحنیفه (رح) دویم ملي او نړیوال نندارتون څخه لیدنه ترسره او د یاد نندارتون چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له لوري جوړ شوی، هرکلی وکړ.

ښاغلي توکل احمدیار د یوناما دفتر رئیسې ته د امام ابو حنیفه رحمه الله د نندارتون بېلابېلې برخې تشریح کړې او هر اړخیز معلومات یې وړاندې کړل او له مېرمن اوتنباوو څخه یې دغه نندارتون ته د راتګ له امله مننه وکړه.

ښاغلي احمدیار د افغانستان له خلکو سره د یوناما د بشري مرستو د قدردانۍ په ترڅ کې د هېواد له خصوصي سکتور سره د یوناما پر ملاتړ ټینګار وکړ.

مېرمن روزا اوتنباوو په دغه نندارتون کې له بېلابېلو څانګو او سکټورونو څخه د ليدنې پر مهال له يو شمېر نندارچيانو او د بېلابېلو سکټورونو له استازو سره خبرې وکړې او د افغانستان د خلکو له کورنيو توليداتو څخه يې په ګټې اخيستنې ټينګار وکړ.

بنجشنبه، چنګاښ ۲۹مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک، د نړیوال نندارتون مرکز د رئیس او مرستیالانو، د اتاق نړیوالو او عامه اړیکو او اداري ډیپارټمنټونو مسؤلینو په شتون کې د ایران د نړیوالو نندارتونونو شرکت رئیس او د تهران ښاروال مرستیال ښاغلي تقدسي نژاد او د هغه ملګری ټیم چې ایرانی سوداګر او پانګوال پکې شامل وو، د نړیوال نندارتون په تالار کې د سوداګرۍ د پراختیا او د ګډو نندارتونونو د تنظیم په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.

ښاغلي تقدسي نژاد د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختيا او په افغانستان کې د ګډ او ستر نندارتون په جوړولو کې د ايراني سوداګرو او پانګوالو لېوالتيا ياده کړه او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې له اتاق څخه د دغه نندارتون په جوړولو کې يې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
هغه د تولیداتو د بازارموندنې، د سوداګرۍ او د هېوادونو د اقتصاد د ودې په برخه کې د سترو نندارتونونو د جوړولو رول مهم وباله او د ایران د نړیوال نندارتون له شرکت او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ترمنځ یې د همکاریو د تفاهم لیک لاسلیکولو ته چمتووالی وښود.

ښاغلي مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق پر فعالیتونو، د امام ابوحنیفه رحمه الله (رح) د دویم ملي او نړیوال نندارتون د ترسره کېدو، په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو او د رخت د نړیوال نندارتون د جوړیدو په اړه چې په نږدې راتلونکي کې به جوړ شي او غوښتنه يې وکړه چې د ایراني سوداګر او پانګوال دی پکې ګډون وکړي.  

د دې لیدنې په پای کې ښاغلي تقدسي نژاد او ورسره ملګري ټیم یې په داسې حال کې چې ښاغلي محمد یونس مهمند او ښاغلي میرویس هوتک يې ملتیا کوله، په د امام ابوحنیفه (رح) نندارتون کې د هېواد د کورنیو تولیداتو څخه لیدنه وکړه.

شنبه، چنګاښ ۳۱مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د ترکيې، ترکمنستان او ایران سوداګریزو پلاوو ګډون په د امام ابوحنیفه (رح) ملي او نړیوال نندارتون کې د ستایلو په موخه د اتاق په مرکزي دفتر کې یوه ناسته جوړه چې پکې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک او د ترکيې، ترکمنستان او ایران سوداګریزو پلاوو ګډون درلود.  
 
ښاغلي مهمند د یادو هېوادونو سوداګریزو پلاوو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د امام ابو حنیفه رحمه الله په نندارتون کې د هغوی د ګډون قدرداني وکړه او د سیمې د هېوادونو ترمنځ یې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او د پانګونې د بهیر پر چټکتیا ټینګار وکړ.

د مدیره پلاوي لومړي مرستيال ترکيه، ايران او ترکمنستان د ګډو ديني او فرهنګي ارزښتونو دوست هېوادونه ياد کړل او له هغوى يې وغوښتل چې په هېواد کې د سترو پروژو په پلي کولو او د ګډې پانګونې په رامنځته کولو کې همکاري وکړي.

ښاغلي مهمند د سترو پروژو په ځانګړي ډول د برېښنا د تولید په برخه کې د ترکي شرکتونو له هڅو څخه د مننې ترڅنګ، د ترکمنستان هېواد په ګډون اسیا ته د افغانستان له لارې د ټرانزیټ د زیاتوالي په برخه کې د سوداګرۍ اتاق د مشرتابه د هڅو ډاډ ورکړ.

خانجان الکوزي د يادو هېوادونو سوداګريز پلاوي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د سيمې له هېوادونو سره د سوداګريزو اړيکو پر پراختيا ټينګار وکړ.

ښاغلي خان محمد سرفراز باز د افغانستان له خلکو سره د ترکیې، ایران او ترکمنستان د ډیرو کلونو د دوامدارو مرستو یادونه وکړه او دغه هېوادونه یې د دوستو او وروڼو هېوادونو په توګه یاد کړل.
ښاغلي میرویس هوتک افغانستان د بې شمېره سوداګریزو فرصتونو لرونکی هېواد وباله او د امام ابو حنیفه رحمه الله په دویم نندارتون کې یې د یادو هېوادونو د سوداګریزو پلاوو د ګډون قدرداني وکړه.

د ترکیې، ترکمنستان او ایران استازو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق څخه د امام ابو حنیفه (رح) په دویم نندارتون کې د ګډون لپاره د بلنې له امله مننه وکړه او په خپلو هېوادونو کې یې د افغاني محصولاتو د بازارموندنې ډاډ ورکړ.

چهارشنبه، چنګاښ ۲۸مه، ۱۴۰۲

په کابل کې د روسیې سفارت لومړي سکرتر ښاغلي الکسی او ورسره مل پلاوي په داسې حال کې چې د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک ملتیا کوله، د امام ابوحنیفه (رح) له دویم ملي او نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي هوتک د امام ابوحنیفه (رح) دویم ملي او نړیوال نندارتون ته ښاغلي الکسی او ورسره ملګري ټیم ته ښه راغلاست ووایه او د دغه نندارتون د بېلابېلو برخو او ګډون کوونکو په اړه یې معلومات وړاندې کړل.

د دې لیدنې په پای کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي ذکریا بریالي له ښاغلي الکسی او ورسره ملګري ټیم سره وکتل او هغوی ته یې ښه راغلاست ووایه.

ښاغلي الکسی د امام ابوحنیفه (رح) د دویم ملي او نړیوال نندارتون جوړېدل د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لپاره یوه ستره لاسته راوړنه وبلله او د ګډون کوونکو شرکتونو د محصولاتو د معرفي کولو، د سیمې له هېوادونو سره د سوداګرۍ د پراختیا او د بهرنیو پانګونو د جلبولو په برخه کې یې د دغه ډول سترو نندارتونونو جوړول مهم وبلل.

پنجشنبه، چنګاښ ۲۹، ۱۴۰۲

مقالات دیگر...