د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک د ترکیې له یوه وتلي شخصیت ښاغلي علي کاپلان سره د مدیره پلاوي په دفتر کې د لیدنې ترسره کولو په ترڅ کې، د دوه اړخیزې سوداګرۍ، د افغانستان او ترکیې سوداګرو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په رامنځته کولو او د ګډې پانګونې په اړه خبرې وشوې.

ښاغلي مهمند کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګوالو ته د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو او خدمتونو په اړه معلومات ورکړل او د زیربنایي پروژو د تطبیق په برخه کې یې د بهرنیو پانګونو لپاره د عمومي شرایطو د برابرولو ډاډ ورکړ.

ښاغلي مومند له ښاغلي علي کاپلان څخه وغوښتل چې ترکي سوداګر او پانګوال وهڅوي چې په هېواد کې شته فرصتونو ته په پام سره په افغانستان کې په سترو پروژو کې پانګونه وکړي.

ښاغلي علي کاپلان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له هڅو او د بهرنیو پانګونو په برخه کې د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هڅو ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه چې، ترکي سوداګر به په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.

نوموړي په ټول افغانستان کې د امنیت له تامین څخه خوښي څرګنده کړه او د دغه هېواد په وده او پرمختګ کې یې د امنیت رول خورا مهم وباله.

دوشنبه، وږي ۲۷مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د مدیره پلاوي دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز او د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک هم حضور درلود د سلواکیا له سوداګر او پانګوال ښاغلي جان میریامس سره وکتل او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د ښه والي، د افغانستان او سلواکیا د سوداګرو ترمنځ د ګډې سوداګریزې اتحادیې د جوړولو او د معیاري روغتیايي مرکزونو پر جوړولو يې خبرې اترې وکړې.  

ښاغلي مهمند افغانستان ته د ښاغلي جان میریامس هرکلی وکړ او په هېواد کې یې د سوداګرۍ او پانګونې فرصتونه تشریح کړل. هغه د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د ګډې سوداګریزې اتحادیې جوړول له مهمو سوداګریزو فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې په هدف مهم وبلل او له ښاغلي جان میریامس څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې کار وکړي.

ښاغلي خان محمد سرفراز باز په هېواد کې د بهرنۍ پانګونې راجلبول د افغان حکومت او د خصوصي سکتور د مشرتابه له لومړیتوبونو څخه وبلل او د بهرنیو هېوادونو د سوداګرو د هڅونې په موخه یې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق پر هر اړخیزې همکارۍ ټینګار وکړ.

ښاغلي جان میریامس په افغانستان کې له شته امنیتي شرایطو او سوداګریزو فرصتونو څخه خوښي څرګنده کړه او د اروپا سوداګرو ته یې د افغانستان د سوداګریزو فرصتونو په تشریح کولو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

دوشنبه، وږي ۲۷مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د چارو د ښه والي او د ولایتي اتاقونو د ستونزو د حل په موخه انلاین غونډه وکړه، چې د عامل پلاوي سرپرست ښاغلي میرویس هوتک، حقوقي سلاکار، مالي مفتش، د مرکزي اتاق د ډیپارټمنټونو مسؤلینو او د ولایتي اتاقونو اجرائیوي مسؤلینو په کې ګډون درلود.

ښاغلي میرویس هوتک د خصوصي سکتور غړو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې د ولایتي اتاقونو رول مهم وباله او خصوصي سکتور غړو ته د خدمتونو د وړاندې کولو، د دوی د ستونزو هواري لپاره د مرکزي اتاق سره د منظمو اړیکو نیولو، په کار کې چټکتیا او د ولایتي اتاقونو د مدیره پلاوو ناستو جوړولو برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.  

په دې غونډه کې د ولایتي اتاقونو یو شمېر اجرائیوي آمرینو، حقوقي سلاکار، د مالي چارو مفتش او د دې اتاق د بېلابېلو څانګو مسوولینو د یو شمېر نورو سوداګریزو موضوعاتو او ویناوو تر څنګ د خپلو کاري څانګو او د اساسنامې په رڼا کې د ولایتي اتاقونو د فعالیتونو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

پنجشنبه، وږي ۲۳مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک او د ډيپارټمنټونو مسؤلینو په حضور کې د ټرانسپورټي شرکتونو له استازو سره د لوړ تناژ موټرو د کرایې د ټاکلو په اړه چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا ترتیب شوې، مشورتي ناسته ترسره شوه.

ښاغلي مهمند د ترانسپورت سکتور په هېواد کې یو له سترو او مهمو سکتورونو څخه یاد کړ او د اقتصادي ودې او پرمختګ او د ټرانسپورټ بهیر ګړندی کولو برخه کې یې رول مهم وباله.
نوموړي د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له خوا د واحد او ځواب ویونکي ترانسپورتي طرزالعمل پر جوړولو ټینګار وکړ او د دغه سکتور له شرکتونو څخه یې وغوښتل چې د ترانسپورت د طرزالعمل د تنظیم په برخه کې خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړي.

په دې غونډه کې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له خوا د ترتیب شوي پلان په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول او د ټرانسپورټي شرکتونو استازو د دغه پلان په اړه خپل مشخص وړاندیزونه د اتاق له مشرتابه سره شریک کړل.

یکشنبه، وږي ۲۶مه، ۱۴۰۲


د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د لوګر سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس ښاغلي مولوي محمد یعقوب د هېواد له یو شمیر سوداګرو سره لیدنه ترسره او د دوی د ګمرکي اسنادو د طی مراحل په اړه يې خبرې اترې وکړې.

سوداګرو د هېواد په ګمرکونو کې د دوی د ګمرکي اسنادو د طی مرحل برخه کې د معیاري خدماتو نه شتون په اړه شکایت وکړ او د اتاق له مشرتابه يې وغوښتل چې د دوی ستونزو د حل مناسبې لارې چارې ولټوي.

د مدیره پلاوي لومړي مرستیال له سوداګرو وغوښتل چې خپلې ستونزې او وړاندیزونه په لیکلې بڼه اتاق ته وسپاري څو د اړوندو حکومتي ادارو سره د همغږۍ په پایله کې ورته د حل مناسبې لارې پیداکړي.

چهارشنبه، وږي ۲۲مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د کرنې په سکتور کې د سوداګرۍ او پانګونې غونډه د خوراکي مصؤنیت د اسلامي سازمان (IOFS) له خوا او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په همکارۍ د ۲۰۲۳ زیږدیز کال د سپټمبر په ۱۴-۱۵ نېټه، چې د ۱۴۰۲ لمریز کال د وږي د میاشتې د۲۳مې او ۲۴مې نیېټې سره سمون لري د پاکستان فیصل آباد ښار کې جوړه شوه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي غړي او د افغان-پاک ګډ اتاق رئیس ښاغلي خان جان الکوزي په داسې حال کې چې د ننګرهار د سوداګرۍ اتاق سلاکار حاجي ببرک او د افغان پاک ګډ اتاق اجرائیوي رئیس ښاغلي نقیب الله صافي يې ملتیا کوله ګډون وکړ او د افغانستان د کرنې سکتور د اهمیت او په دې برخه کې د شته فرصتونو په اړه یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

ښاغلي الکوزي د ټولیز امنیت تامین، د اداري فساد نه شتون او د کوکنارو د کښت مخنیوی او پر ځای يې کرنیزو محصولاتو ته ځای ورکول په افغانستان کې د بهرنیو پانګونو د جلبولو لپاره له مهمو مسایلو څخه یاد کړل.

ښاغلي الکوزي په هېواد کې د کرنې او اوبو لګولو د معیاري سیستم نشتوالی د دې سکتور یوه لویه ننګونه وبلله او د خوراکي توکو د خوندیتوب له اسلامي سازمان او له مالي ملاتړ کوونکو بنسټونو یې وغوښتل چې د افغانستان د کرنې سیستم د میکانیزه کیدو په برخه کې همکاري وکړي.

شنبه، وږي ۲۵مه، ۱۴۰۲

مقالات دیگر...