د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د غالیو او شامپو اتحادیو له مسؤلینو سره ناسته ترسره او د دوی د ګمرکي ستونزو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

د شامپو او غالۍ اتحادیو مسؤلینو د مالیې وزارت د ګمرکونو معینیت له لوري پر سوداګریزو توکو په ځانګړي ډول غالۍ او شامپو باندې د ګمرکي محصول زیاتوالی د دې اتحادیې له واردونکو سره له مشورې پرته دروند او د تطبیق وړ نه بولي. دوی د اتاق له مشرتابه وغوښتل چې د دوی ستونزې له اړوندو حکومتي ادارو سره شریکې کړي او د حل په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

ښاغلي مهمند د يادو اتحاديو مسؤلينو ته د ښه راغلاست ويلو وروسته، د ماليې وزارت د نوې کړنلارې د رامنځته کېدو يادونه وکړه، چې له مخې يې د ټولو شرکتونو ماليات په ټوليزه توګه راټولېږي او د يادو اتحاديو له مسؤلينو يې وغوښتل، چې خپلې شته ستونزې په لیکلي بڼه اتاق ته وسپاري څو اتاق يې د حل برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

دوشنبه، مرغومي ۱۱مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د ټرانسپورټ اتحاديې له مسؤلینو سره لیدنه ترسره او د دوی د شته ستونزو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

د ټرانسپورټ اتحادیې مسؤلینو موټر چلوونکو ته د سوداګرو لخوا د حق العبور فیس نه ورکول، د موټرونو د نوبت د یو معیاري سیستم نشتوالی، د لوړ تناژ وسایطو د نرخ عدم کنترول او د ټولګټو وزارت لخوا د تعین شوي وزن نه تطبیق او مراعت خپلې عمده ستونزې وبللې او د یادو ستونزو حل برخه کې يې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي مهمند د یادې اتحادیې مسؤلینو ته د ښه راغلاست ویلو وروسته، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هېواد د ټولو سوداګرو او پانګوالو ګډ کور وباله او د دغې اتحادیې له مسؤلینو یې وغوښتل چې خپلې ستونزې په لیکلي ډول اتاق ته وسپاري څو اتاق وکولی شي د اړوندو دولتي ادارو سره يې د شریکولو له لارې د حل مناسبې لارې چارې ولټوي.

دوشنبه، مرغومي ۱۱مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک پاکستان ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې په داسی حال کې چې، د افغان – پاک ګډ اتاق اجرائیوي رئیس ښاغلي نقیب الله صافي، د ننګرهار سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي غړو او د هېواد یو شمیر سوداګرو او پانګوالو يې ملتیا کوله د خیبر پشتونخواه د ساینس، کرنې او صنعت لابراتوار رئیس ښاغلي جهانګیر خان سره د لیدنه ترسره او د یادې ادارې مختلفې برخې او څانګې يې مشاهده کړې.

ښاغلي هوتک د قیمتي ډبرو، درملو، کرنیزو او صنعتی محصولاتو کنترول او ارزونې برخه کې دیاد لابراتوار رول اړین وباله او د یاد لابراتوار له مسؤلینو يې وغوښتل چې افغانستان ته د خپلو فني او تخنیکي تجربو او شته ماشین آلاتو په لیږد کې بشپړه همکاري وکړي.

ښاغلي جهانګیر خان د ښاغلي هوتک د خبرو له اوریدو وروسته ژمنه وکړه چې، په افغانستان کې د یاد لابراتوار جوړولو په موخه به لازم ماشین آلات او توکي افغانستان ته ولیږدوي.

پنجشنبه، مرغومي ۷مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د شرکتونو د تضمیناتو او د تطبیق شویو پروژو پورونو تاديې په اړه د افغان حکومت وروستۍ پریکړې ته د یو رسنیز کنفرانس په ترڅ کې چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي ضیاءالدین اچکزي، د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک، د کابل سوداګرۍ اتاق لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي، د صنعت اتحاديې رئیس ښاغلي عبدالجبار صافي، د کرنې او مالدارۍ اتاق رئيس ښاغلي خان محمد فروتن، د ټرانسپورټ، تازه میوې او ساختماني اتحادیو مسؤلینو او د هېواد یو شمیر سوداګرو او پانګوالو ګډون درلود، هرکلی وکړ.
   
ښاغلي مهمند د دغه کنفرانس ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو او د اتاق د لاسته راوړنو په ځانګړي ډول د هرات د زلزلې له قربانیانو او راستنیدونکو کډوالو سره د خصوصي سکتور د ونډې او په لوګر، ارزګان او زابل ولایتونو کې د ولایتي اتاقونو پرانستلو او په نړیوالو کنفرانسونو کې د ګډون په اړه هر اړخیز معلومات وړاندی کړل.
نوموړي د اسلامي امارت تر فتحې دمخه د زیربنایي پروژو د تطبیق په برخه کې د هېواد د خصوصي سکتور د غړو د پورونو د ورکړې په اړه د حکومت د وروستۍ پرېکړې هرکلی وکړ او دا یې د اقتصادي ودې او پرمختګ، له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ، د عامه ګټو د پروژو د تطبیق او پلي کېدو په برخه کې یو مهم ګام وباله.

د اتاق لومړي مرستيال د هېواد د صادراتو زياتوالى د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره د سوداګرۍ د پراختيا لپاره ښه فرصت بللو ترڅنګ، د پاکستان کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو له ۵۰۰ څخه د ډیرو کانتینرنو توقف د ټرانزیټ نړیوالو قوانینو او آپټا تړون خلاف وګاڼه او له پاکستانه يې وغوښتل چې له افغان سوداګرو سره د نړيوالو ترانزيټي قوانينو له مخې چلند وکړي.

ښاغلي صافي او ښاغلي فروتن د هېواد د خصوصي سکتور د پورونو د ورکړې په اړه د حکومت د وروستۍ پرېکړې ستاینه وکړه او دا یې د خصوصي سکتور د ملاتړ او د هېواد د اقتصادي ودې برخه کې اړین ګام وباله.

دوشنبه، مرغومي ۱۱مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک پاکستان ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې په داسی حال کې چې، د پاکستان پیښور ښار کې افغان قونسل او سوداګریز چاروال، د افغان – پاک ګډ اتاق اجرائیوي رئیس ښاغلي نقیب الله صافي، د ننګرهار سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي غړو او د هېواد یو شمیر سوداګرو او پانګوالو يې ملتیا کوله د خیبر پشتونخواه پانګونې ادارې له مسؤلینو سره لیدنه ترسره او په دواړه هېوادونو کې د شته پانګه ایزو فرصتونو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي هوتک په افغانستان کې د شته فرصتونو په اړه خبرې وکړې او دا یې په هېواد کې د پانګونې لپاره ښه فرصتونه وبلل. هغه په پاکستان کې د افغان سوداګرو لویه ستونزه په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګریزو مالونو د څه باندې ۴۰۰ کانټینرونو بندېدل وښودل.
نوموړي د خيبر پښتونخوا د پانګونې ادارې له مسؤلينو وغوښتل، چې د افغان سوداګرو د سوداګريزو توکو په خلاصون کې ورسره همکاري وکړي او پاکستاني سوداګر او پانګوال وهڅوي، چې په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه په افغانستان کې د کانونو او کرنې په ميکانيزه کیدو برخه کې پانګونه وکړي.

د دې غونډې په پای کې د خیبر پښتونخوا د پانګونې ادارې مسؤلینو افغان سوداګرو ته په یاده صوبه کې د پانګونې د فرصتونو په اړه یو معلوماتي پریزنټیشن وړاندی کړ.

پنجشنبه، مرغومي ۷مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک پاکستان ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې په داسی حال کې چې، د افغان – پاک ګډ اتاق اجرائیوي رئیس ښاغلي نقیب الله صافي، د ننګرهار سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي غړو او د هېواد یو شمیر سوداګرو او پانګوالو يې ملتیا کوله د پاکستان د ساینسي او صنعتي څیړنیز مرکز PCSIR په علمي سیمنار کې د ګډون کولو ترڅنګ، د شته فرصتونو او ګډو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي هوتک په دغه علمي سیمینار کې چې د علمي او صنعتي مسایلو په ځانګړي ډول د کرنیزو او صنعتي تولیداتو او قیمتي ډبرو په اړه جوړ شوی و، د دغه ډول علمي سیمینارونو اهمیت ته په اشارې سره، په خیبر پښتونخوا صوبه کې د پانګونې د فرصتونو په اړه خبرې وکړې او د (PCSIR) ادارې له مسؤلین يې وغوښتل چې په خیبر پښتونخواه صوبه، ننګرهار  او لویه پکتیا ولایتونو کې د پانګونې فرصتونو ارزولو په موخه هوکړه لیک لاسلیک کړي.   

د خیبر پښتونخوا د علمي او صنعتي څیړنو (PCSIR) ادارې مسؤلینو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس د وړاندیزونو هرکلی وکړ او د ګډو پانګونو د ارزونې په برخه کې یې خپله همکاري څرګنده کړه.

شنبه، مرغومي ۹مه، ۱۴۰۲

مقالات دیگر...