د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار چین ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په داسی حال کې چې، د اتاق عامل پلاوي سرپرست ښاغلي میرویس هوتک او د عامل پلاوي د نړیوالو اړیکو مسؤل ښاغلي امید غفورزي يې ملتیا کوله، د جنوبي اسیا د سوداګرۍ په کنفرانس کې چې د چین له خوا په لاره اچول شوی و ګډون وکړ او د افغانستان د اقتصادي وضعیت لکه: د هېواد د اوبو مدیریت، د برېښنا تولید، د کرنې میکانیزه کیدو، د کانونو استخراج او د روغتیايي خدمتونو د معیاري کولو په اړه معلومات وړاندی کړل.

ښاغلي احمديار د دغه شان ستر کنفرانس د جوړېدو هرکلى وکړ او د دغه ډول کنفرانس رول يې د سيمې د هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو اړيکو په پراختيا کې مهم وباله.
نوموړي په هېواد کې د پانګونې د فرصتونو په اړه معلومات ورکړل او د ګډون کوونکو هېوادونو له سوداګرو او پانګوالو یې وغوښتل چې له شته فرصتونو څخه په استفادې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د اتاق عمومي رئیس له افغانستان سره د چين د بشردوستانه مرستو د قدردانۍ په ترڅ کې د چين اقتصاد په نړۍ کې د ستر اقتصاد په توګه ياد کړ او د افغانستان له خصوصي سکتور سره يې د دغه هېواد پر همکاريو ټينګار وکړ.

ښاغلي احمدیار ژمنه وکړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به د بهرنیو سوداګرو او پانګوالو لپاره د مناسبو اسانتیاوو او شرایطو د برابرولو په برخه کې له اړوندو دولتي ادارو سره د هر اړخیزو همکاریو ژمنه وکړه.

پنجشنبه، زمري ۲۶مه، ۱۴۰۲

د افغان حکومت ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق مدیره پلاوي دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، آذرخش حافظي، سیدو پرویز سادات هوفیاني، جان آقا صادقي، بهادر خیر خواه، داوود یوسفزي او احمد شکیب احمدیار او د هېواد یو شمیر مطرح سوداګرو د دییک او موسیاد سوداګریزو سازمانونو له رئیسانو او د ترکيې له سترو سوداګرو او پانګوالو سره لیدنه ترسره، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او پانګه ایزو اړیکو او په افغانستان کې د پانګونې فرصتونو په ځانګړې توګه د کانونو استخراج، برښنا تولید، په بنسټیز ډول د لویو لارو جوړولو او یو شمیر نورو مسایلو په اړه خبرې اترې وکړې.

د افغان حکومت ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په هېواد کې ټولیز امنيت تامين او د اداري فساد نه شتون د بهرنيو پانګو د جلبولو لپاره يو ښه فرصت وباله او د افغانستان عمومي وضعیت يې د پانګونې لپاره مناسب ګڼلو ترڅنګ، له ترکي سوداګرو وغوښتل چې د شته فرصتونو په پام کې نيولو سره په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

ښاغلي مهمند ترکیه د ګډو دیني او کلتوري ارزښتونو په لرلو سره یو له دوستو هیوادونو څخه وباله او د دییک او موسیاد د بنسټونو له خوا یې د هیواد د خصوصي سکتور د ملاتړ هرکلی وکړ.
ښاغلي مهمند په افغانستان کې د لویو او زیربنایي پروژو په تطبیق کې د ترکي سوداګرو او پانګوالو ونډه مهمه وبلله او له هغوی یې وغوښتل چې اوسنیو فرصتونو ته په پام سره په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د کانونو په استخراج او د لویو لارو په جوړولو کې پانګونه وکړي.

د دییک او موسیاد سازمانونو رئیسانو ترکیې ته د افغان حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال او د افغانستان د خصوصي سکتور د مشرتابه د سفر هرکلی وکړ او د افغان حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال او د خصوصي سکتور مشرتابه له ویناوو اوریدو وروسته یې د بهرنیو پانګونو جلبولو برخه کې د افغان حکومت مشرتابه او د افغانستان خصوصي سکتور د هر اړخیزو هڅو هرکلی وکړ او د دغو بنسټونو د همکارۍ ژمنه یې وکړه چې ترکي سوداګر او پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک د یوې انلاین غونډې په ترڅ کې په داسې حال کې چې د اتاق د مختلفو ډیپارټمنټونو مسؤلینو هم حضور درلود، په هندوستان کې د افغان جنرال قونسلې آغلې ذکیه وردګ سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د فرصتونو او ننګونو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

ښاغلي هوتک د امام ابوحنیفه (رح) د دویم ملي او نړیوال نندارتون په اړه د معلوماتو وړاندی کولو ترڅنګ، په نږدې راتلونکي کې په بامیان ولایت کې د ښځو د لاسي صنایعو د نندارتون د جوړولو په اړه خبرې وکړې او په ممبۍ کې يې د افغانستان له قونسل څخه وغوښتل چې افغان او هندي سوداګر او پانګوال وهڅوي څو په دې نندارتون کې ګډون وکړي.

ښاغلي هوتک په افغانستان کې د پانګونې د ښه فرصتونو یادونه وکړه او د افغان سوداګرو ستونزو په ځانګړې توګه د ویزو د ترلاسه کولو په برخه کې او په ممبۍ کې د هندي سوداګرو سره د افغان سوداګرو یو لړ سوداګریزو ستونزو ته په اشارې سره یې د حل په برخه کې د افغانستان د قونسلګرۍ د همکارۍ غوښتنه وکړه.

مېرمن وردګ د هند په ممبۍ ښار کې د افغان سوداګرو د ستونزو د حل په برخه کې د خپلو هڅو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې د افغان او هندي سوداګرو ترمنځ د ستونزو د حل په موخه د انلاین ناستو په جوړولو سره به خپلې هیڅ ډول مرستې او همکارۍ ونه سپموي.
نوموړې د افغان سوداګرو د ويزو د ترلاسه کولو ستونزې په اړه وويل: دا موضوع يې په ډهلي کې د افغانستان د سفارت له لارې له هندي چارواکو سره شريکه کړې او هڅه به وکړي چې ياده ستونزه هواره کړي.

چهارشنبه، زمري ۲۱مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز د افغانستان لپاره د یوناما د اقتصادي پروګرامونو له مسؤلې آغلې دینای بوګاس سره د دالانشاء په دفتر کې لیدنه ترسره او د مختلفو موضوعګانو لکه: د افغان ولس لپاره د نړیوالې ټولنې لخوا د بشري مرستو کمښت، په افغانستان کې د سوداګرۍ او صنعت ودې په موخه د نړیوالې ټولنې همکارۍ او د نړیوالې ټولنې لخوا د افغانستان د خلکو د کنګل شویو شتمنیو د خلاصون په اړه خبرې اترې او د نظر تبادله وکړه.

ښاغلي خان محمد سرفراز باز د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو، د هېواد د خصوصي سکټور د غړو د شته ستونزو، د سوداګرۍ او پانګونې د فرصتونو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې کړل او د خصوصي سکټور څخه د ملاتړ، د سیمې هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو او پانګه ایزو اړیکو پر پراختیا او د سوداګریزو اړیکو ښه والي برخه کې يې د یوناما پر همکاریو ټینګار وکړ.  
 
آغلې دینای بوګاس د اتاق د مدیره پلاوي دارالانشاء رئیس د خبرو له اورېدو وروسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د خدمتونو د وړاندې کولو او د خصوصي سکټور د ودې په برخه کې د هلو ځلو قدرداني وکړه او د پورته یادو مسایلو په اړه يې د یوناما دفتر د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ.

پنجشنبه، زمري ۲۶مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د کاري چارو د ښه والي او د ولایتي اتاقونو د شته ستونزو د حل په موخه د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک او حقوقي سلاکار ښاغلي عبدالسلام کوهي، د عامل پلاوي مختلفو ډیپارټمنټونو آمرینو او د ولایتي اتاقونو اجرائیه مدیرانو په ګډون آنلاین ناسته ترسره کړه.

ښاغلي هوتک د دې غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د سوداګریزو چارو د ښه والي، په ټول هېواد کې د خصوصي سکتور غړو ته د خدمتونو وړاندې کولو او د ولایتي اتاقونو د ستونزو په حل کې د دا ډول غونډو جوړول مهم وبلل. د خصوصي سکتور غړو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د مرکزي او ولایتي اتاقونو د کارکوونکو د شپو او ورځو هلو ځلو او په ځانګړي ډول د امام ابوحنیفه (رح) په دویم ملي او نړیوال نندارتون کې د ټولو ولایتونو د غړو د ګډون په برخه کې د دوی هڅې وستایلې.
سربیره پردی، د هېواد د صادراتو د زیاتوالي، ولایتي اتاقونو د ستونزو د حل، د لا زیاتو غړو جذبولو، د کارکوونکو د ظرفیت د لوړولو او نورو کاري مسایلو په برخه کې د مرکزي اتاق پر هڅو ټینګار وکړ.

حقوقي سلاکار ښاغلي عبدالسلام کوهي او د مخلتفو ډیپارټمنټونو آمرینو په اړوندو څانګو کې د حقوقي ستونزو او د لا ښه خدمتونو د وړاندې کولو په اړه خبرې وکړې.

د ولایتي اتاقونو اجرائیه مدیرانو په خپل وار سره خبرې وکړې او د دې ډول انلاین غونډو د هرکلي ترڅنګ یې د کاري چارو ښه والي په موخه يې خپلې مشخصې طرحې او وړاندیزونه مطرح کړل او د ستونزو حل په برخه کې یې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له عامل پلاوي څخه د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

چهارشنبه، زمري ۱۸مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار چین ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په داسې حال کې چې د اتاق عامل پلاوي سرپرست میرویس هوتک یې ملتیا کوله، د سریلانکا د سوداګرۍ او صنعت اتاقونو فدراسیون له رئیس کرتي ګانا واردین او د یاد فدراسیون مرستیالې آغلې ډاکټر روحیتا سیلوا سره لیدنه ترسره او د آسیايي هېوادونو په ځانګړې توګه سویلي آسیا هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او پانګه ایزو فرصتونو او په دی برخه کې د شته ننګونو او یو شمیر نورو مسایلو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي احمدیار په تېرو څو کلونو کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو او لاسته راوړنو، په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې د شرایطو او په دې برخه کې د شته اسانتیاوو په اړه معلومات ورکړل او او د سیمې هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې اړیکو پر پراختیا یې ټینګار وکړ.

د اتاق عمومي رئیس د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د سوداګرۍ او پانګونې د ودې لپاره د مناسبو شرایطو د برابرولو په برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هڅو یادونه وکړه اود بهرنیو هیوادونو د پانګونې او سوداګرۍ له سازمانونو سره يې د اتاق د همکارۍ ډاډ ورکړ.

ښاغلي کرتي ګانا واردین په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې د شرایطو د برابرولو په برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هڅو ستاینه وکړه او د اسیا د هېوادونو په ځانګړې توګه د جنوبي اسیا هېوادونو ترمنځ یې د همکارۍ د روحیې په رامنځته کولو ټینګار وکړ.

چهارشنبه، زمري ۲۴مه، ۱۴۰۲

مقالات دیگر...