د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي ضیاءالدین اچکزي د برښنايي توکو واردوونکو اتحاديې رئیس ښاغلي فاروق کوټوال سره د لیدنې په ترڅ کې، د دوی د شته ستونزو او ننګونو په اړه خبرې وکړې.
د برښنايي توکو واردونکو اتحادیې رئیس ښاغلي فاروق کوټوال د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه سره په امنیتي برخه کې شته ستونزې مطرح کړې او د یادو امنیتي ننګونو په حل کې یې د اتاق د مشرتابه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي مهمند په دې ناسته کې د سوداګرو د هرکلي او د هغوی د ستونزو د اورېدو پرمهال ژمنه وکړه، چې د دوی ستونزې به له اړوندو امنیتي چارواکو سره شریکې کړي او د حل په برخه کې به یې هر ډول لازمه همکاري وکړي.
زېرمتون
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د سوداګرو بانکي ستونزې واوریدې
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خانجان الکوزي او ضیاالدین اچکزي، د غزني اتاق رئیس او د څارنې پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري، د کابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي احمدشاه حکیمي او د جوزجان د سوداګرۍ اتاق رئیس ښاغلي البرز عطايي په ملتیا د اوسپنې د ویلي کولو اتحاديې له رئیس ښاغلي عبدالنصیر رشتیا او د هېواد یو شمیر سوداګرو او پانګوالو سره په مرکزي دفتر کې د لیدنې په ترڅ کې، په میوند بانک کې د سوداګرو د پیسو بندیدو، یادې ستونزې ته د حل لارې پیدا کولو او په دی برخه کې د اړوندو حکومتي ادارو سره د همغږۍ رامنځته کولو په اړه خبرې اترې وکړې.
محترم عبدالنصیر رشتیا په میوند بانک کې د هیواد د سوداګرو د پیسو د بندیدو او د هغوی پیسو ته د هغوی د نه لاسرسي په اړه وویل: د هیواد سوداګر په میوند بانک کې د خپلو پیسو د بندیدو له امله د نغدینګۍ د شدید کمښت سره مخ دي چې یاده چاره د ډیرو ستونزو رامنځته کولو سربیره، سوداګر ناتوانه کوي څو په کور دننه او بهر خپلې سوداګریزې کړنې او فعالیتونه ترسره کړي.
نوموړي د دوی د ستونزو د حل په موخه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د دوامداره همکارۍ ستایلو ترڅنګ، د دې ستونزې د حل په برخه کې له اړوندو دولتي ادارو سره د اتاق د لا زیاتې همکارۍ او همغږۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي مهمند د هېواد په اقتصادي وده او پرمختګ کې د هېواد د سوداګرو او پانګوالو رول ارزښتناک وباله او د سوداګرو او پانګوالو د پیسو بندېدل یې د اندېښنې وړ او د هېواد اقتصاد ته سخت زیان وباله.
ښاغلي مهمند د میوند بانک څخه د هېواد د سوداګرو د پیسو راخلاصول د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه له کاري لومړیتوبونو څخه وګڼل او په دې برخه کې یې د اتاق د مشرتابه د هڅو ډاډ ورکړ.
د ایران هیواد خاص استازي او سفیر سره د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې اتاق تعارفی ناسته
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي، ایران سره د سوداګرۍ د پراختیا او د سوداګریزو اړیکو د ټینګولو په موخه د اتاق مشرتابه پلاوي، ښاغلی احمد حسن كاظم قمی د ایران د اسلامی جمهوریت ځانګړۍ استازۍ او په كابل كې د هغه هیواد سفیر، او له دوی سره مل دیپلوماتانو، لوړ پوړو دولتی چارواكو او د ملی سوداګرو په شتون کې تعارفی غونډه په كابل ستار هوټل كې ترسره کړه.
ښاغلي محمد یونس مهمند د مدیره پلاوي لومړی مرستیال، ښاغلی احمد حسن كاظم قمی او د هغه همكارانو ته يې ښه راغلاست وویل او د دواړو هیوادونو اړیکې یی حسنه او نیژدې وبللې او پدې برخه کې د ایران هیواد د همکاریو په خاصه توګه د ایران سفارت نه يې مننه وکړه.
ښاغلي مهمند، د هیواد اوسني شرایط یې د دواړو هیوادونو د سوداګرۍ او پانګونې لپاره مساعد وګڼل او د ایران هیواد له سوداګرو یې غوښتنه وکړه ترڅو د ګډو ارزشونو په نظر کې نیولو سره د شته فرصتونو نه حداکثری استفاده وکړي او په بیلابیلو برخو کې لکه: د کانونو استخراج، د برښنا انرژی تولید، د زراعت او کرنې تقویت او صحی خدماتو معیاری کول د خصوصی سکټور په همغږی سره پانګونه وکړي.
د مدیره پلاوي لومړۍ مرستیال، واردات له ایران هیواد نه یې په مراتبو ډیر د افغانستان صادراتو په مقابل کې يې وګڼل او پدې هکله يې د ایران له خاص استازي او سفیر نه غوښتنه وکړه چې د ګډو پروګرامونو په لاره اچولو سره همکاری وکړی ترڅو د صادراتو او وارداتو مینځ کې تناسب را منځته شي.
ښاغلي مهمند، د اوسپنې پټلۍ، د هیواد په صادراتو د تعرفې برطرف کیدل، د دواړو هیوادونو ګمرکي خدماتو معیاری کول او افغانۍ سوداګرو ته د ویزو په برخه کې لازم تسهیلات راوستل یې د دواړو هیوادونو د راکړې ورکړې د لا ډیریدو مهم مسایل وګڼل او پدې برخه کې د پاملرني او همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي رحمت الحق فضیل د بهرنیو چارو وزارت معین، د ایران هیواد خاص استازي او سفیر ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د نوموړي هیواد د همکارۍ قدردانی وکړه، او د حکومت پالیسي یې د توازن او اقتصادي مزیت په اساس استواره وګڼله، د دواړو هیوادونو د سوداګرۍ او پانګونې په بهبود باندی ټینګار وکړ.
ښاغلۍ احمد حسن كاظم قمی، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي، څخه د دې ناستې لپاره ستاینه وكړه او افغانستان یې ورور، دوست او د ګډو ارزښتونو هیواد وګاڼه.
ښاغلي قمی وویل: ددې لپاره چې د دواړو هیوادونو منافع او تهدیدات ګډ دی او دا هیوادونه له ممتاز جغرافیوي موقعیت څخه برخمن دی، نو له دې کبله د ایران سیاست د افغانستان په هکله د ددې هیواد د خلګو د حمایت او ملتیا په اساس ولاړدي.
د ایران خاص استازي او سفیر، د افغانستان د اساسۍ پروژو د جوړیدو، د دوو هیوادونو په سوداګریزو قوانینو کې د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو، په ګډو مرزونو او مناطقو کې د بادی برښنا د تولید په برخه کې تمرکز او د افغانی او ایرانی سوداګرو په نښلولو باندی ټینګار وکړ.
ښاغلي قمی، د ایران اسلامی جمهوری هیواد د هر اړخیزو همکاریو لکه: د کانونو د استخراج، د لازمو تجهیزاتو فراهم کول د کانونو په استخراج کې، افغان تاجرانو ته د یو کلنو ویزو صادرول، تخصصی افغاني ګروپونو ته د کرنې، صنعت او د انرژی تولید په برخه کې زدکړه ورکول، د درملو د کارخانو جوړول او د اوسپنې لارې جوړولو په برخه کې ډاډ ورکړ.
پدې ناسته کې، د پورته ویناوالو تر څنګ، ښاغلیو: قدرت الله جمال د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، صدراعظم د کرنې او مالدارۍ وزارت معین، سعید د ګمرکاتو معین، فیض الله د سټنډرد ادارې ریس، مذهبی د اوسپنې پټلۍ ادارې مرستیال، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین، او د مدیره پلاوي غړي هر یو ښاغلیو: شیرین آغا سخی د مدیره پلاوي مالي ریيس، سیدجاوید برهان د مدیره پلاوي د نړیوالو اړیکو ریيس، خان محمد سرفراز باز د مدیره پلاوي د دارالانشا ریيس ، خانجان الکوزی، ذکریا بریالی د مدیره پلاوي غړي، میرویس هوتک د هیات عامل ریاست سرپرست او مالي او اداري مرستیال، احمدشاه حکیمی د کابل اتاق د مدیره پلاوي لومړۍ مرستیال، او عبدالرحمن زیرک د شهزاده سرای د صرافانو د اتحادیه غړي حضور درلود.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د یوناما دفتر د اقتصادي پروګرامونو له مسؤلې سره لیدنه ترسره کړه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او د مانا شرکت رئیس ښاغلي غلام فاروق مهمند يې ملتیا کوله، د یوناما دفتر د اقتصادي پروګرامونو له مسؤلې آغلې دینای بوګاس سره د لیدنې په ترڅ کې، د پیسو د انتقال ستونزې، د هېواد سوداګرو لپاره د ویزو د صدور برخه کې شته ستونزو او د بیخبنسټیزو پروژو په اړه خبرې اترې وکړې.
ښاغلي مهمند وویل "سره له دی چې، په هېواد کې ټولیز امنیت راغلی، د کوکنارو کرکیله پای ته رسیدلې او اداري فساد له منځه تللی، د سوداګرو د پیسو انتقالاتو برخه کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کول د هېواد د سوداګرۍ او پانګونې د ودې اساسي عنصر ګڼو او په دی برخه کې د یوناما دفتر د اقتصادي پروګرامونو له مسؤلې څخه د لازمې همکارۍ غوښتنه کوو."
ښاغلي مهمند د سوداګریزو راکړو ورکړ، برښنا تولید او د کانونو استخراج برخه کې، د بانکي خدماتو معیاري کول اړین وبلل او یاده چاره يې د هېواد د اقتصادي ودې او پراختیا لپاره برخلیک ټاکونکې وبلله او د نړیوالې ټولنې د همکارۍ غوښته يې وکړه.
آغلې دینای بوګاس د هېواد د اقتصادي ودې برخه کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق هڅې وستایلې او پورته یادو مواردو په اړه يې د خپلو هر اړخیزو همکاریو او مرستو ډاډ ورکړ.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي شلمه ناسته ترسره شوه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي دریمې دورې شلمه ناسته د اتاق د عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار په مشرۍ او د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د اتاق د دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، ذکریا بریالي، محمد داود یوسفزي، جان آقا صادقي، ضیاءالدین اچکزي، احمد شکیب احمدیار او بهادر خیرخواه او د اتاق عامل پلاوي سرپرست او مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس په ګډون د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په مرکزي دفتر کې ترسره شوه.
په پیل کې، په اجنډا کې شاملې موضوعګانې، د نولسمې ناستې مصوبات او د نولسمې ناستې صورت جلسې لاسلیک ګډون والو ته د ښاغلي خان محمد سرفراز باز لخوا وړاندې کړی شول.
ورپسی د عامل پلاوي سرپرست او مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک د عامل پلاوي راپورونه د ناستې ګډونوالو ته وړاندی کړل او د مدیره او عامل پلاوو وړاندیزونو په اړه بحث او لازمې پریکړې ونیول شوې.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د ترکيې په سفارت کې، د یاد هېواد د وروستۍ زلزله ځپلو سره خواخوږي څرګنده کړه.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د مدیره پلاوي د دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، ذکریا بریالي او ضیاءالدین اچکزي، د کابل سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي او یو شمیر سوداګرو يې ملتیا کوله د افغانستان لپاره د ترکيې سفارت ته ولاړ او د ترکيې هېواد د وروستۍ زلزلې وفات شویو ته د دعا کولو ترڅنګ، د یادې ناوړه او زړه بوګنونکې پیښې ټپیانو او د وفات شویو وارثانو ته يې د خپلې غمشریکۍ او خواخوږۍ مراتب وړاندی کړل.
ښاغلي مهمند په افغانستان کې په سختو حالاتو او طبیعي پېښو کې د ترکیې د حکومت او خلکو د پرله پسې بشري مرستو یادونه وکړه او په ترکیه کې یې وروستۍ زلزله یو ستر ناورین وباله.
ښاغلي مهمند د هېواد د خصوصي سکټور له خوا د ترکيې له زیانمنو سره بشردوستانه مرستې په ځانګړې توګه د هرات ولایتي اتاق نقدي کڅوړه او په ترکیه کې میشت افغان سوداګرو مرستې وستایلې.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي غړیو په همدی مناسبت د ترکيې له زلزله ځپلو سره خپله خواخوږي او غمشریکي د یاد هېواد د سفارت په تعزیت کتاب کې ثبت کړه.