د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک يې ملتیا کوله د افغانستان د موبل و فرنیچر اتحاديې له رئیس ښاغلي محمد نعیم رحیمي او د یادې اتحاديې له یو شمیر غړیو سره د لیدنې په ترڅ کې د دوی د مالیاتي ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
ښاغلي رحیمي د موبل و فرنیچر شرکتونو د مالیاتي چارو تصفیوي ستونزو په ځانګړې توګه د شرکتونو له آدرس څخه دوه ډوله ماليې ورکړې او همدارنګه د صنفي مالیو تر عنوان لاندی د ماليې ورکړې په اړه معلومات ورکړل او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق څخه يې وغوښتل چې د یادو شرکتونو ستونزو حل برخه کې خپلی هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.
ښاغلي مهمند د موبل و فرنیچر اتحاديې د رئیس او غړیو ستونزو اوریدو وروسته، د کورنیو با کیفیته موبل و فرنیچر تولیداتو یادونه وکړه او ژمنه يې وکړه چې د یادو شرکتونو ستونزې به د اړونده حکومتي ادارو سره شریکې او د حل لارو په پیداکولو کې به يې لازمه همکاري وکړي.
ښاغلي مهمند د یادو شرکتونو څخه وغوښتل چې د موبل و فرنیچر په جوړولو کې د کورنیو خامو موادو په ځانګړې توګه د کنړ ولایت له لرګي څخه ګټه پورته کړي.
زېرمتون
په ابن سینا کنفرانس کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي ګډون
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې د مدیره پلاوي پانګه ایز مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي يې ملتیا کوله د آلماني شیر انسټیټوټ لخوا په جوړ شوي آنلاین کنفرانس کې د ګډون ترڅنګ، د هېواد د اوبو مدیریت، برښنا تولید، کرنې، روغتیا سیستم او د هېواد په اقتصادي پراختیا کې د خصوصي سکتور رول په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي مهمند د دغه کنفرانس د جوړولو په پار د شیلر انسټیټیوټ څخه د مننې په ترڅ کې د هیواد د اقتصاد په وده او پرمختګ کې د انرژۍ د تولید د اهمیت په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: د هېواد د اقتصادي ځان بسیاینې بنسټیز معیار د هېواد د اوبو او ډبرو سکرو څخه د برښنا تولیدول دي.
ښاغلي مهمند د تېر حکومت د نیمه بشپړو شویو پروژو پر تطبیق او د دغو پروژو د تطبیق لپاره د افغانانو د پیسو په ورکړې ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د نړیوالو بنسټونو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د شیلر انسټیټیوټ رئیسې مېرمن هیلګاه زیپ لیروچي د شیلر انسټیټیوټ د فعالیتونو په اړه د معلوماتو ورکولو پرمهال د افغانستان د طبیعي بډایه زیرمو یادونه وکړه او ویې ویل: د اوسني اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره د طبیعي زیرمو استخراج او ګټه اخیستنه اړینه ده او باید په دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړی شي.
آغلې هیلګا د قوش تپې کانال د کار د پيل د ستاينې ترڅنګ د هېواد د کرنې پر ميکانيزه کیدو او د معياري سړو خونو پر جوړولو ټينګار وکړ.
ښاغلو وحیدالله امین، کریم وطنوال، فاروق اعظم، داوود عظیمي او د شیلر انسټیټیوټ یو شمېر مسوولینو هم د پورتنیو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او خپل نظریات او وړاندیزونه یې څرګند کړل.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د (زموږ وطن زموږ تولید) نندارتون د پرانستې مراسمو کې ګډون وکړ
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې د اقتصاد وزارت مسلکي معین ښاغلي ډاکټر عبدالطیف نظري او د هېواد د سوداګرو او پانګوالو په حضور کې د «زموږ وطن زموږ تولید» نندارتون چې د کابل انټرکانټیننټال هوټل کې په لاره اچول شوی وه، د پرانستې مراسمو کې د ګډون ترڅنګ، د کورنیو تولیداتو څخه د اتاق ملاتړ اعلان او د نندارتونونو د جوړولو برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
ښاغلي مهمند د دغه نندارتون په جوړیدو د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ له ټولو سکتورونو څخه چې د دغه نندارتون په تنظیمولو کې یې فعاله ونډه اخیستې مننه وکړه، د دغه ډول نندارتونونو جوړول یې د اقتصادي ودې او د کورنیو تولیداتو په معرفي کولو کې مهم وبلل او د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د هېواد له تولیدي صنایعو څخه د ملاتړ ډاډ ورکړ.
هغه د کورنیو تولیداتو پر کارولو ټینګار وکړ او له تولیدي شرکتونو یې هم وغوښتل چې خپل تولیدات معیاري کړي.
ښاغلي ډاکټر عبداللطیف نظري د اقتصاد وزارت د پالیسۍ په اړه خبرې وکړې او وې ویل: د دغه وزارت پالیسي د کورنیو تولیداتو د ملاتړ پر بنسټ ولاړه ده او دولت تل د اقتصادي وضعیت د پیاوړتیا په موخه له خصوصي سکتور سره هر اړخیز ملاتړ کړی دی. سربیره پردی، نوموړي د هېواد د کرنې پر میکانیزه کیدو هم ټینګار وکړ.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د (ودان) ودانیزو شرکتونو اتحاديې سره لیدنه ترسره کړه
په کابل کې د ترکیې سفارت د سوداګریزې آتشې سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه غونډه
ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان سوداګرۍ او پانګوني اتاق د مدیره پلاوي مرستیال په داسي حال کی چی ښاغلي خانجان الکوزی حضور درلود، له محترمو: جانر بوزاق د ترکیی سفارت سوداګریز آتشه، حسین آونی بوتسالی د ۷۷ ګروپ شرکتونو سلاکار،صمد اوزترک د سوداګری بهرنی روابطو مرستیال، د لیدولو تر څنګ د سوداګری او پانګوني په اړه، د شته فرصتونو په پیژندولو او داسي نورو مواردو باندي خبرې اترې وکړې.
ښاغلی محمد یونس مهمند، د سوداګریز آتشی او بهرنیو سودګریزو اړیکو د غړیو د ښه راغلاست ترڅنګ په دوه اړخیزو سوداګری او پانګونې روابطو باندی یی ټینګار وکړ. ښاغلی مهمند، وویل: د بنسټیزې پروژو لکه د انرژۍ د تولید، د کانونو د استخراج او د هېواد د کرنې میکانیزه کول یوه حیاتی اړتیا بلل کیږی او له ترکیې هیواد یی وغوښتل چې په دې برخه کې او د مشترک اتاق د ایجادولو لپاره بشپړه همکاری وکړی.
ښاغلی خانجان الکوزی ، په داسې حال کې چې د افغان سوداګرو لپاره د ویزې د خدمتونو د آسانولو په برخه کې د ترکیې د سفارت د وړ خدمتونو ستاینه کوی، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او کرنیزو ظرفیتونو د مسلکی پېژندنې غوښتنه وکړه. ښاغلی الکوزی په راتلونکی کې د ګډو نندارتونونو په جوړولو ټینګار وکړ او له هغوی څخه یې غوښتنه وکړه چې د خپل هېواد سوداګر دې ته وهڅوی چې په راتلونکی نندارتونونو کې ګډون وکړی.
ښاغلی صمد اوزترک د ترکیې او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې خپلې ژمنې څرګندې کړې او د ترکیې د بهرنیو سوداګریزو اړیکو د شورا د فعالیتونو په اړه یې د معلوماتو د اتاق رهبری پلاوی ته وړاندې کړه. هغه وویل چې په افغانستان کې د امنیت د رامنځته کولو له امله د ترکیې سوداګر دې ته لیوال دی چې پانګونه وکړی او خپلې تجربې له افغانانو سره شریکې کړی.
ښاغلی حسین اونی بوتسالی ژمنه وکړه چې د ترکیې سوداګریز پلاوی ته به بلنه ورکړی چې افغانستان ته سفر وکړی او له افغان سوداګرو سره د سوداګریزو او پانګه اچونې اړوند غونډې جوړې کړی تر څو یوې غوښتنې پایلې ته ورسېږی او تفاهم لیک لاسلیک کړی.
د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې اتاق رهبري هیات د UNDP اجتماعیی پروګرامونو مسوول سره ولیدل
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړی مرستیال ښاغلی محمد یونس مهمند، د عامل ریاست د سرپرست ښاغلي میرویس هوتک، په حضور کې له ښاغلي ایروین ګیبریل لوپیز، د طبیعی پیښو د مدیریت متخصص ، او د هغه د کاری ټیم سره د لیدنې تر څنګ، د طبیعی ناورینونو د اداره کولو ، د بنسټیزو پروژو د پلی کولو ، پروګرامونو او لومړیتوبونو په اړه خبرې اترې وکړې.
ښاغلی مهمند ، په داسې حال کې چې د نړیوالې ټولنې له خوا د افغانستان له خلکو سره د مرستي یی هرکلی وکړ، د هېواد د اقتصادی وضعیت د ښه والی لپاره د نړیوالې ټولنې د لا زیاتو همکاریو خصوصا، د برېښنا د تولید په ګډون د بنسټیزو پروژو تطبیق او ځینې نور مسایلو غوښتنه وکړه. ښاغلي مهمند، د راتلونکو نندارتونونو په اړه په ځانګړې توګه په نږدې راتلونکی کې معلومات وړاندې کړل او د نندارتونونو لپاره یې د دایمی غرفو په برابرولو کې د نړیوالو بنسټونو پر ملاتړ ټینګار وکړ.
ښاغلی میرویس هوتک ، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د اتاق د فعالیتونو په اړه د معلوماتو د وړاندې کولو په ترڅ کې ، د طبیعی پېښو پر وړاندې د مدیریت په برخه کې د دې اتاق پلانونه او لومړیتوبونه یی په تفصیل سره تشریح کړل، او په دې برخه کې یې د نړیوالو بنسټونو د ملاتړ او همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلی ګیبریل لوپیز، د افغانستان د اقتصادی وضعیت د ښه کولو، د طبیعی بحرانونو د مدیریت په اړه د نړیوالې ټولنې د پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل. او د افغانستان د خصوصی سکتور د ملاتړ په هکله يی د خپلې ژمنې ډاډ ورکړ.