د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له مرستیال ښاغلي مارکس پوتزل سره لیدنه ترسره او د امام ابوحنیفه (رح) دویم ملي او نړیوال نندارتون د جوړولو، په هېواد کې د پانګونې شته فرصتونو، سوداګرو ته د ویزو صدور ستونزو، ټولیز امنیت، د کوکنارو کښت نه شتون او یو شمیر نورو مسایلو په اړه يې ورسره خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند د امام ابو حنیفه (رح) د دویم ملي او نړیوال نندارتون په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او په دغه نندارتون کې یې د بهرنیو سوداګریزو شرکتونو پر پراخ ګډون ټینګار وکړ.

ښاغلي مهمند د ټولیز امنیت رامنځته کیدل، د اداري فساد له منځه تلل او د کوکنارو کښت نه شتون د زیربنایي پروژو د تطبیق، د انرژۍ تولید او د کانونو د استخراج لپاره اړین عناصر وبلل او له ښاغلي مارکس پوتزل څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې شته فرصتونو ته د پام کولو ترڅنګ، د بنسټیزو پروژو د کار د بیا پیل او د بانکي ستونزو د له منځه وړلو لپاره د هېواد له خصوصي سکتور سره همکاري وکړي.

ښاغلي مهمند له ښاغلي پوتزل څخه وغوښتل چې بهرني پانګه وال وهڅوي چې د افغانستان په زیربنایي سکتورونو کې د هېواد له خصوصي سکتور سره په همکارۍ پانګونه او تړونونه ترسره کړي.

ښاغلي مارکس پوتزل د اقتصادي ودې او د کارموندنې په برخه کې د هېواد د خصوصي سکتور د فعالیتونو ستاینه وکړه او د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې یې د لازمو اسانتیاوو په رامنځته کولو، سوداګرو ته د ویزو د ورکړې او یو شمېر نورو مسایلو په اړه د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ.

پنجشنبه، چنګاښ ۱۵مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند چین ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې، په داسی حال کې چې، د هېواد مطرح سوداګرو هر یو ښاغلي فیض محمد خافي، حاجي نظام، حاجي ندیم او حاجي شیرآغا يې ملتیا کوله د چین هېواد یوو ښار میشت افغان سوداګرو سره لیدنه ترسره او د افغان سوداګرو شته ستونزو او ننګونو او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د سوداګریزو او پانګه ایزو فرصتونو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
په چين کې مېشتو افغان سوداګرو هر يو دغه هېواد ته د مدیره پلاوي لومړي مرستيال د راتګ هرکلى وکړ او خپلې سوداګريزې او پانګه ایزې ستونزې يې له هغه سره شريکې کړې او له چينايي چارواکو سره يې د همغږۍ په رامنځته کولو سره د حل غوښتنه وکړه.

ښاغلي مهمند په چین کې د مېشتو افغان سوداګرو د ستونزو او وړاندیزونو د اورېدو پرمهال له افغان سوداګرو سره د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د چین د هر اړخیزو همکاریو ستاینه وکړه او په افغانستان کې يې د سوداګرۍ او پانګونې د شته فرصتونو، د امنيت د تامين، د هېواد په ګمرکونو کې د رامنځته شويو اسانتياوو په اړه هراړخيز معلومات وړاندې کړل او له هغوى څخه يې وغوښتل چې د شته آسانتیاوو په پام کې نيولو سره په هېواد کې د سوداګرۍ او پانګونې د حالت د ښه والي په برخه کې هر اړخيزه همکاري وکړي.

ښاغلي مهمند په چين کې د مېشتو افغان سوداګرو رول د افغانستان په اقتصادي وده او پرمختګ کې مهم وباله او د دغو سوداګرو ستونزې يې له چينايي چارواکو سره شريکې کړې او د يادو شويو ستونزو د هواري او په دې برخه کې د لا زياتې همغږۍ د رامنځته کېدو غوښتنه يې وکړه.
نوموړي دغه راز د هېواد له دولتي چارواکو سره د سوداګرو د ستونزو د شریکولو او د هېواد سوداګرو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه د هراړخیزو هڅو ډاډ ورکړ.

پنجشنبه، چنګاښ ۱۵مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي دارلإنشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي او د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک د مرکزي اتاق له کارکوونکو سره د ناستې په ترڅ کې، د نېمکرغه لوی اختر مبارکي وویله او د امام ابوحنیفه (رح) دویم ملي او نړیوال نندارتون د بهتر جوړولو په اړه يې لازمې لارښوونې وکړې.

میرویس هوتک د اتاق کارکوونکو ته د لوی اختر مبارکۍ ویلو ترڅنګ، د امام ابوحنیفه رحمه الله د دویم نندارتون د ترسره کیدو د کاري پرمختګ او راتلونکو پلانونو وړاندی او د دغه نندارتون د تنظیم برخه کې يې د اتاق مشرتابه پلاوي ته د کارکوونکو د لازم چمتووالي ډاډ ورکړ.

ښاغلي خان محمد سرفراز باز د اتاق ټولو کارکوونکو ته د لوی اختر د مبارکۍ په ترڅ کې د امام ابوحنیفه (رح) د نندارتون په تنظیمولو کې د اړوندو څانګو او د اتاق د کارکوونکو د هلو ځلو قدرداني وکړه او په دې برخه کې یې د لا زیاتې همغږۍ په ترسره کولو ټینګار وکړ تر څو یاد نندراتون د امکان تر حده په ښه او په زړه پوری توګه جوړ شي.

ښاغلي خان جان الکوزي د نندارتونونو رول د هېواد د اقتصاد په وده او پرمختګ کې په ځانګړې توګه د کورنیو تولیداتو په معرفي کولو کې مهم وګڼل او د اتاق له ټولو کارکوونکو یې وغوښتل چې د امام ابوحنیفه (رح) د دویم نندارتون لپاره لا زیات کار وکړي ځکه چې بې له شکه چې په هېواد کې تر ټولو لوی نندارتون دی او باید هڅه وشي چې، پرته له کومې نیمګړتیا څخه په شانداره توګه ترسره شي.

له غونډې وروسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د نندارتون له ساحې څخه لیدنه وکړه او د امام ابوحنیفه (رح) د دویم نندارتون د ترسره کولو لپاره یې د کاري پرمختګ او لازم چمتووالي څخه د خوښۍ څرګندولو په ترڅ کې په ښه او شانداره توګه د یاد نندارتون د ترسره کولو لپاره يې دوی ته اړینې لارښوونې وکړې.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي په داسی حال کې چې، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک او د مختلفو ډيپارټمنټونو آمرینو يې ملتیا کوله د امام ابوحنیفه (رح) دویم ملي او نړیوال نندارتون د جوړیدو له ځای څخه يې لیدنه ترسره او د اړوندو ډيپارټمنټونو مسؤلینو سره يې د کاري پرمختګونو او لازم چمتووالي په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مایل احمدي د نندارتون له بېلابېلو برخو څخه د لیدنې پر مهال او د نندارتون په تالار کې د غرفو د نصبولو او تخنیکي کارونو په ګډون یې د کار د پرمختګ خبر ورکړ. هغه د کنفرانس د موقعیت او د کورنیو او بهرنیو مېلمنو د ښه راغلاست په اړه خبرې وکړې او د بهرنیو شرکتونو لپاره د مناسب ځای د چمتو کولو او یو شمېر نورو مسایلو په اړه یې د امکان تر حده د دغه نندارتون د ترسره کېدو پر چټکتیا ټینګار وکړ.

ښاغلي شیرین آغا سخي د یاد نندارتون د ترسره کیدو لپاره د لازمو تیاریو په برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د کارکوونکو له هڅو څخه خوښي څرګنده کړه او د کاري بهیر د چټکتیا او د کاري ټیمونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې.

چهارشنبه، چنګاښ ۱۴مه، ۱۴۰۲

د هېواد خصوصي سکټور د ښارونو په ځانګړي ډول د کابل ښار په بیارغونه او ښکلا کې تل ونډه اخیستې او دا ځل د "افغان پې" خدماتي شرکت د سالنګ واټ په ښه ډیزاین سره جوړ کړ.
د دې څلورلاری د پرانیستې په مراسمو کې چې د کابل ښاروالۍ د فرهنګي څانګې له خوا په لاره اچول شوي وو، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د کابل ښاروالۍ مرستیالانو، د افغان پی شرکت رئیس مصطفی یوسفزي، دولتي چارواکو او د خصوصي سکتور غړو حضور درلود.

ښاغلي مصطفی یوسفزي د کابل ښار د سالنګ واټ څلورلارې د جوړیدو په اړه معلومات ورکړل او زیاته يې کړه "د دغه څلورلاری ټول لګښت څه باندې یو نیم میلیون افغانۍ دی چې د نړیوالو معیارونو سره سم جوړ او ګټې اخیستو ته چمتو دی."

د کابل ښاروالۍ مسؤلینو د څلورلارو په بیارغونه کې د هېواد د خصوصي سکتور د همکارۍ او ونډې قدرداني وکړه او په ځانګړي ډول یې د کابل ښار د سالنګ واټ د څلورلارې د جوړولو په برخه کې د افغان پی خدماتي شرکت لګښت او هڅې د ستایلو وړ وبللې.

یکشنبه، چنګاښ ۴مه، ۱۴۰۲

د سویلي او سویل ختیځې آسیا سوداګرو (سیچوان) ۱۲مه ناسته د چین نړیوالې سوداګرۍ پراختیا شورا لخوا د سیچوان ولایت د خلکو او د سارک سوداګرۍ او صنعت اتاق په همکارۍ د چین هېواد په سیچوان ولایت کې د ۲۰۲۳ زیږدیز کال جون د میاشتې په ۲۸ مه نېټه چې د ۱۴۰۲ لمریز کال د چنګاښ میاشتې له ۷مې نېټې سره سمون لري، جوړه چې پکې د سویلي او سویل ختیځې آسیا هېوادونو دولتي او غیر دولتي استازز، د چین هېواد مطرح سوداګرو او لوړ پوړو چارواکو ګډون درلود.   

په دې غونډه کې د سوداګرۍ او پانګونې د فرصتونو، د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا، د سویلي او جنوب ختیځې اسیا د اړیکو د پراختیا میکانیزم د رامنځته کولو او همدارنګه د سیمه ییزو پرمختګونو په اړه سیمینارونه وړاندې شول او هر اړخیز بحثونه وشول.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند چې د هېواد د خصوصي سکټور په استازیتوب یې په دې لویه غونډه کې ګډون کړی و، په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې د فرصتونو په اړه وینا وکړه او ویې ویل "په افغانستان کې د سرتاسري امنیت شتون، د اداري فساد او د کوکنارو کښت نه شتون او یو شمیر نور مسایل هغه موضوعګانې دي چې په هېواد کې يې د سوداګرۍ او پانګونې لپاره فرصتونه رامنځته کړي دي."

د مدیره پلاوي لومړي مرستیال افغانستان د فرصتونو هېواد وباله او په ځانګړې توګه د کانونو، کرنې، صنایعو، ساختماني، انرژۍ، مخابراتو او روغتیا په برخو کې یې شته فرصتونه د غونډې ګډونوالو او استازو ته تشریح کړل او د برخه اخیستونکو هیوادونو استازي يې په یادو شويو سکتورونو په ځانګړي توګه د انرژۍ تولید برخه کې پانګونې ته وهڅول.

ښاغلي مهمند د افغان حکومت پالیسي د دوستۍ او نیکمرغۍ پر محور ولاړه وګڼله، د سوداګرۍ او سیمه ییزو او غیر سیمه ییزو تعاملاتو د ملاتړ او هرکلي په ترڅ کې یې د سویل او سویل ختیځو هېوادونو ترمنځ د پانګونې او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.

ښاغلي مهمند د امام ابوحنيفه (رح) د دویم نندارتون د ترسره کېدو په اړه د تفصيلي معلوماتو د وړاندې کولو په ترڅ کې د چين په ١٢ مه سوداګرۍ غونډه (سيچوان) کې له ګډون کوونکو هېوادونو وغوښتل چې په دغه نندارتون کې چې د ٢٠۲۳ کال د جولای په ١٦مه نېټه د ۷ ورځو لپاره جوړېږي، ګډون وکړي او د سیمې هېوادونو سره خپلې سوداګریزې اړیکې غښتلې کړي.

محترم محمد یونس مهمند د پورتنۍ غونډې په څنډه کې د چین د برښنا د تولید له ستر شرکت (ډونګ فانګ الیکټریک انټرنیشنل کارپوریشن) څخه لیدنه وکړه او د یاد شوي شرکت د بریښنا تولید ماشینونه او تخنیکونه او په افغانستان کې یې د نوموړو توکو نصب او ګټه اخیستنه وارزوله.
نوموړي د ياد شرکت مسوولينو ته بلنه ورکړه چې د امام ابوحنيفه رحمه الله په ملي او نړيوال نندارتون کې د ګډون کولو ترڅنګ، خپل تولیدات او وړیتاوې تشریح او نندارې ته کیږي.

ښاغلي مهمند همدا راز د چین د چندوی ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه سره وکتل او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او یادې اتاق ترمنځ یې د دوه اړخیزو همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې. د چیندوی د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه په دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ او د دواړو خونو ترمنځ یې د همکاریو د تفاهم لیک د لاسلیکولو ډاډ ورکړ.

مقالات دیگر...