د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک په داسی حال کې چې، د مختلفو ډیپارټمنټونو کارکوونکو او مسؤلینو حضور درلود، د ولایتي اتاقونو له مسؤلینو سره آنلاین ناسته ترسره او د ورځنیو چارو په اړه يې ورسره خبرې اترې وکړې.
ښاغلي میرویس هوتک د کوچني اختر په مناسبت د مرکزي او ولایتي اتاقونو کارکوونکو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ، خصوصي سکتور ته د دوی د خدمتونو ستاینه وکړه او د مرکزي اتاق کاري ځواک څخه يې وغوښتل چې د ولایتي اتاقونو ستونزو ته د حل مناسبې لارې چارې پیدا، غړي جذب، صادراتو کچه لوړه او د کارکوونکو وړتیا لوړونې برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
د اتاق عامل پلاوي سرپرست د امام ابوحنیفه (رح) دویم نړیوال نندارتون په اړه معلومات وړاندی کړل او د ولایتي اتاقونو له مسؤلینو يې وغوښتل چې سوداګرو او پانګوال په یاد نندارتون کې د ګډون په موخه وهڅوي.
د ولایتي اتاقونو مسؤلینو په خپل وار سره د خبرو کولو ترڅنګ، د ورته آنلاین ناستو هرکلی وکړ او د کار ښه والي په موخه يې خپل مشخص وړاندیزونه مطرح کړل.
زېرمتون
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مننې پیغام!
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوی د کوچني اختر رارسیدو په مناسبت د خصوصي سکتور غړیو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ، له هغو سوداګرو، پانګوالو او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق غړیو څخه چې د روژې مبارکې میاشتې په جریان کې یې د ګران هېواد اړمنو ته د نغدي او غذايي مرستو په وړاندی کولو سره د هغوی لاسنیوی کړی دی، د زړه له کومي مننه او ستاینه کوي او د الله سبحانه وتعالی له لوی دربار څخه غواړي چې دوی ته د دوی په دنیوي کاروبار کې خیر او برکت او په آخرت کې ستر اجر نصیب کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د ولایتي اتاقونو له عامل مدیرانو سره آنلاین ناسته ترسره کړه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي او د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک يې ملتیا کوله د ولایتي اتاقونو عامل مدیرانو سره يې آنلاین ناسته ترسره او د امام ابو حنیفه (رح) دویم نړیوال نندارتون جوړولو په اړه یې خبرې اترې وکړې.
ښاغلي مهمند د امام ابوحنیفه (رح) د دویم ملي او نړیوال نندارتون د جوړولو برخه کې په مرکز او ولایتونو کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مسوولینو له بی سارو هڅو څخه د مننې په ترڅ کې زیاته کړه: د ولایتي اتاقونو مسوولین باید هڅه وکړي چې په دغه ستر نندارتون کې د ګډون په موخه ټول سوداګر او لوی او واړه پانګوال، متشبثین او د خصوصي سکتور غړي برخه واخلي او خپله ونډه ادا کړي.
ښاغلي ميرويس هوتک د امام ابوحنيفه (رح) د لومړي نندارتون او د دويم نندارتون د چمتووالي په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل: د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوی په یو منظم پلان کار کوي، څو د لومړي نندارتون د نیمګړتیاوو څخه د تجربې پر بنسټ، دویم نړیوال نندارتون د امکان تر حده غوره او عالي تنظیم کړي.
نوموړي په دې برخه کې خپل مشخص پلانونه او وړاندیزونه هم مطرح کړل.
ښاغلي هوتک د ولایتي اتاقونو له ټولو عامل مدیرانو وغوښتل چې د دغه نندارتون اعلان ټولو سوداګرو او پانګوالو ته او د تولید او خدماتي سکتور په ګډون د روغتیا، کرنې، صنعت، کانونو، غالۍ، لاسي صنایعو، طب، ښوونې او روزنې، ودانیو سکتورونو ته ورسوي څو هغوی وکولی شي په راتلونکي دویم نړیوال نندراتون کې په پراخه کچه ګډون وکړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي په کابل کې میشت د ترکيې سفارت له مرستیال سره لیدنه ترسره کړه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د مدیره پلاوي غړيو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او ذکریا بریالي، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک، د کابل سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي احمد شاه حکیمي او د ۷۷ ترکي شرکت رئیس ښاغلي براق انسال یې ملتیا کوله په کابل کې میشت د ترکيې سفارت له مرستیال ښاغلي امره ماناو او د یاد سفارت سوداګریزې آتشې ښاغلي امره انال سره لیدنه ترسره او د سوداګریزو اړیکو غښتلتیا او ګډو پانګونو په اړه خبرې اترې وکړې.
ښاغلي مهمند په افغانستان کې د ټولیز امنیت او سولې تامین، په دولتي ادارو کې د فساد نه شتون، د کوکنارو د کښت بندیدل او د ټرانسپورټ او ټرانزیټ په برخو کې د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کیدل او همدارنګه د کانونو په برخه کې د تړونونو لاسلیک کول د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او پانګونې بهیر د چټکتیا په برخه کې د اوسنيو ښو فرصتونو په توګه یاد کړل.
نوموړي په کابل ښار کې د امام ابوحنيفه (رح) د دويم ملي او نړيوال نندارتون د جوړيدو په اړه د معلوماتو ورکولو په ترڅ کې د سفير له مرستيال څخه وغوښتل چې په دغه نندارتون کې د ترکيې لوي توليدي او ودانیز شرکتونه او د ترکيې بېلابېل سکتورونه په دی نندارتون کې ګډون ته وهڅوي.
ښاغلي امره ماناو له افغانستان سره د دغه هېواد د راتلونکو اقتصادي پلانونو، بشري مرستو او د خصوصي سکتور په بیلابیلو برخو کې د پانګونې لپاره د سترو ترکي شرکتونو د هڅولو په اړه خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې ترکي شرکتونه به وهڅوي چې د امام ابو حنیفه (رح) په دویم ملي او نړیوال نندارتون کې ګډون وکړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست سره لیدنه ترسره کړه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې د ۷۷ ترکي شرکت رئیس براق انسال يې ملتیا کوله د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست ښاغلي شهاب الدین دلاور سره لیدنه ترسره او د یاد وزارت سره يې د اتاق د همکارۍ په اړه خبرې اترې وکړې.
ښاغلي مهمند د جبل سراج بند جوړولو، د سمنټو فابریکو جوړولو او په لویو پروژو کې د پانګونې په موخه د سترو کورنیو او بهرنیو شرکتونو د معرفي کولو برخه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ته د اتاق د چمتووالي او هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او په دی برخه کې يې د سترو پروژو په لاره اچولو غوښتنه وکړه.
ښاغلي شهاب الدین دلاور ښاغلي مومند ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د سوداګرو او پانګوالو ملاتړې اداره وبلله او د کانونو د استخراج، د اوبو د بندونو د بیارغونې او نورو سترو پروژو قراردادونو د ترلاسه کولو په برخه کې یې د دغه ډول لویو شرکتونو په معرفي کولو کې د اتاق د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د "نچرل سټون" مرمر ډبرو فابریکې له مسؤلینو سره لیدنه کړه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د "نچرل سټون" مرمر ډبرو فابریکې له مختلفو برخو څخه د لیدنې ترڅنګ، د یادې فابریکې رئیس ښاغلي محمد آصف ستانکزي او کارکوونکو سره يې د مرمر ډبرو د استخراج، پروسس او تولید په اړه خبرې اترې وکړې.
ښاغلي ستانکزي ښاغلي مهمند ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د مرمر ډبرو د استخراج څخه تر وروستي تولید پورې د پروسې د پړاوونو، د تولید د ډبرو ډولونه او د دغو فابریکو د تولید ظرفیت، د کار متخصص ځواک او موجوده ماشینرۍ په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي ستانکزي د مرمر ډبرو له کانونو څخه د دغې فابریکې د استخراج او بهرنیو هېوادونو ته د پروسس شویو ډبرو د صادراتو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د نچرل سټون فابریکه د میدان وردګو، کنړ او ننګرهار ولایتونو کې د مرمرو د کانونو د استخراج په برخه کې لوړ ظرفیت او عصري ماشینونو لرلو سره فعالیت کوي او خام مواد له استخراج وروسته د پروسس لپاره فابریکو ته لیږدوي.
د دغو فابریکو تولیدات کورنیو بازارونو ته د عرضې ترڅنګ د سیمې هېوادونو په ځانګړې توګه قزاقستان، اذربایجان او متحده عربي اماراتو ته هم صادرېږي.
ښاغلي مهمند د نچرل سټون مرمرو فابریکې هڅې او لاسته راوړنې وستایلې او د هېواد مرمر يې د نورو هېوادونو د مرمر ډبرو په پرتله یو له غوره ډبرو څخه وګاڼه.
نوموړي په هېواد کې د کورنيو ودانيو په جوړولو کې د دغې ډبرې د کارونې او د سيمې او نړۍ هېوادونو ته د مرمرو د صادراتو پر زياتوالي ټينګار وکړ.
ښاغلي مهمند د نچرل سټون فابریکې د محصولاتو لپاره د نړیوالې بازار موندنې او د صادراتو د ودې په برخه کې يې د همکارۍ ډاډ ورکړ.