د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې د بطریو یو شمیر صنعت کارانو او سوداګرو هم شتون درلود د ماليې وزارت ګمرکونو معینیت لخوا د بطریو په وارداتو باندی د تعرفې بیې تعین په موخه په جوړه شوې ناسته کې ګډون وکړ.
ښاغلي مهمند د کورنیو تولیداتو په ځانګړې توګه د بېلابېلو بطریو د تولید په برخه کې د هېواد د تولیداتو د کیفیت او ظرفیت په لوړولو ټینګار وکړ. هغه په بازار کې د دغه محصول د تقاضا په پوره کولو کې د بطریو سوداګرو رول مهم وباله او د ګمرکونو معینیت له مسوولینو یې وغوښتل چې د ګمرکي تعرفې د مناسبې کچې په ټاکلو کې توازن رامنځته کړي، څو له یوې خوا کورنیو تولیداتو ته وده ورکړي او له بلې خوا د بطریو سوداګر وکولی شي چې د بطریو مناسبې تعرفې په تادیه کولو سره د بطریو وارداتو ته دوام ورکړي.
د بطریو د کورنیو تولیدونکو څخه ښاغلي عبدالمتین قلندري د دغه محصول د تولیدونکو په استازیتوب د کورنیو تولیداتو د جزئیاتو، کیفیت او شته ظرفیت په اړه معلومات ورکړل او د کورنیو تولیداتو په پام کې نیولو سره یې د ګمرکي تعرفو د بیې د ټاکلو لپاره د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.
ښاغلي محمد عارف چې د بطریو په برخه کې یو له سترو واردونکو څخه دی، د نورو واردونکو په استازیتوب خبرې وکړې او ویې ویل: د بطریو کورني تولیدات په بازار کې تقاضا نه شي پوره کولای او اړتیا ده چې له نورو هیوادونو څخه بوتلونه وارد شي. هغه د مالیې وزارت ګمرکونو له معینیت څخه وغوښتل چې په بازار کې د حقایقو په نظر کې نیولو سره دې د ګمرکي تعرفې او د دې محصول د وارداتو د تعرفې د ټاکلو په اړه معقول تصمیم ونیسي.
د مالیې وزارت ګمرکونو معینیت چارواکو د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه، واردونکو او کورنیو تولیدونکو د خبرو له اورېدو وروسته پرېکړه وکړه، چې د کورنیو تولیدونکو او سوداګرو په ګډون دې یوه ګډه کمېټه جوړه کړی شي څو د ګډ پلاوي له څیړنې وروسته د ګمرکي تعرفې بیې په اړه مناسبه پریکړه ونیول شي.
زېرمتون
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د نړیوالې خصوصي سوداګرۍ مرکز (CIPE) له مرستیال او د مختلفو اتاقونو له استازیو سره لیدنه ترسره کړه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي په داسی حال کې چې، د اتاق مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي غړيو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او ذکریا بریالي او د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک يې ملتیا کوله د نړیوالې خصوصي سوداګرۍ مرکز (CIPE) له مرستیال او د کرنې، کسبګرو، ښځو، صنایعو او کانونو اتاقونو استازیو سره د لیدنې په ترڅ کې، پر عایداتو د مالیاتو قانون کې د بدلونونو، د سوداګریزو ننګونو او لومړیتوبونو پيژندنې، او په شته ننګونو د غلبې حاصلولو په موخه د ستر کنفرانس په لاره اچولو په اړه خبرې اترې وکړي.
ښاغلي مایل احمدي افغان سوداګرو ته د بهرنیو هېوادونو له خوا د ویزو نه ورکول، د دوی بانکي زیرمو ته د سوداګرو او خصوصي شرکتونو نه لاس رسی او د پیسو د لېږد لپاره د کمېشن لوړوالی، نړیوالو نندارتونونو ته د ښځو نه لاسرسی، د بیخبنسټونو او د هېواد په بندرونو کې د معیاري امکاناتو نه شتون له عمده ستونزو څخه یاد کړل او د کرنې په میکانیزه کیدو یې ټینګار يې وکړ. نوموړي د سوداګرو ستونزو حل په موخه د خصوصي سکتور او نړیوالو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ په رامنځته کولو کې د (CIPE) د ادارې رول اړین وباله او له یادې ادارې سره یې د اتاق د همکارۍ ډاډ ورکړ.
ښاغلي شیرین آغا سخي د کابل ښاروالۍ د غیر عادلانه نرخ نامو یادونه وکړه او زیاته یې کړه "د کابل ښاروالۍ د مارکیټ د واقعتونو په له نظر کې نیولو پرته نرخ نامې ترتیبوي چې د بازار د واقعي بیو سره په ټکر کې دي. نوموړي په دی برخه کې د کابل ښاروالۍ د جدي پاملرني غوښتنه وکړه.
ښاغلي خانجان الکوزي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او نورو اتاقونو تر منځ پر هر اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ او د نورو اتاقونو له مسوولینو یې وغوښتل چې د سوداګرو او د خصوصي سکټور د غړو د ستونزو د پېژندلو په برخه کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره همکاري وکړي او له CIPE څخه یې وغوښتل چې د ورته کنفرانسونو په دایرولو سره د خصوصي سکتور او سوداګرو ستونزو حل او لازمو آسانتیاوو ته لاره هواره کړي.
ښاغلي میرویس هوتک د هېواد په ټولو ولایتونو کې د سوداګرو او خصوصي سکتور د ستونزو د هواري لپاره د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د چمتووالي ډاډ ورکړ او په دې برخه کې یې د اتاقونو ترمنځ په لا ډیرې همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ.
ښاغلي محیب الرحمن شیرزاد په یادو برخو کې د هیواد د خصوصي سکتور د ستونزو په هواري کې د CIPE د لیوالتیا ډاډ ورکړ او ویې ویل" CIPE هڅه کوي چې څنګه وکولای شي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او نورو اتاقونو په همکارۍ د سوداګرۍ او پانګونې، کرنې او کسبګرو برخه کې د مالیاتو د قوانینو په اړه روزنیز او غیزمن سیمینارونه جوړ کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د کابل ښار باغ قاضي خوراکي توکو منډوۍ له سوداګرو سره لیدنه ترسره کړه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د خوراکي توکو واردوونکو ستونزو اوریدو، د خوراکي توکو بیو ارزونې او ستونزو ته د حل لارو پیداکولو په موخه د باغ قاضي منډوۍ اتحاديې له رئیس ښاغلي عبدالغني او د اتحاديې له یو شمیر غړیو سره لیدنه ترسره کړه.
ښاغلي عبدالغني ښاغلي مهمند ته راغلاست ووایه او د خوراکي توکو د سوداګرو د ستونزو په اړه یې معلومات ورکړل او ویې ویل: د سوداګرو یوه لویه ستونزه د اومو موادو د مالیې د تصفیې پر مهال د مالیاتو ورکول دي، چې سوداګر مجبور دي چې ۲ سلنې ګمرکي تعرفې پرته نور مبالغ هم تادیه کړي چې یاده چاره د خوراکي توکو د بیو د لوړوالي سبب ګرځي.
دوی د اتاق د مشرتابه پلاوي څخه وغوښتل چې د دوی ستونزه د اړوندو دولتي ادارو سره شریکه او د دولتي ادارو سره په همغږۍ کې ورته د حل مناسبې لارې چارې ولټوي.
ښاغلي مهمند په تېرو دوو کلونو کې د هېواد بازارونو ته د خامو موادو د رسولو په برخه کې د خوراکي توکو د واردونکو د هڅو او فعالیتونو قدرداني وکړه او په نړیوالو معیارونو د خوراکي توکو د لوی مارکېټ پر جوړېدو یې ټینګار وکړ او په دې برخه کې يې د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
نوموړي د هېواد د خوراکي توکو له ټولو سوداګرو وغوښتل، چې د روژې د مبارکې مياشتې په درناوي او د خلکو د اقتصادي ستونزو په پام کې نيولو سره د هېواد له اړمنو خلکو سره د مرستې په برخه کې خپل ديني او وجداني مسووليت ادا کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د امام ابوحنیفه (رح) دویم نړیوال نندارتون جوړولو په اړه مقدماتي ناسته ترسره کړه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک يې ملتیا کوله او د اتاق د مختلفو ډیپارټمنټونو آمرینو هم شتون درلود، په روان لمریز کال کې د امام ابو حنیفه (رح) دویم نړیوال نندارتون جوړولو، په دی برخه کې د لازمې همغږۍ، پروګرامونو، تطبیقي پلان او یو شمیر نورو تخنیکي مسایلو په اړه خبرې اترې وکړې.
ښاغلي مهمند په کابل کې د دویم نړیوال نندارتون د جوړیدو په اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د دغه نندارتون جوړیدل د کورنیو تولیداتو د معرفي کولو لپاره یوه بیړنۍ اړتیا ګڼل کیږي او باید د دغه نندارتون د په ښه شکل جوړولو لپاره هر اړخیزې هڅې وشي څو د هیواد سوداګر، صنعتکاران او پانګه وال خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.
ښاغلي مهمند د دغه نندارتون پر هراړخیزوالي ټینګار وکړ او ویې ویل: په کابل کې د دویم نړیوال نندارتون جوړېدل د کورنیو تولیداتو د معرفي کولو ترڅنګ د سیمه ییزو او نړیوالو تولیداتو د معرفي کولو لپاره هم یو فرصت دی او موږ باید هڅه وکړو چې خپل کورني تولیدات په غوره توګه نندارې ته وړاندې کړو ترڅو وکولی شو کورنیو تولیداتو ته بازارموندنه وکړو او سیمه ایزو او نړیوالو بازارونو ته لاسرسی پیداکړو.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سره هوکړه لیک لاسلیک کړ
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د کارنت تیر صادروونکې او ضامنې ادارې په توګه، د نړیوال ځمکني ټرانسپورټ پراختیا، په نړیواله کچه د لیږد برخه کې فعالو شرکتونو د وړتیا لوړونې، په نړیواله کچه د لیږد برخه کې فعالو شرکتونو د فعالیتونو معیاري کولو او په نړیواله کچه د لیږد برخه کې فعالو شرکتونو د موټر چلوونکو او مدیرانو د روزنې په موخه، د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سره هوکړه لیک لاسلیک کړ.
یاد هوکړه لیک د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست ښاغلي الحاج حمیدالله آخندزاده لخوا د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست ښاغلي میرویس هوتک او د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د ځمکني ټرانسپورټ معین په حضور کې د یاد وزارت په مرکزي دفتر کې لاسلیک شو.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د ودانیزو شرکتونو اتحادیې له غړیو سره لیدنه ترسره کړه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک يې ملتیا کوله د ودانیزو شرکتونو اتحاديې له یو شمیر غړیو سره د لیدنې په ترڅ کې، د حکومت راتلونکو پروژو او د هېواد بیخبنسټیزو پروژو تطبیق برخه کې د کورنیو ودانیزو شرکتونو رول په اړه خبرې اترې وکړې.
ښاغلي مهمند د دولتي بیخبنسټیزو پروژو په تطبیق کې کورنیو ودانیزو شرکتونو ته په لومړیتوب ورکولو ټینګار وکړ او له ودانیزو شرکتونو څخه یې وغوښتل چې د لویو پروژو د ترلاسه کولو او پلي کولو لپاره معقول پلانونه وړاندې کړي.
نوموړي د کورنیو ودانیزو شرکتونو له استازو څخه وغوښتل چې د هېواد د سترو بیخبنسټیزو پروژو د تطبیق په موخه دې یو له بل سره تفاهم وکړي او په ګډه دی پانګونه او پلي کړي.
په دې ناسته کې د کورنیو ودانیزو شرکتونو مسؤلینو د خپلو لاسته راوړنو، د دوی له لوري د پلي شویو پروژو او د دوی د شته پروژو په اړه معلومات ورکړل او ژمنه یې وکړه چې د هېواد د بیخبنسټیزو پروژو د پلي کولو لپاره به معقول او هر اړخیز پلانونه او طرحې چمتو کړي.