په کابل کې د روسیې سفارت لومړي سکرتر ښاغلي الکسی او ورسره مل پلاوي په داسې حال کې چې د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک ملتیا کوله، د امام ابوحنیفه (رح) له دویم ملي او نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي هوتک د امام ابوحنیفه (رح) دویم ملي او نړیوال نندارتون ته ښاغلي الکسی او ورسره ملګري ټیم ته ښه راغلاست ووایه او د دغه نندارتون د بېلابېلو برخو او ګډون کوونکو په اړه یې معلومات وړاندې کړل.

د دې لیدنې په پای کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي ذکریا بریالي له ښاغلي الکسی او ورسره ملګري ټیم سره وکتل او هغوی ته یې ښه راغلاست ووایه.

ښاغلي الکسی د امام ابوحنیفه (رح) د دویم ملي او نړیوال نندارتون جوړېدل د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لپاره یوه ستره لاسته راوړنه وبلله او د ګډون کوونکو شرکتونو د محصولاتو د معرفي کولو، د سیمې له هېوادونو سره د سوداګرۍ د پراختیا او د بهرنیو پانګونو د جلبولو په برخه کې یې د دغه ډول سترو نندارتونونو جوړول مهم وبلل.

پنجشنبه، چنګاښ ۲۹، ۱۴۰۲

د افغانستان لپاره د یوناما رئیسې آغلې روزا اوتنبایوو په داسی حال کې چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئيس ښاغلي توکل احمدیار، د اتاق سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د اتاق دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د اتاق مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي ذکریا بریالي او احمد شکیب احمدیار، د څارنې پلاوي منشي ښاغلي عبدالحامد حمیدي او د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئيس ښاغلي میرویس هوتک يې ملتیا کوله د امام ابوحنیفه (رح) دویم ملي او نړیوال نندارتون څخه لیدنه ترسره او د یاد نندارتون چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له لوري جوړ شوی، هرکلی وکړ.

ښاغلي توکل احمدیار د یوناما دفتر رئیسې ته د امام ابو حنیفه رحمه الله د نندارتون بېلابېلې برخې تشریح کړې او هر اړخیز معلومات یې وړاندې کړل او له مېرمن اوتنباوو څخه یې دغه نندارتون ته د راتګ له امله مننه وکړه.

ښاغلي احمدیار د افغانستان له خلکو سره د یوناما د بشري مرستو د قدردانۍ په ترڅ کې د هېواد له خصوصي سکتور سره د یوناما پر ملاتړ ټینګار وکړ.

مېرمن روزا اوتنباوو په دغه نندارتون کې له بېلابېلو څانګو او سکټورونو څخه د ليدنې پر مهال له يو شمېر نندارچيانو او د بېلابېلو سکټورونو له استازو سره خبرې وکړې او د افغانستان د خلکو له کورنيو توليداتو څخه يې په ګټې اخيستنې ټينګار وکړ.

بنجشنبه، چنګاښ ۲۹مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک او د څارنې پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري په حضور کې، د بامیانو ولایت له یو شمېر ښځینه متشبثینو سره وکتل او د هغوی د سوداګریزو فعالیتونو په اړه یې خبرې اترې وکړې او نظرونه یې تبادله کړل.

د بامیانو ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي مرستیالې مېرمن مهتاب رحیمي د دغه ولایت د ښځینه متشبثینو په استازیتوب د بامیانو ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او د مرکز اتاق له مشرتابه څخه یې وغوښتل چې د یاد ولایتي اتاق ودانۍ په ساختماني او ترمیمي برخه او ښځو په ملاتړ کې ورسره همکاري وکړي.

ښاغلي توکل احمدیار د بامیانو ولایت سوداګرو میرمنو راغونډیدو ته ښه راغلاست ووایه او بامیانو ولایت يې د هیواد یو له سیاحتی ځایونو څخه یاد کړ.

ښاغلي احمدیار په دې ولایت کې د سوداګرو ښځو هڅې وستایلې او د بامیانو ولایت د سوداګرۍ اتاق د جوړولو او ترمیم په برخه کې یې د مرکزي اتاق د همکارۍ او د دغه ولایت د خصوصي سکتور د ملاتړ ډاډ ورکړ.

ښاغلي عبدالمتین قلندري د بامیان ولایت ښځینه متشبثینو ته د ښه راغلاست ویلو په ترڅ کې د دغه ولایت د کورنیو تولیداتو په زیاتوالي او د بامیانو ولایت د سوداګرو لخوا د تولیدي فابریکو په جوړولو باندې ټینګار وکړ.

سه شنبه، چنګاښ ۲۷مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د ترکيې، ترکمنستان او ایران سوداګریزو پلاوو ګډون په د امام ابوحنیفه (رح) ملي او نړیوال نندارتون کې د ستایلو په موخه د اتاق په مرکزي دفتر کې یوه ناسته جوړه چې پکې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک او د ترکيې، ترکمنستان او ایران سوداګریزو پلاوو ګډون درلود.  
 
ښاغلي مهمند د یادو هېوادونو سوداګریزو پلاوو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د امام ابو حنیفه رحمه الله په نندارتون کې د هغوی د ګډون قدرداني وکړه او د سیمې د هېوادونو ترمنځ یې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او د پانګونې د بهیر پر چټکتیا ټینګار وکړ.

د مدیره پلاوي لومړي مرستيال ترکيه، ايران او ترکمنستان د ګډو ديني او فرهنګي ارزښتونو دوست هېوادونه ياد کړل او له هغوى يې وغوښتل چې په هېواد کې د سترو پروژو په پلي کولو او د ګډې پانګونې په رامنځته کولو کې همکاري وکړي.

ښاغلي مهمند د سترو پروژو په ځانګړي ډول د برېښنا د تولید په برخه کې د ترکي شرکتونو له هڅو څخه د مننې ترڅنګ، د ترکمنستان هېواد په ګډون اسیا ته د افغانستان له لارې د ټرانزیټ د زیاتوالي په برخه کې د سوداګرۍ اتاق د مشرتابه د هڅو ډاډ ورکړ.

خانجان الکوزي د يادو هېوادونو سوداګريز پلاوي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د سيمې له هېوادونو سره د سوداګريزو اړيکو پر پراختيا ټينګار وکړ.

ښاغلي خان محمد سرفراز باز د افغانستان له خلکو سره د ترکیې، ایران او ترکمنستان د ډیرو کلونو د دوامدارو مرستو یادونه وکړه او دغه هېوادونه یې د دوستو او وروڼو هېوادونو په توګه یاد کړل.
ښاغلي میرویس هوتک افغانستان د بې شمېره سوداګریزو فرصتونو لرونکی هېواد وباله او د امام ابو حنیفه رحمه الله په دویم نندارتون کې یې د یادو هېوادونو د سوداګریزو پلاوو د ګډون قدرداني وکړه.

د ترکیې، ترکمنستان او ایران استازو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق څخه د امام ابو حنیفه (رح) په دویم نندارتون کې د ګډون لپاره د بلنې له امله مننه وکړه او په خپلو هېوادونو کې یې د افغاني محصولاتو د بازارموندنې ډاډ ورکړ.

چهارشنبه، چنګاښ ۲۸مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په همکارۍ د سیمې د هېوادونو د سوداګریزو پلاوو څخه د امام ابو حنیفه (رح) په دویم ملي او نړیوال نندارتون کې د ګډون له امله د مننې کولو په موخه، د دوشنبې په ماښام د چنګاښ په ۲۶مه، په کابل سټار هوټل کې ملمستیا جوړه کړه چې پکې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ښاغلي امیر خان متقي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار، د مدیره پلاوي سوداګريزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، خدماتي چارو مرستیال ښاغلي نصیر احمد عرب، د دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د مدیره پلاوي غړو هر ښاغلي خان جان الکوزي، ذکریا بریالي، احمد ضیاء عظیمي شینوزاده او احمد شکیب احمدیار، د اتاق څارنې پلاوي رئیس ښاغلي عبدالحامد حمیدي، د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال ښاغلي قدرت الله جمال، د هېواد یو شمیر مطرح سوداګرو، او د پاکستان، ترکيې، او ترکمنستان هېوادونو سوداګریزو پلاوو پکې ګډون درلود.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د هېواد له کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ او ګټې اخیستنې، په سوداګریزو قوانینو کې د لازمو اسانتیاوو او یو لړ نورو سوداګریزو مسایلو په اړه د صنعت او سوداګرۍ وزارت پلانونه تشریح کړل او له بهرنیو پانګوالو یې وغوښتل چې په افغانستان کې په بیلابیلو سوداګریزو او تولیدي سکتورونو کې پانګونه وکړي.

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د اتاق له خوا د امام ابوحنیفه (رح) د دویم نندارتون د جوړېدو قدرداني وکړه او په دې برخه کې یې د سوداګرۍ اتاق د هڅو ستاینه وکړه. نوموړي له کورنيو صنعتونو ملاتړ، د هېواد د کانونو استخراج، د ترانزيټي وضعيت ښه والي او د لويو پروژو پلي کول د حکومت د اقتصادي تګلارې مهمې مسئلې وبللې او ډاډ يې ورکړ، چې په هېواد کې د پانګونې او سوداګرۍ لپاره عمومي شرايط برابر دي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست کورنیو او بهرنیو سوداګرو ته د ویزې د خدمتونو د اسانتیا، د سیمې او نړۍ د هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د ښه والي او د نړیوالې سوداګرۍ د ودې په برخه کې د دغه وزارت د هڅو په اړه خبرې وکړې او د یادو هېوادونو له سوداګرو څخه یې وغوښتل چې د سیمې د واقعیتونو په پام کې نیولو سره باید د هیواد موجوده شرکتونه په افغانستان کې پانګونه وکړي.
محترم خانجان الکوزي د هېواد د خصوصي سکټور د هراړخیز ملاتړ له امله د حکومت د رهبرۍ له هڅو مننه وکړه او د هېواد د سترو ملي پروژو د تطبیق په برخه کې یې د خصوصي سکتور د همکارۍ ډاډ ورکړ.
ښاغلي الکوزي د منځنۍ اسیا له هېوادونو وغوښتل چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي دهلېز په جوړولو سره د دغه زون په اقتصادي وده او پراختیا کې ونډه واخلي.

په دغه میلمستیا کې ښاغلي توکل احمدیار د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست، د صنایعو او سوداګرۍ وزارت له مرستیال او د سیمې د هېوادونو له سوداګرو پلاوي سره چې د امام ابوحنیفه (رح) په دویم نندارتون کې یې ګډون کړی وو، د جلا کتنو په ترڅ کې، د سوداګرۍ د پراختیا، د پانګونې د راجلبولو او د ګډو پانګونو او همدارنګه د سوداګرو لپاره د ویزې د ورکړې د اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه هر اړخیر بحثونه وکړل.

سه شنبه، چنګاښ ۲۷مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د اتاق مدیره پلاوي خدماتي چارو مرستیال ښاغلي نصیر احمد عرب، د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سیدو جاوید برهان او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي د کابل سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي غړي او د سرای شهزاد د شخړو حل کمیسون رئیس ښاغلي شیرشاه احمدزي او یو شمیر نورو صرافانو سره لیدنه ترسره او د سرای شهزاد رئیس ښاغلي بهرام خان ځدران ته د راپیښې شوې ستونزې او ورته د حل لارو په اړه يې خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي عبدالرحمن زیرک د سرای شهزاده رئیس ته د ورپیښې شوې ستونزې په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل او د اتاق له مشرتابه څخه یې وغوښتل چې د اړوندو ادارو سره په همغږۍ ورته د حل معقوله لار ومومي.

ښاغلي خان محمد سرفراز باز د سرای شهزاده صرافانو اتحاديې غړو ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مرکزي دفتر ته ښه راغلاست ووایه او د سرای شهزاده رئیس ستونزې  د حل په برخه کې د خپلو هر اړخیزو هڅو په اړه معلومات ورکړل.

ښاغلي خان جان الکوزي د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هېواد د ټولو سوداګرو ګډ کور وباله او یادې ستونزې ته د حل په موخه یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

ښاغلي نصیر احمد عرب د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هېواد د خصوصي سکتور ملاتړی او اوچت غږ وباله او د سرای شهزاده رئیس ته د ورپیښې شوې ستونزې د هواري په موخه یې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مشرتابه سره د همغږۍ پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.

سه شنبه، چنګاښ ۲۷مه، ۱۴۰۲

مقالات دیگر...