د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي او د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک په داسی حال کې چې، سوداګرو او د ټرانسپورټي شرکتونو مسؤلینو هم حضور درلود، د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري د چا بهار بندر په جوړه شوې معلوماتي ناسته کې ګډون وکړ.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د چابهار بندر د افغانستان او د منځنۍ اسیا د هېوادونو په ځانګړې توګه د ترکمنستان، ازبکستان او اذربایجان لپاره له اقتصادي پلوه یو مهم بندر وباله او د دغه بندر له لارې د سوداګرۍ د بهیر په چټکتیا، د لازمو اسانتیاوو په رامنځته کولو او د سویلي او مرکزي آسیا څخه روسیې او له روسيې څخه د سویلي او مرکزي آسیا هېوادونو ته د صادراتي او وارداتي محمولو لیږد خدماتو په معیاري کولو يې ټینګار وکړ.
په دې غونډه کې د هند د بهرنیو چارو وزیر، د منځنۍ اسیا او ایران د هېوادونو سفیرانو او دیپلوماتانو، د سیمې د هېوادونو د سوداګرۍ او پانګونې اتاقونو استازو، سوداګرو او لویو بهرنیو صنعتکارانو هم حضور درلود او د چابهار بندر د اقتصادي اهمیت او د سیمې له بندرونو سره د چابهار بندر د پرتله کولو او په دغه بندر کې د شته اسانتیاوو په اړه یې بحث او خبرې وکړې.
زېرمتون
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او په کابل کې د یوناما دفتر له رئیسې سره لیدنه ترسره کړه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او په کابل کې د یوناما دفتر له رئیسې آغلې روزا اوتنبایوو او د یوناما دفتر د اقتصادي پروګرامونو مسؤلې آغلې دینای بوګاس سره د لیدنې په ترڅ کې، د سوداګرۍ او پانګونې بهیر کې شته ننګونو، د افغانستان د خلکو د کنګل شویو شتمنیو، په تیرو دوو کلونو کې د صادراتو د زیاتوالي او یو شمیر نورو مسایلو په اړه خبرې اترې وکړې.
ښاغلي مومند په هېواد کې د ښو شرايطو د رامنځته کېدو په ځانګړي ډول د هېواد په کچه د امنيت د تامين، د کوکنارو د نه کښت او په دولتي ادارو کې د اداري فساد د نه شتون د يادونې په ترڅ کې اوسنی وضعيت په افغانستان کې د پانګونې لپاره يو ښه فرصت وباله او د سوداګرو، په کور دننه پانګوالو او نړیوالو ادارو ترمنځ د ناستو جوړولو په برخه کې يې د یوناما دفتر لخوا د لا زیاتې همغږۍ رامنځته کولو غوښتنه وکړه.
د اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال په تېرو دوو کلونو کې د هېواد د صادراتو د زياتوالي په اړه هر اړخيز معلومات وړاندې کړل او د هېواد د سوداګرو او خصوصي سکټور د کنګل شوې شتمنۍ پر خلاصون يې ټينګار وکړ، څو افغان سوداګر وکولاي شي د خپلو نغدو شتمنیو په کارولو سره د سوداګرۍ او پانګونې برخه کې خپل اړین رول ولوبوي.
مېرمن روزا اوتنبایوو د هېواد له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ په برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق هڅې او لاسته راوړنې وستایلې او د پورتنیو مواردو په اړه یې د یوناما دفتر د همکارۍ اوعملي ګامونو د پورته کولو ډاډ ورکړ.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د ودانیزو شرکتونو له استازیو سره لیدنه ترسره کړه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان او د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک د ودانیزو شرکتونو له استازیو سره د لیدنې په ترڅ کې، د دوی د شته ستونزو او په پخواني حکومت کې د پروژو د تطبیق د پیسو نه ورکړې او یو شمیر نورو مسایلو په اړه يې خبرې اترې وکړې.
ښاغلي مهمند سوداګرو او د ودانیزو شرکتونو استازو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د زیربنایي پروژو په تطبیق کې د دغو شرکتونو رول ارزښتناک وباله او له هغوی یې وغوښتل چې د لویو او منځنیو پروژو د پیل او تطبیق په برخه کې خپل ظرفیتونه لوړ کړي.
د ودانیزو شرکتونو استازو د خپلو ستونزو په ځانګړي ډول په بانکونو کې د دوی د پیسو کنګل کیدل، د دولت او بهرنیو بنسټونو له خوا د دوی د پیسو نه ورکول، ودانیزو شرکتونو ته د حکومت نه پاملرنه، د مالیاتو د اسنادو نه څیړل، د ودانیو جوړولو برخه کې د کابل ښاروالۍ د اجازې نشتوالي او یو شمېر نورو ستونزو یادونه وکړه او د اتاق له مشرتابه یې وغوښتل چې د اړوندو ادارو په همکارۍ د دوی ستونزې هوارې کړي.
ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او وې ویل: د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هېواد د خصوصي سکتور د ټولو غړیو ګډ کور دی او اتاق تل هڅه کوي چې سوداګرو او پانګوالو ته بهتر خدمات وړاندی کړي.
ښاغلي میرویس هوتک په راتلونکي کې د لا زیاتې همغږۍ د رامنځته کولو په موخه له اړوندو ادارو په ځانګړې توګه د ټولګټو وزارت سره د ګډې ناستې په ترسره کولو ټینګار وکړ او په یادو مواردو کې یې د اتاق د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د هېواد د سویل لویدیځې حوزې له سوداګرو سره لیدنه ترسره کړه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې د هرات سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي رئیس ښاغلي محمد یونس قاضي زاده، د هېواد مطرح سوداګر فیض محمد خافي، د هرات د صنایعو او کانونو اتاق رئیس ښاغلي حمیدالله خادم، ملي سوداګر ښاغلي حاجي محمد خان کاکړ، سوداګرو او پانګوالو يې ملتیا کوله د اورګاډي پټلۍ له رئیس ښاغلي بخت الرحمن شرافت زاده سره لیدنه ترسره او په روزنک بندر کې د اورګاډي پټلۍ د رامنځته کولو، د صادراتي او وارداتي توکو د لیږد په موخه د اورګاډي له پټلۍ څخه د استفادې څرنګوالي او په دی برخه کې سوداګرو او پانګوالو ته د لا ډیرو آسانتیاوو رامنځته کولو په اړه خبرې اترې وکړې.
ښاغلي بخت الرحمن شرافت د اورګاډي پټلۍ ادارې د فعالیتونو، لاسته راوړنو او پراختیايي پلانونو په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ، د هېواد د صادراتي او وارداتي توکو لیږد په موخه د یادې ادارې د خدماتو معیاري کول او په دی برخه کې خصوصي سکتور ته د لا زیاتو آسانتیاوو رامنځته کول يې د حکومت له بنسټیزو لارښوونو وباله او له سوداګرو يې وغوښتل چې د خپلو سوداګریزو توکو لیږد په موخه د اور ګاډي پټلۍ څخه ګټه پورته کړي.
ښاغلي مهمند د اورګاډي پټلۍ کې د لا ډیر آسانتیاوو په رامنځته کولو، د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د کورنیو محصولاتو لیږد بیو په ټیټوالي، د صادراتو او وارداتو بهیر په چټکتیا او د شته وړتیاوو په لوړولو د ټینګار کولو ترڅنګ، او د هېواد اقتصادي رغښت او سیمه ایز اقتصاد رامنځته کولو برخه کې د اورګاډي پټلۍ رول اړین وباله.
ښاغلي محمد یونس قاضي زاده د هرات سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو، لاسته راوړنو، د سویل لویدیځې حوزې د صادراتو د زیاتوالي او د یادې حوزې د صادراتي او وارداتي توکو لیږد برخه کې شته ننګونو یادونه وکړه او د هېواد سویل لویدیځې حوزې سوداګرو سره يې د هرات سوداګرۍ او پانګونې اتاق له هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
ښاغلي فیض محمد خافي د هرات – روزنک اورګاډي پټلۍ او لازمو آسانتیاوو رامنځته کول د بهرنۍ پانګونې جلب برخه کې اړین وبلل.
په پای کې، پریکړه وشوه چې په ټولو هغو ناستو کې چې د هرات – روزنک اور ګاډي پټلۍ رامنځته کولو په موخه ترسره کیږي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او کانونو او صنایعو اتاق استازي پکې ګډون ولري څو د اورګاډي پټلۍ مشرتابه سره د یادو اتاقونو د نظرونه او وړاندیزونه شریک کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د هېواد د روغتیا سکتور د مالیاتو د ورکړې د څرنګوالي په اړه په جوړه شوې مشورتي ناسته کې ګډون وکړ
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د ماليې وزارت د عوایدو عمومي رئیس ښاغلي شیر محمد مشفق، د عوایدو عمومي ریاست حقوقي خدماتو مسؤل ښاغلي ندا محمد صدیقي او د افغانستان د روغتیا اتحاديې مشرتابه پلاوي د هېواد د خصوصي روغتونونو د مالیاتو د ورکړې د څرنګوالي په اړه په جوړه شوې مشورتي ناسته کې ګډون وکړ.
ښاغلي مهمند د روغتیا سکتور له لوري هېوادوالو ته د معیاري او با کیفیته صحي خدماتو وړاندی کولو، په دی برخه کې په کور دننه د وړتیا لوړونې او د حد اکثر درملیزو امکاناتو برابرولو ستاینه وکړه او د ورکشاپونو له لارې په کور دننه د طبي وسایلو د ترمیم مسلکي کارکوونکو په وړتیا لوړونې یې ټینګار وکړ.
ښاغلي مهمند حکومت ته د خصوصي سکتور له لوري د ماليې ورکړه اساسي مکلفیت وباله او د عوایدو عمومي ریاست څخه يې د مالیاتي اسنادو طی مراحل، نورمونو او طرزالعملونو برخه کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو غوښتنه وکړه.
د افغانستان د روغتیا اتحاديې مشرتابه پلاوي د مالیاتي امورو تصفیې برخه کې د شته ننګونو یادونه وکړه او د هېواد مالیاتي سیستم سره يې د خصوصي روغتونونو د سیستمونو د پیوستون، له وړاندی د ۴ سلنې ماليې تادیې له منځه وړلو، پر ارزښت د زیاتې ماليې د تطبیق طرحې او یو شمیر نورو مسایلو کې يې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو غوښتنه وکړه.
ښاغلي شیرمحمد مشفق د پورتنیو وړاندیزونو او ننګونو له اوریدو وروسته د هېواد د خصوصي سکتور لپاره د لازمو مالیاتي اسانتیاوو برابرول د خپل اساسي مسوولیت په توګه یاد کړ او د مالیاتي خدمتونو د بهتر کولو او د شته اصولو او میکانیزمونو د رعایت او تطبیق برخه کې يې د خپلو هر اړخیزو هڅو ډاډ ورکړ.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د افغانستان د نندارتونونو نړیوال مرکز ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د "امام ابو حنیفه (رح) دویم ملي او نړیوال نندارتون" چي په کابل کې ښار کې يې د روان کال د چنګاښ له ۱۵مې نیټې څخه تر ۲۱مې نیټې پورې په لاره اچوي د افغانستان د نندارتونونو نړیوال مرکز سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.
په دی نندارتون کې په سلګونه کورني او بهرني شرکتونه خپل محصولات د (کرنې، صنعت، کانونو، روغتیا، غالۍ، لاسي صنایعو، درملو، تحصیلاتو، ودانیزو) او نورو سکتورونو کې نندارې ته ږدي.
د یاد هوکړه لیک پربنسټ، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د افغانستان د نندارتونونو نړیوال مرکز سره د همکارۍ په پایله کې د "امام ابو حنیفه (رح) دویم ملي او نړیوال نندارتون" جوړوي.
یاد هوکړه لیک د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک او د افغانستان د نندارتونونو نړیوال مرکز رئیس مولا محمد پیمان له لوري د اتاق په عامل پلاوي ریاست کې لاسلیک شو.