د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک يې ملتیا کوله د ودانیزو شرکتونو اتحاديې له یو شمیر غړیو سره د لیدنې په ترڅ کې، د حکومت راتلونکو پروژو او د هېواد بیخبنسټیزو پروژو تطبیق برخه کې د کورنیو ودانیزو شرکتونو رول په اړه خبرې اترې وکړې.
ښاغلي مهمند د دولتي بیخبنسټیزو پروژو په تطبیق کې کورنیو ودانیزو شرکتونو ته په لومړیتوب ورکولو ټینګار وکړ او له ودانیزو شرکتونو څخه یې وغوښتل چې د لویو پروژو د ترلاسه کولو او پلي کولو لپاره معقول پلانونه وړاندې کړي.
نوموړي د کورنیو ودانیزو شرکتونو له استازو څخه وغوښتل چې د هېواد د سترو بیخبنسټیزو پروژو د تطبیق په موخه دې یو له بل سره تفاهم وکړي او په ګډه دی پانګونه او پلي کړي.
په دې ناسته کې د کورنیو ودانیزو شرکتونو مسؤلینو د خپلو لاسته راوړنو، د دوی له لوري د پلي شویو پروژو او د دوی د شته پروژو په اړه معلومات ورکړل او ژمنه یې وکړه چې د هېواد د بیخبنسټیزو پروژو د پلي کولو لپاره به معقول او هر اړخیز پلانونه او طرحې چمتو کړي.
زېرمتون
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د کابل ښار باغ قاضي خوراکي توکو منډوۍ له سوداګرو سره لیدنه ترسره کړه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د خوراکي توکو واردوونکو ستونزو اوریدو، د خوراکي توکو بیو ارزونې او ستونزو ته د حل لارو پیداکولو په موخه د باغ قاضي منډوۍ اتحاديې له رئیس ښاغلي عبدالغني او د اتحاديې له یو شمیر غړیو سره لیدنه ترسره کړه.
ښاغلي عبدالغني ښاغلي مهمند ته راغلاست ووایه او د خوراکي توکو د سوداګرو د ستونزو په اړه یې معلومات ورکړل او ویې ویل: د سوداګرو یوه لویه ستونزه د اومو موادو د مالیې د تصفیې پر مهال د مالیاتو ورکول دي، چې سوداګر مجبور دي چې ۲ سلنې ګمرکي تعرفې پرته نور مبالغ هم تادیه کړي چې یاده چاره د خوراکي توکو د بیو د لوړوالي سبب ګرځي.
دوی د اتاق د مشرتابه پلاوي څخه وغوښتل چې د دوی ستونزه د اړوندو دولتي ادارو سره شریکه او د دولتي ادارو سره په همغږۍ کې ورته د حل مناسبې لارې چارې ولټوي.
ښاغلي مهمند په تېرو دوو کلونو کې د هېواد بازارونو ته د خامو موادو د رسولو په برخه کې د خوراکي توکو د واردونکو د هڅو او فعالیتونو قدرداني وکړه او په نړیوالو معیارونو د خوراکي توکو د لوی مارکېټ پر جوړېدو یې ټینګار وکړ او په دې برخه کې يې د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
نوموړي د هېواد د خوراکي توکو له ټولو سوداګرو وغوښتل، چې د روژې د مبارکې مياشتې په درناوي او د خلکو د اقتصادي ستونزو په پام کې نيولو سره د هېواد له اړمنو خلکو سره د مرستې په برخه کې خپل ديني او وجداني مسووليت ادا کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیر پلاوي لومړي مرستیال د بګرامیو خوراکي توکو منډوۍ څخه لیدنه ترسره کړه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د بګرامیو خوراکي توکو منډوۍ تاسیساتو او بیو ارزونې او د نیمګړتیاوو او مثبتو ګامونو معلومولو په موخه یادې منډوۍ څخه د لیدنې په ترڅ کې، د خوراکي توکو اتحاديې له یو شمیر غړیو سره لیدنه ترسره کړه.
ښاغلي مهمند د یادې منډوۍ د هټۍ ګانو او ګودامونو په معیاري ډول د جوړولو غوښتنه وکړه او په دی برخه کې يې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د همکارۍ ډاډ ورکړ. نوموړي د خوراکي توکو ټولو سوداګرو څخه وغوښتل چې د ګرانو هېوادوالو اقتصادي وضعیت او د روژې مبارکې میاشتې په نظر کې نیولو سره د خوراکي توکو بیې ټېټې او د اړمنو خلکو سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
د بګرامیو خوراکي توکو منډوۍ سوداګرو او هټیوالو د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د خوراکي توکو په ټیټه بیه د پلورلو ډاډ ورکړ او د اړوندو دولتي ادارو څخه يې وغوښتل چې د یادې منډوۍ د تاسیساتو په معیاري ډول جوړولو او د هغو لارو او سرکونو چې یادې منډوۍ ته منتهي کیږي کانکریت کولو برخه کې لازم او ګړندي ګامونه پورته کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سره هوکړه لیک لاسلیک کړ
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د کارنت تیر صادروونکې او ضامنې ادارې په توګه، د نړیوال ځمکني ټرانسپورټ پراختیا، په نړیواله کچه د لیږد برخه کې فعالو شرکتونو د وړتیا لوړونې، په نړیواله کچه د لیږد برخه کې فعالو شرکتونو د فعالیتونو معیاري کولو او په نړیواله کچه د لیږد برخه کې فعالو شرکتونو د موټر چلوونکو او مدیرانو د روزنې په موخه، د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سره هوکړه لیک لاسلیک کړ.
یاد هوکړه لیک د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست ښاغلي الحاج حمیدالله آخندزاده لخوا د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست ښاغلي میرویس هوتک او د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د ځمکني ټرانسپورټ معین په حضور کې د یاد وزارت په مرکزي دفتر کې لاسلیک شو.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال د لوګر اتاق مشرتابه سره لیدنه ترسره کړه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي د لوګر سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي رئیس ښاغلي مولوي محمد یعقوب او د یاد اتاق د مدیره پلاوي نورو غړیو سره د لیدنې په ترڅ کې، د دوی د شته ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
ښاغلي مولوي محمد یعقوب د لوګر سوداګرۍ او پانګونې اتاق ستونزو هواري په ځانګړې توګه د دغه اتاق د عامل پلاوي د کارکوونکو د ظرفیتونو د لوړولو، په دغه ولایت کې د صنعتي پارک د جوړولو او په عام المنفعه پروژو کې د سوداګرو د ګډون غوښتنه کوي.
ښاغلي خیرالدین مایل احمدي د لوګر د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي رئیس او غړو ته د ښه راغلاست پرمهال د هغوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او یادو ستونزو ته د حل لارو پیداکولو او د دوی د وړاندیزونو پر ځای کولو برخه کې يې د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د ټولګټو وزارت له سرپرست سره لیدنه ترسره کړه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې د اتاق د عامل پلاوي سرپرست ښاغلي میرویس هوتک يې ملتیا کوله د ټولګټو وزارت له سرپرست ښاغلي محمد عیسی احساني سره د لیدنې په ترڅ کې، د سوداګریزو لویو لارو شته ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
ښاغلي مهمند د هېواد سوداګریزو لویو لارو په ځانګړې توګه د سالنګ لويې لارې د ویجاړیدو له امله سوداګرو او د سوداګریزو توکو لیږدوونکو ګاډو ته رامنځته شوې ستونزې بیان او د ټولګټو وزارت له درانه مقام څخه يې وغوښتل چې د یادو لویو لارو بیا جوړولو برخه کې لازمه پاملرنه وکړي.
ښاغلي احساني ښاغلي مهمند او ورسره ټیم ته د ښه راغلاست ویلو او د ښاغلي مهمند د خبرو له اوریدو وروسته، ژمنه وکړه چې یاد وزارت به د ویجاړو شویو لویو لارو په ترمیم او بیا جوړونه کې خپلې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې ترسره کړي څو په دی برخه کې د سوداګرو ستونزې حل شي.
ښاغلي احساني د خپلو خبرو په اوږدو کې د سالنګ لوې لارې د بیاجوړونې او په دی برخه کې د خصوصي سکتور د همکارۍ په نوعیت باندی هم خبرې وکړې چې متقابلا ښاغلي مهمند د خصوصي سکتور ودانیزو شرکتونو له تیاري خبر ورکړ او زیاته يې کړه چې د ودانیزو شرکتونو سره تر سلا مشورو وروسته به د هغوی نظرونه د ټولګټو له وزارت سره شریک کړي.