د سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي د امام ابو حنیفه (رح) ملي او نړیوال نندارتون په پنځمه ورځ په داسی حال کې چې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د مدیره پلاوي پانګه ایز مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي او د اتاق د عامل پلاوي رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي يې ملتیا کوله په نندارتون کې د کورنیو تولیداتو څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي عزیزي د نندارتون د مختلفو برخو څخه د لیدنې په ترڅ کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق څخه د دغه ډول ستر نندارتون د جوړېدو له امله مننه وکړه او په راتلونکی کې يې د ورته سترو نندارتونونو جوړولو برخه کې د سوداګرۍ او صنعت وزارت د همکارۍ ژمنه وکړه.
زېرمتون
د لوړو زدکړو سرپرست وزیر د امام ابو حنیفه (رح) ملي او نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د امام ابو حنیفه (رح) نندارتون ته د لوړو زدکړو سرپرست وزیر ښاغلي ندا محمد ندیم راتګ څخه هرکلی وکړ او د نندارتون، کورنیو تولیداتو او اړوندو موضوعګانو په اړه يې نوموړي ته معلومات وړاندی کړل.
ښاغلي ندا محمد ندیم د نندارتون له بېلابېلو برخو څخه د لیدنې پر مهال د دغه ډول نندارتونونو جوړول د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره مهم وګڼل او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق څخه یې د دغه ډول ستر نندارتون د جوړېدو له امله مننه وکړه.
د افغانستان لپاره د کار نړیوال سازمان (ILO) رئیس د امام ابو حنیفه (رح) ملي او نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه
د افغانستان لپاره د کار نړیوال سازمان رئیس ښاغلي رامین بهزاد په داسی حال کې چې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي يې ملتیا کوله د هغو غرفو چې (ILO) يې مالي ملاتړ کړی وه او د نندارتون د نورو غرفو څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي عطايي د کار نړیوال سازمان رئيس ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د امام ابو حنیفه (رح) نندارتون، سوداګریز پیوستون کنفرانس، ګډون کوونکو سکتورونو او کورنیو تولیداتو په اړه معلومات ورکړل.
ښاغلي رامین بهزاد د نندارتون څخه د لیدنې په ترڅ کې، د اتاق د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي سره جلا ناسته درلوده. ښاغلي مایل د اقتصادي موضوعاتو په اړه د خبرو کولو ترڅنګ زیاته کړه: ترڅو چې د افغانستان اقتصادي ودې او رغښت ته پام ونشي د خلکو ستونزې نه حل کیږي.
ښاغلي مایل احمدي د اقتصادي ودې، بیوزلۍ او بی روزګارۍ راکمولو برخه کې د نړیوالې ټولنې ملاتړ اړین وباله.
ښاغلي رامین بهزاد د اتاق د مشرتابه پلاوي څخه د ورته نندارتونونو د په لاره اچولو په پار مننه او ستاینه وکړه او ورته نندارتونونه يې د کورنیو تولیداتو پیژندګلوۍ، د هېواد اقتصادي پراختیا، د بهرنیو پانګوالو په افغانستان کې پانګه اچونې ته د هڅولو او کار موندنې برخه کې اړین وبلل.