ولایتی
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي سوداګرۍ مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سرپرست ښاغلي اسدالله اسدي، د یاد اتاق اجرائیه آمر ښاغلي احمد شکیب اکبري، د یاد اتاق سلاکار ښاغلي حاجي اجمل قادري، د کانونو او صنایعو اتاق رئیس ښاغلي امام الدین سنايي زاده، د بلخ ولایت مستوفي او یو شمیر سوداګرو په ملتیا د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت لیږل شوي پلاوي سره چې د اقتصادي معاونیت سلاکار، د ماليې وزارت د څیړنې رئیس، د ګمرکونو عمومي ریاست مرستیال او د ماليې وزارت د قوانینو د تطبیق رئیس پکې ګډون درلود د بلخ ولایت په اتاق کې د لیدنې په ترڅ کې، د خصوصي سکتور د ستونزو په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي خیرالدین مایل احمدي میلمنو ته د ښه راغلاست ویلو او د سوداګرو ټولنې څخه د حکومت د همیشني ملاتړ ستایلو وروسته د سوداګرو ستونزو لکه: د بانکونو څخه د سوداګرو د معلوماتو او سټیټمنټونو وتنې، د مستوفیت په واسطه د شرکتونو د څیړنې ستونزو، د سوداګرۍ او صنعت وزارت لخوا د مرستې صندوق جوړول په داسی حال کې چې سوداګر د محصول او ماليې سربیره په ډیرو نورو نومونو هم پیسې ادا کوي، په ګمرکونو د اسنادو د طی مراحل پروسې اوږدوالي او نورو هغو ستونزو په اړه چې سوداګرو یاد اتاق ته راجع کړې وې، په مفصل ډول خبرې وکړې او د پای ټکي کیښودو په موخه يې ورته یو شمیر حل لارې هم وړاندیز کړې.
ورپسې ښاغلي اسدي د صادراتی توکو د اسنادو د طی مراحل پروسې اوږدوالي، د څیړنې ستونزو او د شرکت د جواز نوي کولو پروسې اوږدوالي او د اړوندو شرکتونو د عدم مسؤلیت ستونزو په اړه خبرې وکړې او زیاته يې کړه چې، هر سوداګریز شرکت خپل جلا حقوقي ځای لري او د یو شرکت باقیداري نه باید د بل شرکت څخه ادا کړی شي.
نوموړي همدارنګه، د هېواد د ملي ګټو په پام کې نیولو سره، د مالیې وزارت د قوانینو او طرزالعملونو د کره کتنې غوښتنه وکړه.
د ناستې په جریان کې هر سوداګر خپلې ستونزې مطرح او د ستونزو د حل په موخه آزاد بحث ترسره شو. لیږل شوي پلاوي د ستونزو اوریدو وروسته وویل چې په ګمرکونو کې شته ستونزو او د ډیټابیس بیو په اړه لازم ګامونه پورته کړی شوي او ډیر ژر به ستونزو ته د حل لارې چارې او سوداګرو ته لازمې آسانتیاوې رامنځته کړې شي.
ښاغلي اسدالله اسدي وویل، دا ډول نندارتونونه په لاره اچول د کورنیو تولیداتو د پیژندنې، د معلوماتو د تبادلې، د نووښتونو د رامنځته کولو او د کورنیو تولیداتو څخه د ګټې اخیستنې رواج کولو سبب ګرځي.
ښاغلي مهمند او ورسره ټیم یې په هغه غونډه کې چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي غړي ضیاالدین اڅکزي، د بولدک اتاق رئیس محمد صدیق صدیقي، د یاد اتاق لومړي مرستیال عبدالحی جزا، سوداګریز مرستیال محمد شفیق اڅکزي، د دارالانشاء رئیس حافظ عبدالکریم، د بولدک د سوداګرۍ اتاق د مدیره پلاوي نورو غړو او همدارنګه د سوداګرو او د اتحادیو له مشرانو سره وکتل او د هغوی د ستونزو او وړاندیزونو له اورېدلو وروسته یې ژمنه وکړه چې د سپین بولدک ولسوالی د دولتی مسولینو سره به د دوی ستونزې شریکې او د له منځه وړلو برخه کې به يې کوټلي ګامونه پورته کړي.
په ښاغلي محمد صدیق مهمند د دې غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د سوداګرۍ او پانګونې د ودې په اړه خبرې وکړې او په راتلونکي کې یې د لا زیاتو پانګونو لپاره د سوداګرو او پانګوالو د چمتووالي ډاډ ورکړ. نوموړي له دولتي چارواکو وغوښتل، چې د هېواد پانګوالو ته په ځانګړې توګه د صنعتي فابريکو ته د برېښنا رسولو په برخه کې لا زيات فرصتونه او اسانتياوې برابرې کړي.