د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق دار الانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي محمد ګردیزي او جان آقا صادقي، د بهرنیو چارو، کرنې، سوداګرۍ او صنعت او اقتصاد وزارتونو معینانو، د اتاق عامل پلاوي پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي، د پکتیا، پکتیکا، لوګر او خوست ولایتي اتاقونو رئیسانو او د لوګر او کابل والیانو په "سویل ختیځو ولایتونو کې د پانګونې فرصتونه او ننګونې" کنفرانس کې ګډون وکړ.
 
ښاغلي مهمند د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست او د یاد کنفرانس جوړولو برخه کې د لوګر ولایتي اتاق د هڅو ستایلو ترڅنګ، وویل "لوګر ولايت د طبيعي زېرمو په ځانګړي ډول د مسو، سرو زرو او قيمتي ډبرو له پلوه بډايه دى او له کورنيو پانګوالو يې وغوښتل، چې په دغه ولايت کې د کانونو د استخراج، د کرنې ميکانيزه کیدو او نورو برخو کې پانګونه وکړي."

ښاغلي مهمند د یوه هېواد پرمختګ په صنعت او سوداګرۍ پورې تړلی وباله او له دولتي چارواکو یې د هېواد په ولایتونو په ځانګړې توګه د هېواد په سویل ختیځو ولایتونو کې د صنعتي پارکونو د جوړولو غوښتنه وکړه.

د لوګر، پکتيا، پکتيکا او خوست ولايتي اتاقونو رئیسانو د صنعتي پارکونو نشتوالى، د معياري ټرانزيټ نشتوالى، د تازه مېوو او سبزيجاتو لپاره د سړو خونو نشتوالى، د مېوو او سبزيو د مارکېټونو نشتوالى او په بندرونو کې د معیاري لابراتوار نشتوالی يې خپلې عمده ستونزې وبللې او په اړه یې له دولتي چارواکو څخه وغوښتل چې د یادو ستونزو په حل کې همکاري وکړي.

د اقتصاد وزارت تخنیکي مرستیال په هېواد کې د پانګونې لپاره د ټولیز امنیت شتون او د اداري فساد له منځه تلل یو ښه فرصت وباله او له ټولو سوداګرو او پانګوالو یې وغوښتل چې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
نوموړي سوداګرو ته د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستیال د دغه شان کنفرانس جوړولو له امله د لوګر ولایتي اتاق هڅې وستایلې، د هېواد په آبادۍ او رغونه کې يې د افغان خصوصي سکتور رول مهم وباله او سوداګرو او پانګوالو ته يې د سیمې او نړۍ هېوادونو د ویزو ترلاسه کولو برخه کې د خپلې هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

پنجشنبه، لیندۍ ۲مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې، په داسی حال کې چې، د اتاق مدیره پلاي غړي ښاغلي ضیاءالدین اچکزي، د کندهار اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد داوود قادري، د نفتو کمېټې رئیس ښاغلي راحت او د کندهار موټر لرونکو اتحاديې رئیس ښاغلي حاجي رحمت الله يې ملتیا کوله، له پاکستان څخه راستنېدونکو کډوالو ته د مرکز له لورې د استول شویو مرستو او په دی برخه کې د سپین بولدک اتاق د همکارۍ په اړه يې خبرې اترې وکړې.  

د سپین بولدک اتاق رئیس ښاغلي عبدالهادي د پاکستان څخه د افغان راستنیدونکو کډوالو ته د خصوصي سکتور د ترسره شويو مرستو په اړه د خپلې همکارۍ او همغږۍ په اړه بشپړ معلومات وړاندی او په دی برخه کې يې د خپلې همکارۍ د دوام ډاډ ورکړ.

ښاغلي محمد یونس مهمند د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مرستو، د دغه ولایت د خصوصي سکتور، د سپین بولدک د دولتي چارواکو د همکارۍ او مرکز څخه د راستول شویو مرستو سالم مدیریت په تړاو يې د سپین بولدک د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه هڅې وستایلې او مثبتې يې وارزولې.  

ښاغلي مهمند د هېواد د خصوصي سکتور د مرستو په راټولولو او له پاکستان څخه راستنېدونکو کډوالو ته د دغه مرکز د مرستو د لېږلو په برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هڅو او همکاریو یادونه وکړه او د ولایت له محترم مقام او بیړنیو حالاتو کمېټې سره یې شریکه کړه.
نوموړي د ولایت مقام او بیړنیو حالاتو کمېټې سره د همغږۍ په صورت کې، د پاکستان څخه د راستنیدونکو کډوالو لپاره د خصوصي سکتور د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.  

ورپسی، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو له کمپ څخه چې د سپین بولدک په سیمه کې جوړ شوی وو، لیدنه وکړه. دغه راز نوموړي په سپين بولدک ولسوالۍ کې د حاجي ظاهر لخوا د جوړو شویو تاسيساتو، بازارونو، هټيو او مسجد څخه لیدنه ترسره کړه.

پنجشنبه، لړم ۱۸مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند شمال ختیځو ولایتونو ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې، د بغلان له سرپرست والي ښاغلي عبدالرحمن حقاني سره لیدنه او په یاد ولایت کې يې د اتاق د جوړولو او سوداګرو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو، لاسته راوړنو او غړیتوب په اړه هر اړخیز معلومات وړاندی کړل او په یاد ولایت کې يې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د رامنځته کیدا برخه کې د ښاغلي حقاني د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي مهمند بغلان یو له کرنیزو، صنعتي او ټرانزیټي ولایتونو څخه وباله او د بغلان ولایت په اقتصادي ودې، سوداګرۍ پراختیا او ټرانزیټ برخه کې يې د بغلان سوداګرو یووالی او همغږي اړینه وبلله.

ښاغلي حقاني ښاغلي مهمند او ورسره ټیم ته د راغلاست ویلو په ترڅ کې، د بغلان صنعتي، ټرانزیټي او کرنیز ارزښت مهم وباله او زیاته يې کړه "بغلان پخوانی صنعتي ولایت دی. موږ د اتاق فعالیتونه او لاسته راوړنې مثبتې ارزوو او هیله لرو چې د اتاق جوړول به د کاروبار د وضعیت ښه والي او کارموندنې ته لار هواره کړي."
نوموړي په بغلان ولایت کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رامنځته کولو او د سوداګرو ترمنځ د همغږۍ زیاتولو برخه کې يې د خپلې همکارۍ ژمنه وکړه.

شنبه، زمري ۱۴مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د کندهار سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس ښاغلي محمد صدیق مهمندو د کندهار اتاق مدیره پلاوي غړو، د سپین بولدک پخواني رئیس او مرستیالانو او سوداګرو او پانګوالو په حضور کې، د سپین بولدک د سوداګرۍ او پانګونې اتاق نوی رئیس او مرستیالان معرفي کړل.  

ښاغلي محمد یونس مهمند د سپین بولدک اتاق د پخواني رئیس د هڅو ستایلو او د نوي رئیس او مرستیالانو د ټاکلو په اړه د خبرو کولو ترڅنګ، زیاته کړه: د سپین بولدک اتاق نوی رئیس او مرستیالان د دغه اتاق د داخلي غړو د پرېکړې، د مرکزي اتاق د پرېکړې، د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزير او د کندهار اتاق مشرتابه پریکړې له مخې وټاکل شول او نوی رئيس او مرستيالان به يې خپل کار ته د ټاکنو د طرزالعمل تر نهایی کیدو پورې دوام ورکوي.

ښاغلي مهمند د حکومت د مشرتابه د وروستي فرمان هرکلی وکړ او د هېواد له سوداګرو او پانګوالو یې وغوښتل، چې خپلې مالیې چې د دولت د تمویل یوازینۍ سرچینه ده، پر وخت تحویل کړي. نوموړي د کندهار له والي څخه مننه وکړه، چي د خصوصي سکټور له غړو سره يې پرله پسې همکاري کړې ده.

ښاغلي مهمند د مالیې وزارت له لوري د مالیې په برخه کې د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو او په نږدې راتلونکي کې د ښي لاسي موټرو د ستونزو د حل اعلان وکړ او د هېواد له سوداګرو یې وغوښتل چې د هېواد په وده او پرمختګ کې ونډه واخلي. د سوداګرۍ او پانګونې بهیر ګړندی کول. نوموړي د سپین بولدک د سوداګرۍ اتاق د پخواني رئیس او د مرکزي اتاق د سوداګرۍ کمېټې له رئیس ښاغلي ضیاالدین اچکزي څخه د دوی د ارزښتناکو خدمتونو په تړاو مننه وکړه.

محترم مهمند د سپین بولدک د سوداګرۍ او صنایعو پانګونې مدیره پلاوي پخواني رئیس ته د ستاینلیک په ورکولو سره د دوی د کارونو ستاینه وکړه او د دغه اتاق نوي رئیس ته یې په چارو کې د لا بریالیتوب هیله وکړه.

دوشنبه، وږي ۲۰مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند ، د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي په شتون کې د هرات د تازه میوې او سبزیجاتو له مارکیټ او د هرات ولایت د تازه میوو او سبزیجاتو له سوداګرو څخه لیدنه ترسره او د دوی ستونزې يې واوریدې.  

د ميوو او سبزيجاتو د مارکيټ يو تن سوداګر د دغو مارکيټونو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل: په هرات ولايت کې د خصوصي سکټور څلور لوى د ميوو او سبزيجاتو مارکيټونه شتون لري چې له ٥٠٠ څخه زيات دوکانونه لري. هغه د معياري سړو خونو نشتوالى، د هېواد په ګمرکونو کې د مېوو د بارولو او زېرمه کولو لپاره د مناسبو ځايونو نشتوالى او د سيمې له هېوادونو څخه د مېوې سوداګرو ته د ويزو نه ورکول د سوداګرو له عمده ستونزو څخه وبلل او د اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال څخه يې یادو ستونزو ته د حل لارو په پیداکولو کې د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه.

هغه د خصوصي سکټور له مشرتابه وغوښتل، چې د مالیې او کرنې له وزارتونو سره په همغږۍ د هېواد په ګمرکونو کې د تازه مېوو او سبزیجاتو د ذخیره کولو لپاره مناسب ځای پیدا کړي.

ښاغلي مهمند د سوداګرو د غوښتنو له اورېدو وروسته ژمنه وکړه، چې د دوی ستونزې به د کرنې او مالدارۍ وزارت له مشرتابه سره شریکې کړي، تر څو ورته د حل مناسبه لاره ومومي.
نوموړي د تازه مېوې نندارتون پر جوړېدو د ټينګار ترڅنګ د بهرنيو سوداګرو پر بلنه د دغه سکتور له ټولو سوداګرو او پانګوالو وغوښتل، چې د معياري سړو خونو د جوړولو لپاره په ګډه کار وکړي.
ښاغلي مهمند د ایران سفارت له مسوولینو سره د ټیلیفوني خبرو په ترڅ کې د مېوو او سبزیجاتو د سوداګرو ترانزیتي ستونزې له هغوی سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.

سه شنبه، زمري ۱۰مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د کندز ولایت له سوداګرو سره د کتنې پر مهال په داسې حال کې چې د کندز د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي او د دغه ولایت سوداګرو يې ملتیا کوله، د شیرخان بندر او سوداګریزو تاسیساتو څخه یې لیدنه وکړه او د سوداګرو ستونزې یې واوریدې.

د کندز د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس ګل محمد رجب زاده په شېرخان بندر کې د سوداګرو ستونزې لکه: د دغه بندر په ګمرک کې د نورم او سټنډرډ ادارې نه شتون، د تېلو د زېرمو د معیاري کېدو نه شتون، د سوداګرو لپاره د ویزې د ورکړې د اسانتیاوو نشتوالی، د صنعتي پارک نشتوالی، په شیرخان ګمرک کې د خوراکي توکو د ازمایښت لپاره د روغتیايي ادارې نشتوالی، د سوداګریزو توکو د انتقال لپاره د ټاکلي وخت نشتوالی، د پیسو د لېږد د اسانتیاوو نشتوالی، د معیاري سکینرونو نشتوالی او یو شمېر نورې ستونزې په ګوته کړې او د حل په موخه یې د مرکزي اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.

نوموړي د خصوصي سکتور له مشرتابه څخه وغوښتل، چې په شېرخان ګمرک کې د کچالو او نورو سبزیجاتو د بارولو او ذخیره کولو لپاره د معیاري سړو خونو د جوړولو لپاره د مناسب ځای په ټاکلو کې له مالیې او کرنې وزارتونو سره همغږي وکړي.

ښاغلي محمد یونس مهمند د کندز د سوداګرو د ستونزو او خبرو له اوریدو وروسته ژمنه وکړه چې د دوی ستونزې به د اړوندو وزارتونو له مشرتابه سره شریکې کړي تر څو ورته د حل مناسبه لاره ومومي.
نوموړي د دغه ولایت له ټولو سوداګرو او پانګوالو وغوښتل چې د معیاري سړو خونو د جوړولو لپاره په ګډه کار وکړي.

شنبه، زمري ۱۴مه، ۱۴۰۲

مقالات دیگر...