د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند بغلان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې، په داسی حال کې چې د اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي سید پرویز سادات هوفیاني او د کندز ولایتي اتاق رئیس ښاغلي ګل محمد رجب زاده يې ملتیا کوله، د بغلان له والي سره لیدنه ترسره او په یاد ولایت کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د جوړولو، سوداګرو ستونزو او حل لارو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند د ټولیز امنیت د تامین، غوره حکومتولۍ خدمتونو د وړاندې کولو او د زیربنایي پروژو د تطبیق په برخه کې د بغلان ولایت د سیمه ییزې ادارې د مشرتابه هڅې وستایلې او له حکومت سره یې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د همکارۍ ډاډ ورکړ.

ښاغلي مهمند د بغلان ولایت د سوداګرو ستونزې په ځانګړې توګه د بغلان ښاروالۍ له لورې د دوکانونو د لوړې کرایې په اړه د دوکاندارانو ستونزې د دغه ولایت له مشرتابه سره شریکې کړې او د ولایت له مقام څخه یې وغوښتل چې د دولتي دوکانونو د کرایې د کمولو او سوداګرو ته د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو برخه کې بشپړه همکاري وکړي.  

د بغلان ولایت مقام د اتاق لومړي مرستیال ته د ښه راغلاست ویلو او د هغه د خبرو د اورېدو وروسته، زیاته کړه چې په بغلان ولایت کې د سوداګرۍ اتاق رامنځته کولو ته جدي اړتیا محسوسیږي او په دی برخه کې د ولایت مقام خپلې هیڅ ډول مرستې او همکارۍ نه سپموي.

چهارشنبه، سلواغې ۲۵مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي سید پرویز سادات هوفیاني، د کندز ولایتي اتاق رئیس ښاغلي ګل محمد رجب زاده، د بغلان والي، د بغلان ښاروال او د هېواد د شمال او شمال ختیځ زونونو سوداګرو په پلخمري ښار کې ګډه ناسته ترسره کړه.

ښاغلي مهمند د هېواد په شمال او شمال ختیځ زونونو کې د پانګونې فرصتونه بې شمېره وبلل او د دغو ولایتونو له سوداګرو یې وغوښتل چې له دغو فرصتونو څخه د ګټې پورته کولو له لارې، د بهرنیو هېوادونو سره د زیربنایي پروژو په تطبیق، د کانونو د استخراج او سوداګرۍ د پراختیا برخه کې کار واخلي.

ښاغلي مهمند د ټولیز امنیت تامین، د کوکنارو د کښت مخنیوی او د اداري فساد د پام وړ کموالی د حکومت له مهمو لاسته راوړنو څخه وګڼل او د کوکنارو د مناسب بدیل پر موندلو او د هېواد د کرنې پر میکانیزه کیدو یې ټینګار وکړ.

د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د هېواد له سوداګرو وغوښتل چې د زیربنایي او عامه پروژو په تطبیق کې له حکومت سره همکاري وکړي.

دبغلان ولايت مقام اقتصاد د یو هېواد د ملا تیر وباله او په شمال او شمال ختيځ زونونو په تېره بيا دبغلان ولايت کې د حکومت پلاونونه تشریح کړل.

نوموړي د هېواد په اقتصادي وده او پرمختګ کې د سوداګرو ونډه مهمه او ارزښتناکه وبلله او له هغوی یې وغوښتل چې د خپل هېواد په پرمختګ کې فعاله ونډه واخلي.

د هېواد د شمال او شمال ختیځو ولایتونو سوداګرو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه او د یادو ولایتونو د سیمه ییزو ادارو د هڅو قدرداني وکړه او له حکومت سره یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

چهارشنبه، سلواغې ۲۵مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د اتاق سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي د حیرتان ګمرک له محترم رئیس سره لیدنه ترسره او په یاد ګمرک کې يې د سوداګرو د ستونزو او حل لارو په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند په وارداتي توکو بار وسایطو د تخلیې په برخه کې د لازمو آسانتیاوو نشتوالی، د معیاري ګمرکي خدمتونو نشتوالی او د سوداګریزو مالونو د بارولو لپاره د وسایطو نشتوالی د سوداګرو عمده ستونزې وبللې او یادو ستونزو ته يې د حل لارو پیداکولو برخه کې د حیرتان ګمرک له محترم رئیس څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي مایل احمدي د دې ولایت له سوداګرو سره د حیرتان ګمرک د مسؤلینو د پرله پسې همکارۍ ستایلو ترڅنګ، له سوداګرو وغوښتل چې د خپلو سوداګریزو توکو د ګمرکي مراحلو ترسره کولو په موخه خپل مسلکي استازي ګمرک ته وروپیژني څو وکولی شي په دی برخه کې د ګمرک له مسؤلینو سره لازمه تخنیکي همکاري ترسره کړي.

د حیرتان ګمرک محترم رئیس د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د سوداګرو د ستونزو د حل او په دغه ګمرک کې د لا زیاتو اسانتیاوو په رامنځته کولو کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

دوشنبه، لیندۍ ۲۰مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند بغلان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې، په داسی حال کې چې د اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي سید پرویز سادات هوفیاني او د کندز ولایتي اتاق رئیس ښاغلي ګل محمد رجب زاده یې ملتیا کوله، د بغلان ولایت له سوداګرو د لیدنې او د دوی د ستونزو اوریدو وروسته، په یاد ولایت کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د یوې څانګې د پرانستلو په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.

د بغلان ولایت سوداګرو بغلان ولایت ته د اتاق د لومړي مرستیال او ورسره پلاوي د راتګ هرکلی وکړ او د بغلان ښاروالۍ له لوري د دولتي دوکانونو د کرایې د لوړولو په برخه کې یې خپلې ستونزې د اتاق لومړي مرستیال سره شریکې او د حل غوښتنه يې وکړه.

د بغلان ولایت سوداګرو او پانګوالو په دغه ولایت کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق جوړېدل د دغه ولایت یوه جدي اړتیا وبلله او په دې برخه کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

ښاغلي مهمند د دغه ولایت د ټولو سوداګرو له مېلمه پالنې مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د دوی د ستونزو د حل په موخه به د بغلان ولایت د سیمه حکومت له غړو سره خبرې وکړي.

ښاغلي مهمند بغلان یو له مهمو، ستراتیژیکو او ټرانزیټي او د اقتصادي ارزښتونو لرونکی ولایت وباله او په بغلان ولایت کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د جوړېدو خبرداري ورکولو ترڅنګ، د دغه ولایت له سوداګرو وغوښتل چې په دې برخه کې ورسره لازمه مرسته او همکاري وکړي.

چهارشنبه، سلواغې ۲۵مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک، د بلخ ولایتي اتاق سرپرست ښاغلي اسدالله اسدي، د بلخ محترم والي، د فاریاب، اندخوی او جوزجان ولایتي اتاقونو رئیسانو، د بلخ ولایت د صنعت، کانونو او کسبګرو اتاقونو رئيسانو، د سکتوري ادارو رئیسانو او د هېواد ډیر شمیر سوداګرو او پانګوالو "د بلخ ولایت د پانګونې فرصتونه او ننګونې" کنفرانس چې د یاد ولایت په مقام کې جوړ شوی وه، ګډون وکړ.
 
ښاغلي مهمند د بلخ ولایت له مشرتابه څخه د دغه ډول کنفرانسونو په جوړولو کې د هغوی د هڅو او د خصوصي سکتور ملاتړ ستایلو ترڅنګ، بلخ ولایت د طبیعي زیرمو په ځانګړي ډول سلفر، مالګه، کوارټز، ډبرو سکرو، ګچ او قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو بډایه وباله او له کورنیو پانګوالو یې وغوښتل چې په دغه ولایت کې د کانونو د استخراج، د کرنې د میکانیزه کیدو او نورو برخو کې پانګونه وکړي.

د اتاق لومړي مرستیال د دغه ولایت د سوداګرو او پانګونې ستونزې د بلخ له والي سره شریکې کړې او د سوداګرو د ستونزو حل برخه کې يې د نوموړي د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي مایل احمدي له خصوصي سکتور سره د بلخ د سیمه ییز حکومت د دوامداره همکاریو ستاینه وکړه او د بلخ ولایت یې د حیرتان مهم سوداګریز بندر په لرلو سره، د هېواد د سوداګرۍ، ټرانزیټ او اقتصاد په وده کې مهم وباله او په یاد بندر کې يې د سوداګرو شته ستونزو حل برخه کې د حکومت د لاډیرې همکارۍ غوښتنه وکړه.
نوموړي له دولت څخه وغوښتل چې د هېواد د صادراتو په ځانګړي ډول د غالۍ او قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د صادراتو په برخه کې زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د بلخ سرپرست والي د اتاق مشرتابه او د هېواد د بېلابېلو سکتورونو استازو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د هېواد اړمنو او کډوالو سره د خصوصي سکتور له وروستیو همکاریو او مرستو ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د ستونزو په حل او د سوداګرو لپاره د اسانتیاوو په برابرولو کې به همکاري وکړي.

دوشنبه، لیندۍ ۲۰مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق خدماتي مرستیال ښاغلي نصیر احمد عرب، د بلخ سوداګرۍ او پانګونې اتاق سرپرست ښاغلي اسدالله اسدي، د بلخ اتاق اجرائیه آمر ښاغلي احمد شکیب اکبري او د یاد ولایتي اتاق سلاکار ښاغلي اجمل قادري په داسی حال کې چې، د بلخ ولایت د ګمرک او څارنوالۍ رئیسانو يې ملتیا کوله د بلخ ولایت له والي ښاغلي محمد یوسف وفا سره لیده کاته وکړل.

ښاغلي عرب د دغه ولایت د خصوصي سکتور د غړو د ستونزو د حل په موخه د بلخ د محلي ادارې له هراړخیزې همکارۍ او ملاتړ څخه مننه وکړه او د بلخ ولایت خلکو ته د امنیت د تامین، خلکو ته د خدماتو وړاندی کولو او د بلخ والي د سالم مدیریت ستاینه وکړه.  

ښاغلي عرب د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو او لاسته راوړنو د بیانولو ترڅنګ، اتاق د یوې خپلواکې ادارې په توګه یاد کړ او له بهرنیو هېوادونو او بنسټونو سره د اړیکو په ټینګښت کې یې د دغه اتاق رول ارزښتناک وباله. نوموړي دغه راز د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له لوري د عام المنفعه او سترو پروژو د پلي کېدو په برخه کې د بهرنۍ پانګونې د جلبولو یادونه هم وکړه.

د سوداګرۍ اتاق خدماتي مرستیال د حيرتان بندر له لارې د هېواد د سوداګرو او صادرونکو د ستونزو په اړه خبرې وکړې او زياته يې کړه "په دې وروستيو کې افغان سوداګر او صادرونکي له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي، چې د ازبکستان له خوا د هېواد د صادراتي وسايطو د سختې څارنې او کنټرول په ګډون، چې افغان سوداګر يې زيانمن کړي دي.
نوموړي د بلخ له سیمه ایز حکومت څخه وغوښتل چې د یادو ستونزو حل برخه کې لازمه همکاري وکړي.

ښاغلي اسدي په ملي او نړیواله کچه د ملي تولیداتو د معرفۍ او ودې لپاره د نندارتونونو د جوړولو پر اهمیت خبرې وکړې او په نږدې راتلونکي کې یې د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له خوا په ملي کچه د ستر نندارتون د جوړولو خبر ورکړ.
نوموړي د څو کلونو راهیسې د صادراتو په اړه معلومات وړاندې کړل او په دې برخه کې یې شته ستونزې او ننګونې د بلخ ولایت له مشرتابه سره شریکې کړې.

د بلخ ولایت مقام د خصوصي سکتور د ودې او پراختیا په برخه کې د اتاق د پروګرامونو او فعالیتونو په ځانګړي ډول د نندارتونونو د جوړېدو هرکلی وکړ او د هېواد له خصوصي سکتور سره یې د بلخ د سیمه ییز حکومت د مشرتابه د هراړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ.

چهارشنبه، سلواغې ۳مه، ۱۴۰۲

مقالات دیگر...