د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د کندهار سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي رئیس ښاغلي محمد صدیق مهمند په داسی حال کې چې د سنوفارما سهامي شرکت رئیس ښاغلي احمد سعید صدیقي او د یاد شرکت ځینو مسؤلینو يې ملتیا کوله د سنوفارما سهامي شرکت له مختلفو برخو لیدنه وکړه.
ښاغلي احمد سعید صدیقي ښاغلي مهمند ته د ښه راغلاست په ترڅ کې، د سنوفارما سهامي شرکت مختلفو برخو، مختلفو درملو تولید او د یاد شرکت د لاسته راوړنو په اړه مفصل معلومات وړاندی کړل.
ښاغلي مهمند د درملو تولید برخه کې د کندهار سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي رئیس ښاغلي محمد صدیق مهمند او سنوفارما سهامي شرکت رئیس هڅې وستایلې او په کور دننه د درملو په تولید يې ټینګار وکړ.
نوموړي د ورته سترو شرکتونو جوړول د کارموندې، بیوزلۍ کچې کمولو، کورنیو تولیداتو زیاتوالي او د هېواد اقتصادي رغښت برخه کې اړین وبلل او د ورته سترو شرکتونو سره يې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د همکارۍ ډاډ ورکړ.
ولایتی
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د زابل ولایت حکومتي چارواکو، د رسنیو استازیو، مخورو، او د زابل ولایت سوداګرو او پانګوالو د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې، د زابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق پرانیست.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق تل هڅه کوي چې د هېواد سوداګرو او پانګوالو او په ټوله کې خصوصي سکتور ته بهتر خدمات وړاندی او لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي.
ښاغلي مهمند د زابل ولایت د طبیعي سرچینو او مخلتفو کرنیزو محصولاتو لرلو له امله یو مهم ټرانزیټي او سوداګریز ولایت وباله او په یاد ولایت کې يې د کرنیزو محصولاتو په زیاتوالي او د تازه میوو او سبزیجاتو د ساتنې په موخه د سړو خونو پر جوړولو ټینګار وکړ.
د اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال وویل، په زابل ولایت کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د جوړېدو اصلي موخه د سوداګرو ترمنځ د همغږۍ ډیروالی، د سوداګرۍ بهیر ګړندی کول، د کار پیدا کول او په زابل ولایت کې د کرنې، صنعت او کانونو سکتورونو کې له شته فرصتونو څخه ګټه اخیستل دي او د زابل ولایت له اړوندو ادارو څخه یې وغوښتل، چې د یاد اتاق د جوړېدو لپاره د ځمکې استملاک او اړوندو اداري چارو په برخه کې پوره همکاري وکړي.
ښاغلي مهمند زیاته کړه " د زابل ولایت د بادامو، انځرو، ممیزو، زیرې او نورو کرنیزو محصولاتو لروونکی دی چې له بده مرغه هیڅ پاملرنه ورته نه ده شوې.
ښاغلي مهمند د یاد ولایت له ټولو سوداګرو وغوښتل چې د زابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق غړیتوب ترلاسه او د یاد اتاق ملاتړ وکړي.
د زابل ولايت سرپرست والي په دغه ولايت کې د زابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پرانېستې له امله د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي له لومړي مرستيال څخه مننه وکړه او د زابل ولايت د اوسني وضعيت، د سوداګریزو توکو د خوندي ساتنې په موخه د لازمو ودانیو جوړولو، په زابل ولایت کې د صنعتي پارک جوړولو په موخه د ځمکې استملاک او نورو مسایلو برخه کې د حکومت د مشرتابه هڅو په اړه معلومات وړاندی او د زابل ولایت سوداګرو ته د اسانتیاوو په رامنځته کولو کې يې د دولت د همکارۍ ډاډ ورکړ.
ښاغلی عبدالقادر د زابل ولایت مدیره پلاوي رئيس، ښاغلی محمد اسماعیل د لومړي مرستیال، ښاغلی همایون د سوداګریز مرستیال، ښاغلی امین الله مؤمن د صنعتي مرستیال، ښاغلی صحبت خان د صرافۍ کمېټې مسؤل، ښاغلی عصمت الله د وچې میوې کمېټې مسؤل، ښاغلی نعمت الله د تاره میوې کمېټې د مسؤل او ښاغلی حامد رسولي د یاد اتاق د عامل مدیر په توګه وګمال شول او په رسمي ډول يې خپل کارونه پیل کړل.
شنبه، غويي ۹مه، ۱۴۰۲
د "عالیست افغانیست" نندارتون د بلخ ولایت مزار شریف ښار کې پرانستل شو.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې د مدیره پلاوي غړي ښاغلي محمد داوود یوسفزي، د جوزجان اتاق رئیس ښاغلي یولبرز عطايي، د اندخوی اتاق رئيس ښاغلي عبدالمجید نیازي، د بلخ ولایت لوړ پوړو دولتي چارواکو او د بلخ ولایت سیمه ایزو سوداګرو او پانګوالو يې ملتیا کوله د عالیست افغانیست نندارتون پرانیست غونډه کې د ګډون ترڅنګ، ورته نندارتونونه د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او معرفۍ برخه کې اړین وبلل.
ښاغلي مهمند مزار شریف د افغانستان یو له سترو او مهمو سوداګریزو ښارونو څخه یاد کړ او سږ کال یې د هېواد د صادراتو د زیاتوالي خبر ورکړ. نوموړي د هېواد له کورنيو توليداتو څخه ملاتړ د توليدي سکتور د ودې او پرمختګ لپاره مهم وباله او د مزارشريف له هغو سترو سوداګرو يې چې په بهر کې مېشت دي، وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او د هېوادوالو د هوساینې لپاره خپل ارزښتناک رول ولوبوي.
د اتاق لومړي مرستیال د هېواد د کورنیو تولیداتو پر معیاري کولو ټینګار وکړ او په نږدې راتلونکي کې یې د امام ابوحنیفه (رح) د دوهم نندارتون د جوړیدو په اړه معلومات ورکړل او په کور دننه او بهرنیو شرکتونو يې وغوښتل چې په جوړیدونکي نندارتون کې ګډون وکړي.
په دغه نندارتون کې د بلخ او د هغه د شپږو ګاونډیو ولایتونو په ګډون څه باندې ۱۰۰ لویو او منځنیو تولیدي او وارداتي شرکتونو د دریو ورځو لپاره خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړل.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د ارزګان ولایت مقام معاونیت، د رسنیو استازیو، مخورو، او د ارزګان ولایت سوداګرو او پانګوالو د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې، د ارزګان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق پرانیست.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق تل هڅه کوي چې د هېواد سوداګرو او پانګوالو او په ټوله کې خصوصي سکتور ته بهتر خدمات وړاندی او لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي.
ښاغلي مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هېواد د ټولو سوداګرو او پانګوالو ګډ کور وباله او د هېواد د سوداګرو د ملاتړ او هڅونې په برخه کې یې د اتاق د مشرتابه د هڅو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي مهمند د ارزګان ولایت د کرنیزو محصولاتو په ځانګړي ډول: انځرو، زیرې، شکرپارې او بادامو یادونه وکړه او د دغه ولایت له ټولو سوداګرو او پانګوالو یې وغوښتل چې لا زیاتې هڅې وکړي او د دغه ولایت کرنیزو محصولاتو ته په کورنیو او سیمه ییزو بازارونو کې تقاضا پیدا کړي.
د اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال وویل، په ارزګان ولایت کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د جوړېدو اصلي موخه د سوداګرو په هڅو کې برخه اخیستل، د سوداګرۍ بهیر ګړندی کول، د کار پیدا کول او په ارزګان ولایت کې د کرنې، صنعت او کانونو سکتورونو کې له شته فرصتونو څخه ګټه اخیستل دي او د اروزګان ولایت له اړوندو ادارو څخه یې وغوښتل، چې د یاد اتاق د جوړېدو لپاره د ځمکې استملاک او اړوندو اداري چارو په برخه کې پوره همکاري وکړي.
ښاغلي مهمند د دغه ولایت له ټولو سوداګرو څخه وغوښتل چې د ارزګان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د غړیتوب په ترلاسه کولو سره د یاد اتاق مرسته او ملاتړ وکړي.
د ارزګان ولايت مرستيال په دغه ولايت کې د ارزګان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پرانېستې له امله د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي له لومړي مرستيال څخه مننه وکړه او د ارزګان ولايت د اوسني وضعيت، د سوداګریزو لارو جوړولو او ارزګان ولایت د برښنا لیږدولو برخه کې یې د حکومت د مشرتابه د هڅو په اړه معلومات وړاندی کړل او د ارزګان ولایت سوداګرو ته د اسانتیاوو په رامنځته کولو کې يې د دولت د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د ارزګان ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق منتخب رئیس ښاغلي حبیب الله عمر د اتاق مشرتابه پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د ارزګان ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق جوړولو برخه کې د ښاغلي مهمند عملي ګامونه اخیستل وستایل او د یاد اتاق د راتلونکو پلانونو او پروګرامونو په اړه يې معلومات وړاندی کړل.
د ارزګان ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پرانېستې په مراسمو کې د دې اتاق مدیره پلاوی د ارزګان ولایت له ۷ تنه سوداګرو او یو تن دعامل مدیر په توګه وټاکل شو او په رسمي ډول يې خپل کارونه پیل کړل.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ ته د کاري سفر په ترڅ کې، د اندخوی ولسوالۍ اتاق مدیره پلاوي رئیس ښاغلي عبدالمجید نیازي او د عامل پلاوي سره يې لیدنه ترسره او د دوی د ستونزو او وړاندیزونو په اړه خبرې اترې وکړې.
ښاغلي مهمند د اندخوی اتاق مدیره او عامل پلاوو د هلو ځلو ستاینه وکړه او له دوی یې وغوښتل چې د سوداګرو لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي.
ښاغلي مهمند له دې وروسته د جوزجان ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق څخه لیدنه وکړه او د یاد اتاق د مدیره پلاوي له رئیس ښاغلي یولبرز عطايي، عامل پلاوي او کارکوونکو سره د اتاق په اړه خبرې اترې وکړې.
ښاغلي مهمند د جوزجان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د بېلابېلو څانګو د ارزونې پرمهال د جوزجان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د خدمتونو پر معیاري کولو، په دغه اتاق کې د سوداګرو پر زیاتې ونډې، له نړیوالو بنسټونو سره د رسمي پروګرامونو او ناستو پر پیلولو او په دغه ولایت کې د غالیو د نندارتون پر جوړېدو ټینګار کولو ترڅنګ، د دوی د ستونزو حل برخه کې د مرکزي اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند ارزګان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت له سوداګرو سره لیدنه ترسره او د دوی د سوداګرۍ په وړاندی د شته ستونزو او شته سوداګریزو فرصتونو پیژندنې او ګټه اخیستنې په اړه يې خبرې اترې وکړې.
ښاغلي مهمند اوسنی وضعیت د سوداګرۍ او پانګونې بهیر تسریع لپاره مناسب وباله او د ارزګان ولایت له سوداګرو يې وغوښتل چې د خپل ولایت د پراختیا او ودې برخه کې خپله ایماني او اسلامي وجیبه ادا کړي.
د مدیره پلاوي لومړي مرستیال د ارزګان ولایت هوا او اوبه د کرنیزې ودې لپاره مناسب وګڼل او د یاد ولایت د کرنې په میکانیزه کیدو او عصري ټکنالوجۍ څخه په ګټې اخیستنې يې ټینګار وکړ.
د ارزګان ولایت سوداګرو په خپل وار سره، د خپل کاروبار په وړاندی شته ستونزې، ننګونې او د سوداګرۍ او پانګونې برخه کې پروګرامونه د اتاق مدیره پلاوي له لومړي مرستیال سره شریک کړل او په دی برخه کې يې د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.