د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او یو شمیر سوداګرو او پانګوالو د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې، د یادې ولسوالۍ د سوداګریزو تاسیساتو او ترسره شویو پانګونو څخه لیدنه ترسره کړه.

ښاغلي مهمند دا ولسوالۍ یو له مهمو سوداګریزو، ترانزیتي او ستراتیژیکو اقتصادي موقعیتونو څخه وبلله چې د بهرنیو هیوادونو د سوداګریزو توکو لویه برخه له همدې لارې د سویلي اسیا اتو هیوادونو لکه: نیپال، بنګله دیش، سریلانکا، بوتان، پاکستان، هند، او نورو هېوادونو ته صادریږي.

ښاغلي مهمند د دغه ولسوالۍ ستراتیژیک موقعیت ته د حکومت د مشرتابه پر جدي پاملرنې او د دې ولسوالۍ د سوداګریزو او پانګه ایزو اړتیاوو ته د ځواب ویونکي ماسټر پلان پر چمتو کولو، د سوداګریزو فعالیتونو د پراخېدو او د کانونو د استخراج په موخه د برېښنا پر برابرولو ټینګار وکړ.

د اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د پرزو او ښي لاس موټرو د سوداګرو د ستونزو په حل کې د هېواد د خصوصي سکتور د رهبرۍ د هڅو ډاډ ورکړ او د حکومت له مشرتابه یې وغوښتل چې د هېوادوالو لپاره د لازمو اسانتیاوو په رامنځته کولو کې پوره همکاري وکړي.

چهارشنبه، غبرګولي ۱۷مه، ۱۴۰۲

د درملو تولید کارخانې "سنوفارما" پرانیست غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د کندهار سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس ښاغلي محمد صدیق مهمند، ملي سوداګرو، د مرکزي اتاق ستر سلاکار ښاغلي حاجي شرف الدین، د کندهار اتاق مشرتابه پلاوي غړو، خصوصي سکتور غړو، د سیمه ایز حکومت چارواکو، د سنوفارما کارخانې شریکانو او د سیمې مخورو ګډون درلود.
 
ښاغلي محمد یونس مهمند په دې مراسمو کې د دولت د مشرتابه غړو، د هیواد د خصوصي سکتور د استازو او مخورو له ګډون څخه مننه وکړه او د دومره لویې فابریکې پرانیستل یې د هیواد د ځان بسیاینې او اقتصادي ودې په لور یو ګام وباله او د يادې فابريکې له مشرتابه يې وغوښتل، چې د درملو په توليد کې دې کيفيت ته جدي پاملرنه وکړي او د هېواد له ټولو سوداګرو او خلکو يې وغوښتل، چې د دې فابريکې له درملو څخه ګټه واخلي او د يادې فابريکې ملاتړ وکړي.

ښاغلي مهمند د نساجۍ او رخت فابریکې په جوړولو کې د هېواد د سوداګرو او پانګوالو لېوالتیا اعلان کړه او د یادې فابریکې لپاره یې د برېښنا پر برابرولو ټینګار وکړ. نوموړي د جنوبي اسيا له منځنۍ اسيا سره د نښلولو لپاره د معياري ترانسپورتي سيسټم جوړول يوه بيړنۍ اړتيا وګڼله او په دې برخه کې يې د ترانسپورت وزارت د مشرتابه د پاملرنې غوښتنه وکړه.

دغه فابریکه د هېواد د ۷۱ سوداګرو له خوا جوړه شوې او په ۸ کاري ساعتونو کې د څه باندې ۵۶۰۰۰۰ ټابلیټونو، ۲۰۰۰۰۰ کپسولونو او ۶۰۰۰۰  شربت بوتلونو د تولید ظرفیت لري.

سه شنبه، غبرګولي ۱۶مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي په داسی حال کې چې د کابل سوداګرۍ او پانګونې اتاق سرپرست ښاغلي احمد شاه حکیمي يې ملتیا کوله د کندز سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه پلاوي سره لیدنه ترسره او د کاري موضوعګانو او خصوصي سکتور شته ننګونو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

د کندز سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي ښاغلي الکوزي او ښاغلي حکیمي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د کندز اتاق فعالیتونو، لاسته راوړنو او خصوصي سکتور شته ننګونو په اړه خبرې اترې وکړې او په شته ننګونو د برلاسي حاصلولو په موخه يې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي الکوزي د کندز ولایت، د مهمو اقتصادي زونونو څخه وباله او زیاته يې کړه چې په یاد ولایت کې د شیرخان بندر شتون کولی شي د سوداګرۍ په وده په ځانګړې توګه د صادراتو په زیاتوالي کې اړین رول ولوبوي.
نوموړي د کندز اتاق کاري شعبو څخه د لیدنې په ترڅ کې وویل "ژمنه کوو چې د سوداګرۍ او پانګونې ودې برخه کې ستاسی لیکلي وړاندیزونه او ستونزې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه سره شریک او د حل مناسبې لارې چارې ورته ولټوو."

ښاغلي الکوزي او ښاغلي حکیمي د کندز اتاق مشرتابه پلاوي په ملتیا د شیرخان بندر له تاسیساتو او د یاد بندر له لارې د صادراتو او وارداتو د بهیر څخه لیدنه ترسره کړه.

چهارشنبه، غويي ۲۰مه، ۱۴۰۲

د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزي او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند کندهار ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، په داسی حال کې چې، د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت معین، د ماليې وزارت د ګمرکونو رئیس، د درملیزو خدمتونو ادارې رئیس ښاغلي عبدالباري عمر او د کندهار ولایت سوداګرو او پانګوالو يې ملتیا کوله، د کندهار سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس ښاغلي محمد صدیق مهمند سره لیدنه ترسره کړه.

ښاغلي محمد صدیق مهمند د سوداګرۍ او صنعت وزیر او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ووایه او د کندهار سوداګرو او پانګوالو ستونزې يې د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزیر سره شریکې او د حکومت اړوندو ادارو څخه يې د یادو ستونزو حل برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.  

ښاغلي محمد یونس مهمند کندهار ولایت ته د سوداګرۍ او صنعت وزیر راتګ یو نیک ګام وباله او د اتاق مشرتابه پلاوي موخو په اړه يې داسی وویل "د سیمې او نړۍ په کچه د سوداګرۍ او پانګولۍ پراخول، د ملاتړي صنعت لرل، د کرنې میکانیزه کیدل او د داسی یو منظم ټرانزیټي ستیستم لرل چې د مرکزي آسیا هېوادونه د سویلي آسیا هېوادونو سره ونښلوي د هېواد د لویو سوداګرو، پانګوالو او د اتاق مشرتابه پلاوي له عمده موخو څخه دي."
نوموړي د خصوصي سکتور، سوداګرۍ او صنعت، کرنې او ماليې وزارتونو ترمنځ د ګډې کمېټې په رامنځته کیدو ټینګار وکړ څو یاده کمېټه وکولی شي د هېواد کرنه میکانیزه کړي.

ښاغلي مهمند د سوداګرۍ او صنعت وزارت له مشرتابه وغوښتل، چې د نفتي توکو د واردولو په برخه کې دې د کندهار په سپین بولدک کې معیاري او دایمي سټېشنونه جوړ کړي او دا چې، د برېښنا نشتوالى په دغه ولايت کې د صنعت د ودې پر وړاندې يوازنى خنډ دی او له اړوندو مسوولينو يې وغوښتل، چې دغه ولايت ته د برېښنا برابرولو برخې جدي پاملرنه وکړي.

د مدیره پلاوي لومړي مرستیال د مالیاتو د اسنادو د بیا کتنې په برخه کې د شته ستونزو یادونه وکړه او د ګمرکونو له مسوولینو یې وغوښتل چې د وخت د ضایع کیدو د مخنیوي په خاطر دې د شرکتونو مالیه په یوه یو وخت راټوله کړي.

دوشنبه، غبرګولي ۱۵مه، ۱۴۰۲

د درملو او غذايي موادو د کیفیت لابراتوار چې په کندهار ولایت کې جوړ شوی وه، د ریاست الوزرا اداري مرستیال ښاغلي عبدالسلام حنفي او د کابینې وزیرانو، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د غذايي موادو رئیس ښاغلي عبدالباري عمر، د کندهار سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي، د کندهار سیمه ایزو او لوړ پوړو حکومتي چارواکو او د هېواد یو شمیر سوداګرو او پانګوالو په حضور کې افتتاح او په فعالیت يې پیل وکړ.

ښاغلي عبدالسلام حنفي په کندهار ولایت کې د درملو او غذايي موادو د کیفیت لابراتوار د جوړیدلو هرکلي کولو ترڅنګ، هېواد ته د باکیفیته درملو، غذايي موادو او کرنیزو توکو په واردولو ټینګار وکړ او د غذايي موادو او درملو د کیفیت کنټرول برخه کې يې د یاد لابراتوار جوړیدل یو نیک ګام وباله.

ښاغلي مهمند هېواد ته د باکیفیته درملو، غذايي موادو او کرنیزو توکو داخلیدو برخه کې د اوسني حکومت هلې ځلې او همکارۍ وستایلې او هیله يې څرګنده کړه چې ورته لابراتوارونه د هېواد په هغو سترو ولایتونو کې چې له بندرونو یې واردات ترسره کیږي، جوړ شي څو هېواد ته د بی کیفیته موادو د داخلیدو مخنیوی وشي.

ښاغلي مهمند زیاته کړه "د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق تل د هېواد په بندرونو کې د مجهزو لابراتوارونو په جوړولو او هېواد ته د بی کیفیته خوراکي توکو د داخلیدو په مخنیوي ټینګار کړی دی."

ښاغلي مهمند د حکومتي چارواکو څخه وغوښتل چې هېواد ته د قاچاق او غیر قانوني لارې د بی کیفیته درملو او خوراکي توکو داخلیدلو مخنیوی وکړي څو له یوې خوا د هېوادوالو سلامتۍ او روغتیا ته زیان ونه رسیږي او له بلې خوا د هېواد قانوني سوداګري زیانمنه نه شي.

جمعه، غويي ۱۵مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند سویلي ولایتونو ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې، په داسی حال کې چې، د اتاق ستر سلاکار ښاغلي سردار ولي پشتون او د صرافانو اتحاديې ریاست سرپرست ښاغلي بهرام خان يې ملتیا کوله، د پکتیا ولایتي اتاق له مدیره پلاوي، د غالیو، ودانیو، درملو او صنعت اتحادیو غړو، د یاد ولایت سوداګرو او پانګوالو سره لیدنه ترسره او د ټرانزیټ او معیاري لابراتوار نه شتون او یو شمیر نورو مسایلو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

د پکتیا ولایت سوداګرو د معیاري ګمرکي تاسیساتو نه شتون، د زرمت – ګردیز لارې بیا جوړونه، د معیاري ګدامونو نه شتون، د پکتیا ولایت په ګمرک کې د معیاري سکنر نه شتون، په یاد ولایت کې د قونسلي خدماتو نه شتون، د تطبیق شویو پروژو د پیسو نه ورکړه او اړوندو نور مسایل د خپلو عمده ستونزو په توګه یاد کړل او یادو ستونزو ته د حل لارو پیداکولو برخه کې يې د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي مهمند د پکتیا ولایت سوداګرو او پانګوالو ستونزو له اوریدو وروسته، د پکتیا ولایت اقتصادي رغښت او پراختیا برخه کې د یاد ولایت د سوداګرو او پانګوالو رول اړین وباله او د دوی د ستونزو حل برخه کې یې د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

ښاغلي مهمند د ماليې وزارت لخوا د ماليې د کمښت په اړه خبرې وکړې او وی ویل "د حکومت د مشرتابه فرمان په اساس، د ماليې وزارت د تیر په پرتله د هېواد سوداګرو لپاره د ماليې په مقدار کې د پام وړ کموالی رامنځته کړی چې یاد چاره کولی شي په هېواد کې لا زیاتې پانګونې ته لار هواره کړي."

ښاغلي مهمند زیاته کړه چې اتاق تل هڅه کوي چې د هېواد سوداګرو او پانګوالو ته لازمې آسانتیاوې رامنځته او وړ خدمات وړاندی کړي.

د پکتیا ولایت سوداګرو امیرالمؤمنین ته د ماليې کمولو برخه کې د دوی د وړاندیزونو رسولو لپاره د حکومت په ځانګړې توګه د ماليې وزارت او د ا.ا. مشرتابه محترم کمیسیون هڅې او همکارۍ وستایلې او د محترم کمیسیون څخه يې وغوښتل چې د روغتیا سکتور مالیاتو کمښت برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

پنجشنبه، غويي ۲۸مه، ۱۴۰۲

مقالات دیگر...