د ننګرهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي نوبتي ناسته، د 1399 کال د وږي میاشت په 5مه د ښاغلي ګل مراد "عرب" په مشرۍ د ننګرهار د سوداګرۍ او صنعت رئیس ښاغلي محمد حسن "محسن" او د هغه ولایت د اتاق مدیره پلاوي غړو حضور سره ترسره شوه.

پېل کې د مدیره پلاوي غړي ښاغلي ډاکتر احمد مخلص د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او ورپسې ښاغلي ګل مراد "عرب" د مدیره هیئت د اجرایېه کمېټې د ټاکنو پروسې په تړاو خبرې وکړې او بیا د ۱+۵۰ غړو موجودیت په نظر کې نېولو سره د انتخاباتو بهیر تکمیل په اړه له بحث او د څارنې کمېټې له ټاکلو وروسته چې د ننګرهار سوداګرۍ او صنعت رئیس، اجراېیه آمر او د مالي او اداري مدیره څخه تشکیل شوی و د رایو په اتفاق سره د ټاکنو پروسې د پیل په موخه تصمیم ونیول شو.

یادې ټاکنې د نوماندانو او څارنې پلاوي په حضور کې په ډیموکراټیکه فضا او شفاف ډول ترسره شوې چې په پایله کې د ننګرهار اتاق رئیس او مشرتابه پلاوي غړي په لاندې ترتیب سره وټاکل شول:‏

‏1-‏ ښاغلی گل مراد عرب د مدیره پلاوي رئیس په توګه؛

‏2-‏ ښاغلی حضرت ولي هډه وال د مدیره پلاوي لومړی مرستیال؛

‏3-‏ ښاغلی عبدالولي بابکرخیل د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال؛

‏4-‏ ښاغلی صفت الله صاحبزاده د مدیره پلاوي خدماتي مرستیال؛

‏5-‏ ښاغلی آغا محمد رودوال د مدیره پلاوي د پانګونې مرستیال ؛

‏6-‏ ښاغلی غلام مصطفی رحیمي د مدیره پلاوي د دارالانشاء رئیس په توګه.‏

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د حبیب ګلزار شرکت په همکارۍ، د پروان ولایت مرکز چاریکار ښار کې د وروستي سیلاب له امله زیانمنو کورنیو له جملې 550 کورنیو سره د غذایي توکو او نغدي کمک وکړ. د مرستو دغو کڅوړو کې (د هر شهید کورنۍ ته 18000 افغانۍ او ټپي لپاره 6000 افغانۍ نغدې پیسې او همدا راز اوړه، وریجې، غوړي او معدني اوبه) شامل دي.

د دغو مرستو توزیع د اتاق مدیره پلاوي محترمو غړو خانجان ‏‏"الکوزي"، شرین آغا "سخي" او ذکریا "بریالي"، د پروان والي، ولایتي شورا رئیس، د حبیب ګلزار شرکت استازي او د پروان ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي مسوول په حضور کې ترسره شوه.

په دې موخه د چاریکار ښار په "حریه جلالي" ښوونځي کې جوړ شوي کنفرانس کې، د پروان ولایت والي ښاغلي فضل الدین عیار د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مرستو مننه وکړه او چاریکار ښار زیانمن شوو کورنیو سره د پروان ولایت سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مخکېنیو مرستو د یادولو ترڅنګ یې دغه برخه کې د خصوصي سکتور ونډه ډېره مهمه وبلله.

ښاغلي خانجان ‏‏"الکوزي" د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په استازیتوب، پروان چاریکار ښار کې سیلاب له قربانیانو او زیانمنو سره تسلیت او خواخوږي وښودله او د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې له زیانمن شوو کورنیو له غړو سره د اتاق مرستو رسولو له هڅو یې یادونه وکړه او د حبیب ګلزار شرکت د کمک د قدردانۍ ترڅنګت یې، له نورو سوداګرو او پانګه وال وغوښتل ترڅو، په ټول هېواد کې له سیلابونو له امله زیانمنو په خاص توګه د پروان چاریکار ښار کې د سیلاب له امله زیانمنو سره مساعدت او مرستې دریغ نه کړي.

ښاغلي ذکریا "بریالي" وویل، د پروان ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره یو ځای، هڅې کوي چې  له ټول هېواد څخه د هغه ولایت زیانمنو شوو کورنیو لپاره د سوداګرو او پانګه والو، خیره بنسټونو او موسسو مرستې را جلب کړي.

چهارشنبه، د وږې 26 مه 1399 ‏

 

د پروان ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي مشر ښاغلي نظیر نوري د محترمو د پروان ولایت والي ډګر جنرال فضل الدین عیار، امنیه قوماندان غلام محمد سنایي او د پروان ولایت د امنیت رییس جمیل الله نورستاني په حضور کې د هغه ولایت مرکز او ولسوالیو کې د امنیت ښه تامین او د امنیتي بې نظمۍ او جنایي جرمونو مخنیوي کې د امنیتي ځواکونو د هڅو او خدمتونو د ستایلو په موخه، د دې ولایت 200 امنیتي ځواکونه په نغدي مساعدت سره وستایل.

ادامه مطلب...

د پروان ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق دغه ولایت کې بېوزلو سره د مرستو لړۍ کې، په دوه نوبتونو کې مرکز او ولسوالیو کې د پروان د والي، د پروان د اتاق غړو، د ولایتي شورا غړو او ولسوالانو حضور کې د اوړو او غوړیو مرسته وکړه.

ادامه مطلب...

د کندهار ولایت یو شمیر سوداګر چې د هغه ولایت د ګمرک رییس ښاغلي جاوید منګل د ناسم او غیرې قانونې چلند له امله ستړي شوي و، د کندهار ګمرک دروازې مخ ته یې د اعتراض په ډول د تحصن خیمې په ودرولو سره یې ټینګار درلود، ترهغه وخته چې حکومت د کندهار ګمرک د رییس ګوښه کېدو برخه کې د سوداګرو غوښتنو په اړه اقدام ونه کړي، له تحصن به لاس وانخلي.

ادامه مطلب...